د هډې اخونزاده مولانا نجم الدين
دا کتاب د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه لخوا د دانش په مطبعه کې په ١٣٨٦ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې يادښت وړاندې شوى دى . بيا د څېړنپوه عبدالبارى راشد د افغانستان علومو اکاډمۍ د مشر لخوا تقريظ وړاندې شوى دى ، بيا وروسته د کتاب سريزه ده، د سريزې نه وروسته د کتاپ اصلى متن پيل کيږي . ددې کتاب تاليف، ټولوونه ، اوډنه ، ايډيټ او سريزه د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا شوى دى . د نوموړى کتاب محتويات د مولانا نجم الدين آخونزاده صاحب په اړه د بيلابيلو شاعرانو او ليکوالو شعرونه او مقالى دي . ددې کتاب زياتره مقالې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى .
20.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
د هيلې د هيلئ سپين وزر
((د هيلې د هيلئ سپين وزر)) په نوم کتاب په ١٣٨٦ هـ ل کال کې د دانش په مطبعه کې چاپ شوى دى . ددې کتاب موضوعات د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار ځينې بديعي ترجمې دي . د کتاب په پيل کې ددې کتاب په اړه يوه سريزه وړاندې شوى ده . د سريزې په يوه برخه کې د ژباړې د اهميت او ددې کتاب د موضوعاتو په اړه داسي يادونه شوى ده :...
20.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
ستاره دين مولانا نجم الدين اخونزاده هده
دا کتاب ((د هډې اخونزاده مولانا نجم الدين)) درى ژباړه ده ، چې د ښاغلى فضل الرحمان فاضل لخوا په خوږه درى ژبه ژباړل شوى ده . نوموړى کتاب په ١٣٨٧ هـ ل کال کې د ((مرکز تحقيقات علوم اسلامى امام قتيبه بغلانى (رح) )) لخوا په ١٩٠ مخونو کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې لخوا يو يادښت وړاندى شوى دى او بيا د مترجم لخوا يوه سريزه وړاندې شوى دى چې يوه بر...