حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک

          ددې کتاب ليکوال د ازبکستان نامتو ليکوال او محقق داکتر عارف عثمان دى . دا کتاب په ١٣٨٤ هـ ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چاپ شوى دى . زده کړو وزارت لخوا چاپ شو . د نوموړى کتاب تدوين ، ايډيټ، سريزه او اهتمام د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا شوى دى .

          ددې کتاب موضوعات د اجمل خټک شخصي ژوند، سياسي او فرهنگي فعاليتونو په اړه دي . ددې کتاب په سريزه کې د کتاب د ليکوال او د کتاب د موضوع په اړه داسي يادونه شوى ده :

          ((دا اثر چه ستاسو په لاس کښې دى ، د ښاغلي عارف عثمان د ځوانئ د دوران قلمي يادگار دى چه په هغه وخت کښې د ځوان او مبارز شاعر اجمل خټک په ځوانې او په زړه پورې شاعرئ باندې ليکل شوى دى .))