په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول
دریم څپرکی
تـړونـونه

لیکوال : عمر احمد الفرجاني
ژباړن : عبدالله دانشیار

______________________

            تړونونه
لومړۍ برخه
تړونونو ته درناوی او مشروعیت یې :
اسلام تړونونو ته درناوی لري او تر هغه ورته ژمن پاتي کیږي چې تر څو مقابل لوری پری ژمن پاتي وي او څیړونکی نشي کولی چې یوه داسې وړه نښه پیدا کړي چې اسلام دې پکې له هغه تړونونو څخه چې له نورو سره یې کړي ، کوم تړون مات کړی وي .
ددې قضیې لومړی دلیل هغو متنونو ته ورګرځي چې په قران کریم او نبوي احادیثو کې راغلي دي او په قطعي ډول یې د شرعي عذر څخه پرته د تړونونو ماتول حرام ګرځولي دي او پرې د وفا کولو امر کوي . الله Y فرمايي : (يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ )
ژباړه :  (اې مؤمنانو! د بنديزونو پوره مراعات وکړئ ) د مایدې سورت ، ۱ ایت
دغه ایت په دی دلالت کوي چې تر څو عقد تړل شوي وي نو په تړون وفا کول د اسلام له فرایضو څخه دي (1)  .
الله Y مونږ د یو بل سره په تعاملاتو کې د عفت او اخلاقي مکلفیت په لور هڅوي او دې ته اشاره کوي چې له دغه اصولو څخه تجاوز د الله  Y  قهر او کرکه واجبوي .
 الله Y فرمايي : (يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ، كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ) . 
____________________
(1)    تفسیر المستشار  ج ۱۰ ص ۱۸۴ 

ژباړه : (اې مؤمنانو، تاسي ولي هغه څه واياست چي كوئ یې نه! د الله Y په وړاندي دا ډېر غضب وړ حركت دى چي تاسي هغه څه وواياست چي كوئ یې نه. ) . د الصف سورت ، ۲ ایت
 او الله تعالی همدارنګه هغه تړونونه چې په کې د وینو ساتل او د نفسونو تربیه ده ،  د الزام په صفت پورې تړلي او تر دې چې د ضمانتونو په دیوال یې راچاپیر کړي دي . او د رښتیني مومن د پیژندلو علامه یې ګرځولې ده . الله U فرمايي :
(لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَالْمَلٰٓئِكَةِ وَالْكِتٰبِ وَالنَّبِيِّۦنَ وَءَاتَى الْمَالَ عَلٰى حُبِّهِۦ ذَوِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِى الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلٰوةَ وَءَاتَى الزَّكٰوةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عٰهَدُوا ۖ وَالصّٰبِرِينَ فِى الْبَأْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُتَّقُون  َ )
ژباړه : ( نېكي یوازي دا نه ده چي تاسي (د لمانځه په وخت کي) خپل مخونه ختيځ لوري ته واړوئ، يا لوېديځ لوري ته؛ بلكي نېكي دا ده چي انسان پر الله، د قيامت پر ورځ، پر پرښتو، د الله پر نازل کړاى شوي كتابونو او د هغه پر پېغمبرانو د زړه له كومي ایمان راوړي. او د الله په مينه کښي خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، مسافرو، دروېزګرو او د مريانو په ازادۍ مصرف کړي، لمونځ قائم کړي، زكات ورکړي. او نېكان هغه كسان دي چي كله وعده وکړي تر سره یې کړي او د تنګسې او غمونو په وخت کښي او د حق او د باطل په جګړه کښي صبر وکړي، همدا رښتيني او همدا پرهېزګار خلك دي . ) د البقرې سورت ، ۱۷۷ ایت
او په هغه وخت کې چې الله Y د وعدې مسوولیت پر وعده کوونکي ګرځوي : (وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔولًا ) – ژباړه :  (د ژمني پابند اوسئ، دا يقيني ده چي د ژمني په اړه به تاسي وپوښتل شئ ) . -
 د الاسرا سورت ، ۳۴ ایت
  نو ددې په بدله کې هغه جنت ورکوي چې الله  Y د خپلو رښتینو پرهیزګاره بندګانو لپاره ګرځولی دی .
( وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُونَ ، وَالَّذِينَ هُمْ عَلٰى صَلَوٰتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُولٰٓئِكَ هُمُ الْوٰرِثُونَ ، الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ . )
ژباړه :  (او هغه (کسان) چي د خپلو امانتونو، ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي. او هغه (کسان) چي د خپلو لمونځونو ساتنه كوي. همدغه (مؤمنان) خپله وارثان دي ، هغه (وارثان) چي په ميراث کښي به فردوس (جنت) ومومي او په هغه کښي به د تل لپاره هستوګن وي. ) . د المومنون سورت ، ۸ – ۱۱ ایتونه
څنګه به داسې نه وي او الله Y په وعدې وفا کول د انبیاوو او رسولانو علیهم السلام له اخلاقو څخه ګرځولي دي . (وَاذْكُرْ فِى الْكِتٰبِ إِسْمٰعِيلَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا ) –
 ژباړه : (او پدې كتاب کښي د اسماعيل (ع) يادونه وکړه، هغه په وعده کښي رښتينى ؤ او خاص استازى پېغمبر ؤ. ) د المریم ۵۴ ایت
او محمد r په دغه اخلاقو کې یو لوړ مثال وو ، عبدالله بن ابي الحمساء وايي (" بایعت رسول الله r ببیع قبل ان یبعث و بقیت له بقیة فوعدته أن اتيه بها في مكانه فنسيت ثم ذكرت بعد ثلاث فجئت فإذا هو في مکانه ، فقال r: " يا فتی لقد شققت علی أنا هاهنا منذ ثلاث أنتظرک " . ) (۱)
( له رسول الله  r څخه مې د پیغمبرۍ نه مخکې یو څه وپیرل ، نو د بیعې له پیسو څخه مې یو څه پاتې کړل او وعده مې ورکړه چې په هماغه ځای کې به یې ورکړم . نو زما له هیره ووته ، بیا د درې شپو وروسته مې یاده شوه نو هغه ځای ته ورغلم ګورم چې رسول الله ص هلته وو  نو ویې فرماییل : ای ځوانه ! راباندې دې سخته کړه او زه دلته د درې ورځو څخه درته انتظار کوم . ( د رسول الله ص انتظار په وعدې باندې وفا کولو لپاره وو نه د پیسو ترلاسه کولو  لپاره . )
د البراء بن عازب رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وايي  : ( نبي کریم r د حدیبې په ورځ له مشرکینو سره په دریو شیانو صلحه وکړه ، لومړی : که د مشرکینو څخه څوک د مسلمانانو ډلې ته ورځي نو بیرته به یې ورګرځوي ، او که څوک د مسلمانانو څخه مشرکینو ته ورځي نو هغوی به یې بیرته نه ورسپاري ... په دې وخت کې ابوجندل په ځنځیرونو تړلی راروان وو نو بیرته یې ور وسپاره . ) (۲)
____________________
(1) فقه السنة ج 3 ص 100

(2) شرح محتوى صحيح البخاري و جمع النهاية في بدء الخير والغاية للأزدي ص 18

او لکه څرنګه چې الله Y په وعدې باندی وفا کول د پرهیزګارانو له صفتونو څخه ګرځولي دي نو همدارنګه یې په وعدې وفا نه کول د انسانیت له فضیلیت څخه د وتو په څیر ګرځولي دي.
 (إنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِندَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ، الَّذِينَ عٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُون َ )

ژباړه : ( په يقيني توګه د الله په وړاندې، پر ځمکه په خوځيدونكي مخلوق کښې، تر ټولو بدتر هغه خلك دي، چې د حق له منلو څخه منكر شوي دي؛ بيا په هیڅ ډول د هغه منلو ته حاضر نه دي . په تېره بيا له دوى څخه هغه خلك چي تا ژمنه (وعده) ورسره وکړه ، بيا هغوى په هر وخت کښي هغه ماتوي او يو بڅرى له خدايه نه وېریږي . ) د الانفال سورت ، ۵۶ ، ۵۷ م ایتونه.
(الذین عاهدت منهم ) د هغه خلکو بدل دی چې کافران شوي دي ، یعنی په کافرانو کې هغه خلکو سره چې مو وعده کړې ده ، تر ټولو بدتر مخلوق یې ګرځولی دی ، ځکه چې په خلکو کې شریرناکه خلک کفار دي ، او بیا شریره کفار هغه دي چې په خپل کفر ټینګ وي ، او بیا  په کافرانو کې تر ټولو شریره ټینګ هغوی دي چې تړون ماتوي ، او (و هم لایتقون ) او د غدر له عاقبت څخه نه ویریږي ، او د کوم شرم پروا نه کوي . (۱)
نو وینو چې الزمشخري رحمه الله څنګه دغه بیان هغو کسانانو ته چې د تړونونو او ژمنو درناوی نه کوي ، مخامخوي او همدارنګه خپله خبره په ټینګار سره د هغه خلکو په ضد چې د تړونونو درناوی نه کوي ، وايي .
نو په حقیقت کې یې په وعدی د وفا کولو د تشویق لپاره داسي کړي تر څو هر مسلمان د هغه کسانو د سلوکو او کارونو څخه په تیښته شي چې قران کریم په  داسې صفاتو سره یاد کړي دي چې باید د مسلمان د صفاتو څخه ونه اوسي . اسلام تړونونو ته ژمن پاتی کیدل د سیاست له تدابیرو او ضروریاتو څخه نه دي ګرځولي چې د توان او قدرت په وخت کې ترې وروسته شي او یا کومه دوکه او چل وکړي بلکی د عقل  ، ضمیر او نیکو اخلاقو له امانتونو څخه یې یو امانت ګرځولی چې پر دې تجاوز کوونکی نزدې ده چې له انسانیته ووځي او د رمو او حیواناتو ډله غوره کړي چې کومه ملامتیا پرې نشته  .

(۱) الکشاف للزمخشري ج ۲ ص ۱۶۴