د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف
((د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف)) علمي او څېړنيز اثر د سيد جمال الدين افغان د١١٧ تلين د علمي او څېړنيز سيمينار په وياړ د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا په ١٣٨٥ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . د کتاب په پيل کې د څېړنپوه عبدالبارى راشد لخوا يوه تقريظ وړاندې شوي دى ، بيا د کتاب د ليکوال لخوا سريزه ده ، وروسته د کتاب اصلى محتويات پيل کيږى .
په دې کتاب کې د سيد جمال افغان د ژوند او مبارزو په اړه او د هغه د اهدافو په اړه چې پخپل ژوند کې درلود معلومات وړاندې شوى دى . په دې برخه کې د نوموړى کتاب ځينې سرليکونه وړاندې کوم :
- درباره زادگاه سيد جمال الدين افغان .
- د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف .
- د سيد جمال الدين افغان ژبې .
- سيد جمال الدين افغان د عصرې معارف په تاريخ کې .
- سيد جمال الدين افغان او جريده ليکنه .
- سيد جمال الدين افغان د علامه اقبال په نظر کې .