گلنامه
((گلنامه)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د يو شعر عنوان دى ، چې د کتاب په بڼه په ١٣٨٠ هـ ل کال کې په ٣٤ مخونو کې چاپ شوى دى :
د کتاب په پيل کې د سريزې پرځاى لاندې شعر چاپ شوى دى :
گلښايست
گل ښايست دى ښايست گل دى د گلبڼ
ښايست رنگ دى رنگ ښايست دى د چمن
ښايست شرنگ دى خوږ آهنگ خوږه ټپه ده
ښايست رنگ دى د گلشن ، نه د گلخن
آواره يم د اغزيو په رغزو
پته نشته د گلونو د مزو
پيرياني غوندې د قاف څوکوته خيژم
هلتــــــــه هـــــــم زه يـــــــم او څوکـــــې د اغــــــزو
ستاسو خدمتگار بختانى
ننگرهار – جلال آباد
د ١٣٧٧ د دلو ١٤ مه
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
ادبي سوغات
((ادبي سوغات)) هغه انتخابې شعري مجموعه ده ، چې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا راټول شوى دى . دا انتخابې شعري مجموعه په ١٣٨٠ هـ ل کال کې د ((الفت اکاډمي)) لخوا چاپ شوى دى . په دې انتخابې شعري مجموعه کې د رحمان بابا ، سيد شمس الدين مجروح ، گل پاچا الفت ، امير حمزه شينواري ، عبدالله بختانى ، سيد رحمان باور رحيمي ، نصر الله حافظ ، عبدالغنى خان غنى او برکت الله کمين شعرونه چاپ شوي دي...
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
شمس الدين قلعټکى
دا کتاب په ١٣٨١ هـ ش کال کې د دانش په مطبعه کې په ٨١ مخونو کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى دى . په دې کتاب کې د شمس الدين قلعټکى د شخصى ژوند او د ژورناليستى او ادبي خدمتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې شوى دى . د کتاب په پاى کې د شمس الدين قلعټکى د اولادونو په اړه هم معلومات وړاندې شوى دى .
&nb...