د هيلې د هيلئ سپين وزر
((د هيلې د هيلئ سپين وزر)) په نوم کتاب په ١٣٨٦ هـ ل کال کې د دانش په مطبعه کې چاپ شوى دى . ددې کتاب موضوعات د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار ځينې بديعي ترجمې دي . د کتاب په پيل کې ددې کتاب په اړه يوه سريزه وړاندې شوى ده . د سريزې په يوه برخه کې د ژباړې د اهميت او ددې کتاب د موضوعاتو په اړه داسي يادونه شوى ده :
((دغسې ما وخت په وخت د بديعي ځانله ځانله منظومو او منثورو آثارو يو لړ ترجمې کړي او چاپ کړي دي . دا ترجمې هم د دري ژبې له اشعارو څخه دي او هم د بهرنيو ژبو له آثارو څخه ، د هغو له جملې څخه يو څه مسودې يا پرېکړي چاپي پانې يې راسره وې ، نو دلته يې په اوډلې توگه گرانو لوستونکيو ته وړاندې کوم او په دې بهانه هغو ښاغلو قلموالو ته چه په ادبي او علمي سويه په نورو ژبو پوهېږي، وريادوم چه د پښتو ژبه په خپل زيار او زحمت د ترجمو له ليارې نوره هم بډايه کړي او ورسره ددې وخت هم رارسېدلى دى ، چه زمونږ د ملي ادبياتو بديعي متنونه هم په بهرنيو ژبو ترجمه او په پراخه کچه نړئ والو ته وړاندې شي . ))