رښتينى خدمتگار
( د استاد عبدالله بختانى خدمتگار ژوند او هلې ځلې)
دا کتاب په ١٣٨٠ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . ليکوال يې لال پاچا ازمون دى . دا کتاب د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د ژوند او آثارو په اړه ليکل شوى دى او دوه برخې لرى لومړى برخه يې د استاد عبدالله بختانى خدمتگار ځاي ژوند او هلې ځلې ته ځانگړې شوى دى ((په دوهمه برخه کې د آثارو او ليکنو په اړه مفصل معلومات وړاندى شوي دي . کتاب د لال پاچا ازمون په سريزه باندې پيل کيږي او په يوه برخه کې د استاد خدمتگار د خدمتونو په اړه داسي ليکي : ((دى لکه څنگه چې خدمتگار نوميده هماغسې د خدمت په جذبه د ژبي ، قوم او هيواد خدمتگار پاتې شو . نو لمر په دوه گوتونه پټيږى . دا دى د هغه خدمت هم پټ پاتې نه شو ، او د خپل تخلص له مخې لکه څنگه چې خدمتگار پاتى شو همداسې وځليد)) .
20.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
زما، استاد الفت
دا کتاب په ١٣٨٠ هـ ل کال کې د ((الفت اکاډمي)) لخوا د دانش په مطبعه کې چاپ شو . د نوموړى کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . کتاب د الفت اکادمي د مشر ميرويس الفت په يادښت سره پيل کيږي او بيا سريزه وړاندې شوى دى د سريزى نه وروسته د کتاب اصلي متن پيل کيږي . په دې کتاب کې هغه مقالې او ليکنې شاملې دي چې د استاد الفت د ژوند او آثارو او افکارو په اړه ليکل شوي دي . د کتاب د ښه...
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
ادبي سوغات
((ادبي سوغات)) هغه انتخابې شعري مجموعه ده ، چې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا راټول شوى دى . دا انتخابې شعري مجموعه په ١٣٨٠ هـ ل کال کې د ((الفت اکاډمي)) لخوا چاپ شوى دى . په دې انتخابې شعري مجموعه کې د رحمان بابا ، سيد شمس الدين مجروح ، گل پاچا الفت ، امير حمزه شينواري ، عبدالله بختانى ، سيد رحمان باور رحيمي ، نصر الله حافظ ، عبدالغنى خان غنى او برکت الله کمين شعرونه چاپ شوي دي...