د پښتو پت
((دپښتو پت دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار دلندوکيولومړفۍ مجموعه ده .داکتاب په ١٣٥٢ هـ ل کال په پيښورکې په ((١٨٠ )) مخوتو کې چاپ شوى دى .په دي کتاب کې دليکوال ((١٧)) لندي کيسى چاپ شوى دي .
داکتاب دليکوال په دي ليکنو باندى پيل کيږى گرانولوستونکو :
زمونږ دژوند هر ه شيبه اوهره بيښه يوه لنډه يا اوږده کيسه ده .داسى کيه چې له غم ،درد،مصيبت او محر وميت ته ډکه ده .
کله چې ددرد اوغم دا افسانې دخکلوپه خولو ولوپزى ،نوددير ې گپ شپ ،خپله درنه او دنورو سپکه ترې جوړه شى اوکه ليکوال ،اديب اوشاعرئي دادب اوهنر په تورو وتړى بيا نو ناول ،افسانه اوشعر شى .اوچې هنر مندد دغوپيښوپيښې وکړى بيانو دسټيژ ننداره ،دسينما فلم اودحجرى دمجلى سندره وى .
په هر صورت دغمونو اودردونددکړاوونو اوربړوند،دسادگيو او نادانيو دغفلتونواوپښليو اوکله لا دافتخار راتو اووياړنو دغه داستان دهغه صفا هيندارې حيثيت پيداکوى چې اوس خپل ځان ،خپل عيبونه اوښيگڼې پکې ووينې اود خير ښيگڼى ،اصلاح ،ترقحداو پرختگ فکر ورته پيداشى .
ددي ليکنونه وروسته دپښتو ژبى نامتو ليکوال ،شاعر اوميازرښاغلى اجمل خټک په نوموړى کتاب باندى تقريظ دى .دتقريظ نه وروسته دليکوال لنډه سريز راغلى ده اوبيا لنډى کيسې پيل کيږ ى .ددى کتاب دکيوڅمه يوه کيسه ((خړه بلبله )) نوميږى ، چې ددې کيسې يوه برخه وړاندى کيږى : (سهار دلمر زرينې پلو شې ددنو د څانګوپه منځ تېرېدې او دسپينو زر وتنابو نه يې جوړکړى دد.دونوپه پرې مينڅل شووپاټو دلمر پلوشو پړک داهه دغوذ دلوئې دبازۍ د قطعوپاڼې خورې ددې دزمکې په مخ په خټو نښتې وې تر هر څه دمخه ماهغه ټولولې .دقطعې پاڼې هغه باداو جکړ خودې کړې وې چه بيګاتېر شوې د.دخوږيا ڼو په نوکړخېلو کښې دسرور ماما په باغ کښې او سيدلو . دغوز دلويې دنې لاندې ،لويه چوتر ه زمونږ مېنه وه . ماپه همد غه کال واده کړې وزما مور اوپلار هم وو خواښې او خسر مې هم زمونږ ميلمانه وو .
دهاړ په موسم کښې دنوکړ خېلو هوا ډير ه ښه او معتدله دى دسپين غره نه نرې سوړ شمال لګيده .
دسپين غره په لمنه ،دخوږو وږمو په موج دغوز دلويې لا ندې دپيې تيارى په غېږ کښې ديده اوله ځان او جها نه بې خبره دد. سپرږ مۍ دغر ونو اد ستورى دونو نه پناوو.چڼچڼې ،بلبلان او مرغان په خپلو څالوکښې آرام وو . او چڼ يې نه کاوه .
نيهه شپه دسپين غره له خوا ،سخته توره وريخ تالتده اوبرېښتا ،جکړ اوتوفان ،با د اوباران راغې باران دسيلاب غوندې راايله شوې وو زورور باد الوته دمرغانو چغار ،دجکړشغاراوداسمان ګړز او ګړوز له درانه خوبه را ويښ کړو .