د زړه راز
د (( زړه راز )) د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار د شعرونو لومړئ مجموعه وه . دا کتاب په ١٣٣٥ هس ل کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د لوى مديريت لخوا د محمد اکبر معتمد په چاپڅار نه ( اهتمام ) په ١٨٢ مخونو په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . په دى کتاب کې د شاعر د ١٣٢٧ هـ ل کال نه تر ١٣٣٥ هـ ل کاله پورې شعرونه شامل دي ، چې ملي ، ولسي ، دينى او ټولنيزه محتوا لري او زياترو برخو کې د ويښ زلميانو د نهضت مرام پکې منعکس شوى دى . د عشرونو فورم يې هم کلاسيک شکلونه لرى او هم اولسى آهنگونه مگر هنرى پرداخت يې معاصره بڼه لرى او د وروسته پاتى هيواد بيوزلى اولس د زړه رازونه څرگندوي .
د کتاب د پيل په يو مخ کې د قرانکريم د سعدة الفاتحې دقيقه ترجمه لولو ، گويا شاعر يوازې د خپلو شعرونو نه ، بلکه د خپلو قلمي آثارو د کتابونو د پيل ((نجمينا)) په دې ترجمه کړې ده .
او دايې هم د سريزې يوه برخه : (( زما د زړه دغسې راز چې زه بي په کم وکيف پوره نه يم پوهيدلى کله د دعا او مناجات په صورت او کله د ژړا او احساساتو په نوم او کله د هيلو او ارزوگانو په رنگ زما له خولې وتلې دى .
کله چې د رقيقو او لطيفو احساساتو تر تاثير لاندې راغلى يم نو د گل د لطافت او د بلبل د صحبت د ترانو په آهنگ مى د ژوندون راز د عشق په پردو کې ښودلى دى او خيالى اشنا ته مې د باغ او باغوان مذا کرې او د شمعى او پتنگ خاطرى ترسيم کړى دى .
زه پرې نه پوهيږم چې دا به په چا تاثير وکړى اکنه ؟
خو زه دا د زړه د ويـــــــنــــــو ســـــــوغــــــات د پښتنو دغه نوى نسل حضــور ته وړاندې کوم چې د دوى په زړونو کې بې د مينې او محبت له اوره ، او د دوى په سترگو باندې بې د علم او معرفت له رڼا بل کوم شى تاثير نه وى کړى . ))
د زړه راز د شعرونو پيل په يوه (( دعا )) شوې ده ، مگر د سرپاڼو په يو مخ کې (( د زړه راز )) تر عنوان لاندى لنډ شو کې (( د زړه راز )) څرگندونه داسې شوې ده :
د زړۀ راز
يـو ســـور غـــاټـــول زه پـــه دې ســـحرا يـــم
چـــه خــداى لوى کړى پـــه پـــښتو نخوا يم
د وينـــــــو ډنــــــــډ دى پــه زړۀ مې داغ دى
پخپــــــله ئـــې گــوره ! زه بــــه څــه وايـــم ؟
٭ ٭ ٭
دا سرې قطــرى دى ؟ زمــــــــا د وينــــــــــې
کــــــه خــــاطرې دى ؟ د پــــــاکــې مـــــينې
د زړه خــــــــــاونــــده ! دا د زړه راز دى
بينــــــا کـــړه سترگى کــــه تــه ئــې وينـــې
٭ ٭ ٭
دغــــــــه تصــوير مې د سوز و ساز دى ؟
کــــه کــلکسيون مې د راز و نيـــاز دى ؟
هوا د محصول مـــى د خپــــل شباب دى
دا د زړۀ راز دى
دا د زړۀ راز دى
ع – بختانى
کابل – ١٣٣٥ هـ ش