تور بريښ
( لومړى چاپ )
(( تور بريښ )) د ملى حماسى سندرو ټولگه ( مجموعه ) ده ، چې دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار په زيار او اهتمام د ١٣٤٧ هـ ل کال دښلى دمياشتى په لمړې نيټه په ١٤٨ مخونوکې چاپ شوى دى .دکتاب په پيل کې ددې مجموعې اهداء داسى پيل شوى دى :دهغه ښاغلى مجاهد سپيڅلى روح ته چې دوطن دآزادۍ په غز اکې شهيد شوى دى ،مړى يي ورک دى اوزيارت يي معلوم نه دي )) .
داهداء څخه وروسته په دې کتاب باندى ښاغلى پوهاند صديق الله رشتين يوتقريظ ليکلى دى .رشتين صاصب دخپل تقريظ په يوه برخه کې داسي ليکلي ده ((...مونږ داول ځل لپاره وغوښتل چې لومړى حماسي چاربيتي ياپه بله ژبه تاريحي چاربيتي راټولې کړو .داکار دپښتو ټولنې يوغښتلې اوباذوقه غړي عبدالله بختانى ته وسپارل شو .ده په ډير زيار دننگرهار له شنو درو او سمسو روناوونو څخه دغه ملي سرمايه راټوله کړه .ددې مجموعي نوم ((توربريښ ))کيښودي شو ولي چې زمونږ دپلرونواونيکو دتورو اوميړ انو يوه ځلا نده هنداره ده )).
دتقريظ څخه وروسته دسرمحقق عبدالله بختانى خدمگار سريزه پيل کيږي په دې سريزه کې ددې مجموعي دمحتوياتو په اړه، همد ارنګه دحماسي چاربيتو په اړه هراړ معلومات وړاندي شوى ده .دسريزې په يوه برځه کې دکتاب دتدوين په اړه دا سي ليکل شوى ده .((ددغه اهميت داحساس په وجه څه موده مخکې پښتو ټولنې زه مؤظف کړم چې په دې لاره کې يوڅه زياروباسم اواولسي حماسي چار بيتې راټولي کړم ،ماڅومره چې وکولي شول اول مې ليکلي شوي آثارولټول او بيا مى دننگرهار کونړ اولغمان ولا يتونوته يولنډسفر وکړ اودحماسي بدلواوچاربيتوښې نمونې مې لا س ته راغلې چې دادى په ډير ه مينه اوادب دادب مينانو ته وړاندى کيږى )).
تور بريښ
( دويم چاپ )
تور بريښ د دويم ځل لپاره په ١٣٨٧ هـ ل کا ل کې ((د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنې )) لخوا په ١٩١ مخونو کې چاپ شوى دى . د تور بريښ دويم چاپ د خپرندويې ټولنې په يادښت سره پيل کيږي . د نوموړى يادښت په يوه برخه داسي ليکل شوى دى : (( د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه وياړي چې دغه ټولگه يو ځل بيا د فولکلور په باب يو ورځني سيمينار او د وتليو ليکوالو او شاعرانو حبيب الله رفيع ، پروفيسور سيال کاکړ ، ډاکتر اسرار او رحمت شاه سايل د دوه ورځنيو نمانځغونډو په وياړ خپروي . دغه اثر کلونه وړاندې د پښتو ټولنې له خوا خپور شوى و . د زياتې اړتيا له مخې چې دا مهال نه موندل کيده غوره و بريښيده چې دغه ناياب اثر يو ځل بيا چاپ او خپور شي ))
ددې يادښت نه وروسته د دويم ځل چاپ لپاره په اتلسو مخونو کې د خدمتگار لخوا سريزه وړاندې شوى دى . ددې سريزى نه وروسته د لومړى چاپ لپاره سريزه چاپ شوى دى . تور بريښ نه يوازې چې دپښتوژبې يو ادبي کتاب دى ، بلکې دا يو تايخي کتاب هم دى ، ځکه چې د افغانستان د تاريخ ډيرو واقعيات د شعر په بڼه وړاندې شوى دى موخين او د تاريخ محققين کولي شي چې ددې کتاب د محتوياتو نه د ښه معتبر ماخذ په توگه گټه واخلي .