یـمـه زه یـوڅاڅکی له وریځـونه راڅَڅَـمّ
پـرغـــرو ووپـــردرو او بــیا پرځمـــکه پـــرېــوتم
پاس پـرغـرونـوپه شېلو وو په ماندونوکي
پــردښت هــــواره غــــټ سـینـدونــــه جــــوړه وم
پرځمکه مي ډنـډونه اوکړمـونه کـړه تیار
بیانه یم هغه څاڅکی نوم مي واوښت دغه دم
لوي سیندونه رانه جوړبهیږي هـري خوا
تـــویـیـــږي یــوپه بــل کي سمنـدرسو په یــودم
څوک ویني کله څاڅکی ټول ویني سمندر
داګــــرد لـــه مـانه جــوړدي کـې ومـنــې قــسم
داغټ کارونه ګوره داجوړدي له بڅـرکي
طبـعیــت کـي «نا» کارونه په آنـد سه ورته تم