څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
(( پختونستان کا مطالبه ))
دا کتاب په ١٣٤١ هـ ل کال کې د شانتى بُک کلب لخوا په غربي بنگال کې په اردو ژبه چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال شانتي رنجن بهتا چاريه دى . د کتاب په پيل کې د کتاب د ليکوال لخوا يوه سريزه وړاندې شوې ده .
ددې کتاب زياتره موضوعات په هند اوبنگال کې د پښتنو د حکومتونو په اړه دي . په دې سيمو کې
د پښتنو د حاکميت په وخت کې د کرنيزې ، صنعتي ، تجارتي او فرهنگي پرمختگونو په اړه هم مفصل او علمي معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب په وروستيو برخو کې
د پښتنو په سيمو کې د انگريزانو د پاليسې او قومې جنگونو په اړه څيړنه شوې ده . ددې شخړو د حل په اړه د باچا خان د هلو ځلو په اړه هم ښه موضوعات لري .
دا کتاب فهرست نلري ، د کتاب ځينې مهم سر ليکونه په لاندې ډول دي : په هندوستان کې د پښتنو حکومت ، په بنگال کې د پښتنو حکومت ، د علم او ادب په برخه کې پرمختگونه ، د انگريزانو سرحدي پاليسي ، سرحدي گاندهي خان عبدالغفار خان ، قومي شخړې او د پختونستان مطالبه .
ددې ارزښتمند تاريخي او سياسي کتاب په اړه زما وړانديز دادى چې دا کتاب په پښتو او دري ژبو وژباړل شي او د علمي او فرهنگي مرکزونو لخوا چاپ شي .