د زړۀ آواز
((د زړه آواز)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د انتخابې اشعارو مجموعه ده . دغه مجموعه په ١٣٦٣ هـ ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز لخوا په دولتي مطبعه کې چاپ شوي دى . دغه شعري مجموعه فهرست ، سريزه ، تقريظ او کوم يادښت هم نلري . د کتاب د پيل نه تر پايه پورې ټول شعرونه دي .
په دې برخه کې ددې کتاب يو شعر چې نژدې (٦٢) کاله مخکې ويل شوي دى وړاندې کوم :
اراده
که ويښ زلمى ومه ملت به کړم بيدار يو ځلې
قام به کړم سم د سړيتوب په سمه لار يو ځلې
علم و عرفان به نشروم ترڅو چې توان لرمه
په دماغو به کړم پيدا عالى افکار يو ځلې
له مزخرفو رسوماتو واهياتو ځنې
قوى منطق سره پښتون به کړم بيزار يو ځلې
د پښتونخوا دشت و بيديانه په همت به کړم جوړ
ښايسته ښارونه ښه کورونه ښه گلزار يو ځلې
زه يم حق بين او حق پرست باطل مې نه خوښيږي
د حقيقت په ملگرتيا به کاږم زيار يو ځلې
ظلم و رشوت او بد کارونه ورانوى هر وطن
که مى لاس بر شو به پرې کړم د بد کار يو ځلې
د اتحاد او اتفاق سندرې وايمه تل
څو چې روان شې پښتانه په يوه لار يو ځلې
اى ويښ زلميانو خدمت وکړئ چې وطن شي ودان
عاجـــز پښتـــون تـــه شـــي پيدا څه اعتبار يو ځلې
ننگرهار – ميزان – ١٣٢٧ هـ ل کال