شمس الدين قلعټکى
دا کتاب په ١٣٨١ هـ ش کال کې د دانش په مطبعه کې په ٨١ مخونو کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى دى . په دې کتاب کې د شمس الدين قلعټکى د شخصى ژوند او د ژورناليستى او ادبي خدمتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې شوى دى . د کتاب په پاى کې د شمس الدين قلعټکى د اولادونو په اړه هم معلومات وړاندې شوى دى .
د کتاب په پيل کې د تخلص او نسب سلسلې په اړه داسې معلومات وړاندې شوي دى : ((شمس الدين خان افغان په خټه غوروال و . د دوى د کورني روايت له مخه ، د دوى د نسب لړئ د افغاني غوري شاهانو کورنئ ته رسيږي . نوموړي (افغان) هم تخلص کاوه او (قلعټکى هم او (افغان قلعټکى) هم . مگر په (قلعټکي) باندې زيات مشهور دى) .
ددې کتاب د چاپ مالي لگښت ښاغلي جمال ناصر پرهيز له جرمني څخه راليږلى دى .
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
گلنامه
((گلنامه)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د يو شعر عنوان دى ، چې د کتاب په بڼه په ١٣٨٠ هـ ل کال کې په ٣٤ مخونو کې چاپ شوى دى :
د کتاب په پيل کې د سريزې پرځاى لاندې شعر چاپ شوى دى :
گلښايست
گل ښايست دى ښايست گل دى د گلبڼښايست رنگ دى رنگ ښايست دى د چمنښايس...
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
ترنم دل
((ترنم دل)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د فارسى شعرونو مجموعه ده . دا کتاب په ١٣٨١ هـ ل کال کې د برکت الله کمين مجددى په مالى لگښت په دانش مطبعه کې په ١٣٤ مخونو کې چاپ شو . دا کتاب په ١٣٥١ هـ ل کال کې د ((ابربهارى)) په نوم چاپ شوى وو، بيا د نورو فارسى شعرونو په زياتولو سره د ((ترنم دل)) ترعنوان لاندې چاپ شو . په دې برخه کې ددې کتاب يو شعر چې سرليک يې ((گذشت روزگار)) دى وړاندې کوم :...