ادبي سوغات
((ادبي سوغات)) هغه انتخابې شعري مجموعه ده ، چې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا راټول شوى دى . دا انتخابې شعري مجموعه په ١٣٨٠ هـ ل کال کې د ((الفت اکاډمي)) لخوا چاپ شوى دى . په دې انتخابې شعري مجموعه کې د رحمان بابا ، سيد شمس الدين مجروح ، گل پاچا الفت ، امير حمزه شينواري ، عبدالله بختانى ، سيد رحمان باور رحيمي ، نصر الله حافظ ، عبدالغنى خان غنى او برکت الله کمين شعرونه چاپ شوي دي .
د کتاب په پيل کې د ((الفت اکاډمي)) مشر ميرويس الفت لخوا يو يادښت وړاندې شوى دى په يادښت کې ددې مجموعې د اهميت په اړه داسي ويل شوى دى :
((ددې مجموعې حجم ډير وړوکى دى ، مگر په معنوي لحاظ ډير لوى اهميت او لوړ ارزښت لرى. په خپل وار ، مونږ په ډيره خوشحالئ ، په دې گلورين پسرلي کې ، د ادب دا رنگينه پاڼه ، د مشرانو دا رنگين سوغات د هيواد رنگارنگو گلونو له خوږو وږمو سره يو ځاى خپروو)) .