د حرمینو ته ورغليو طالبانو په لانجه کې مې مه ښکیلوئ

د مضمون لیکلو اراده نلرم فقط دومره وضاحت کوم چې کوم ورور چې د ملا عبدالله حنفي په نامه يو مطلب کې په ناخبري ماته اشاره کړې. زه ورته اول سلام او احترام تقدیموم او بيا ورته مختصر عرض کوم چې تاسو چې کوم مبارک ايات لیکلی چې: اذا جاکم فاسق بنبئ فتبینو. محترمه په همدې ایت باید تاسو عمل کړی وای. ځان مو متیقین کړی وای چې ايا رښتیاهم دغه لیکنه حقیر کړې اوکه هسي چا خپله ناوړه اراده درباندي تپلې.زاهد صیب اوهوتک صیب نه به مو پوښتلي واي چې ايا د حقیر په اړه داسي ګمان کوي اويا ورسره کومه شخړه. ورانه اوستونځه لري؟
یابه مو نور نږدې مخلصین پوښتلي واي چې ايا د دې لیکنې سبک او انداز زما ده؟
د اچې ماته هوتک صیب او زاهد صیب په ژوند کوم تکلیف نه دي رسولای بيابه زما د دومره ترخې لهجې کوم ضرورت او اړتيا وه؟ وروره . که يې منې که يې نه منې خو پرمادي دومره حق دي چې درته ووايم چې والله بالله که ياپوپل پیژنم یايې په لیکنه خبروم.
اوکه ته غواړې چې ما په زور دې میدان ته را دننه کړې نوبیا انسان عاجزدی. ماسره چې څه دي هغه نه پوپل خيلوته معلوم دي اونه نوروته.
زه له مصره بياتر پیښوره په ډیرو کرغیړنو اوناولو خبرو خبریم!
زه د يو درجن چارسدوالو خيښانو په ماجراهم پوره خبریم!
زه د يوچا له خوا له تور سندي سره د منکوحي د مابعدالموت نکاح له وعدې نه هم پوره خبريم!
زه په اسلام اباد کې د چيکونو د پټ وصولو له رازونوهم پوره خبريم!
زه د ځينو پخپل اعتراف د اسلام اباد له اخندرادګانو سره د ښاپیرو(مفرد) له ننداري اوتماشې نه هم خبريم!
ماته د يوسف پیره دار اوګل پري موضع او عجایب هم معلوم دي!
وړاندي نه ځم بس دومره عرض کوم. چې ما مه مجبوروۍ و مابښلي ياست. الله مو وبښه...
نور یار زنده صحبت باقي.

ابو محمد غزنوي