غم دې د سکـــــــــــون مــــاڼۍ راړنګه کړه
هـــــــجر د سمـــــــــون ماڼۍ راړنګه کړه
ته د خوشخـــــــــــــالۍ محل کې اوسه تل
خير که نن بيلتــــــــــــون ماڼۍ راړنګه کړه
ناست یم ورته خــــاورې یې په سر شېندم
چـــــــا کړی لمســــــــــون ماڼۍ راړنګه کړه
ما د خيـــــــال په غيږ کې رانيـــــــــــولي وه
اوښکو د زنګـــــــــــون ماڼۍ راړنــګه کړه
وخت به یې له تنـــــــــه ځينې سر پرې کړي
چـــــا که د پښتــــــــــــون ماڼۍ راړنګه کړه
تل ياسين شفــــــــــــــق ته ته دعـــــــــــا کوه
مرګ یې د ژوندون مــــــــــاڼۍ راړنګه کړه
......................................................................
یاسین شفق سعودي عرب