شفق
((شفق)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د شعرونو مجموعه ده ، چې په ١٣٦٣ هـ ل کال کې د افغانستان د ليکوالو د ټولنې لخوا چاپ شوي دى . په دې کتاب کې نژدې ٢٦ شعرونه چې په مختلفو وختونو کې ويل شوي چاپ شوي دى .
ددې کتاب لومړنى شعر د ((سولې ترانه)) ده چې څو بيتونه يې دلته وړاندې کوم :
د سولې ترانه
ژوند غواړو د خوند غواړو د سولې په ارمان يو
جنگ سره ډير وران يو جنگ سره ډير وران يو
سوله غواړو ژوند غواړو د مينې پتنگان يو
جنگ سره ډير وران يو جنگ سره ډير وران يو
مينه غواړو يار غواړو، گل غواړو گلزار غواړو، رنگ د نوبهار غواړو
ښکلي مو هدف دى د سرو گلو مالياران يو
جــــنگ ســـره ډيـر وران يو جنگ سره ډير وران يو
16.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
د زړه راز
د (( زړه راز )) د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار د شعرونو لومړئ مجموعه وه . دا کتاب په ١٣٣٥ هس ل کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د لوى مديريت لخوا د محمد اکبر معتمد په چاپڅار نه ( اهتمام ) په ١٨٢ مخونو په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . په دى کتاب کې د شاعر د ١٣٢٧ هـ ل کال نه تر ١٣٣٥ هـ ل کاله پورې شعرونه شامل دي ، چې ملي ، ولسي ، دينى او ټولنيزه محتوا لري او زياترو برخو کې د ويښ ز...
20.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
د قفقاز د سيمې لنډه تاريخچه
د قفقاز ښکلې او لرغونې سيمه د کسپين سمندرگي او تور سمندرگي په منځ کې پروته ده . اوس مهال د قفقاز سيمه په دوو برخو باندې ويشل شوې ده ، چې يو شمالي قفقاز او بل يې سويلي قفقاز دى . شمالي او سويلى قفقاز د قفقاز د لويو غرونو پواسطه سره بيليږي، چې په شمالي برخه کې د روسيې شپږ لاندې کورواکه جمهوريتونه شامل دي :...