څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
د اجمل خټک ژوند ليک
کرونولوژي
د پښتو ادب ځلانده ستورى ارواښاد محمد اجمل خټک د حکمت خان خټک زوى د خټکو د مشهورې کورنۍ يعنى خوشحال خان خټک د کورنۍ سره تعلق لرى .
- په ١٩٢٥ز کال د اپريل په مياشت د پښتونخوا د اکوړه خټک په کلي کې زيږيدلي دى .
- په ١٩٣٤ز کال کې د پښتو ادبي جرگه نوښار کې ميا سيد رسول رسا ، سمندر خان سمندر ، محمد نواز خټک ، سيد انورالحق ، مولانا عبدالحنان حامى او عبدالخالق خليق جوړه کړه. دځوانۍ د وخت نه ښاغلي اجمل خټک ددې جرگى غړى و.
- په ١٩٣٦ز کال کې د اجمل خټک پلار حکمت خان وفات شو .
- په ١٩٣٧ز کال کې د دولسو کالو په عمر په شعر ويلو پيل وکړ او د خوشحال خان خټک د قبر په ليدو يې دا شعر ويلى وو :
قبــر د خوشحــال نيــکه پـه خاورو کې ورکيږي
خانان يې ټول نمسى دى په بنگلو کې اوسيږي
- اجمل خټک د خپلو ملگرو سره په ١٩٣٧ز کال د نوښار ادبي جرگه جوړه کړه چې د هغه وخت ډير تکړه شاعران او ليکوالان په کې راټول شول .
- د ١٩٣٨ز کال د اگست په ٢٠ مه نيټه کله چې د خوشحال خان خټک په مزار کې مشاعره شوې وه ، نو اجمل خټک په دې مشاعره کې شامل و .
- په ١٩٤٠ز کال کې کله چې اجمل خټک د ښوونځي شاگرد و د هغه نظمونه د خدايي خدمتگار تحريک په مشهوره رساله ((پښتون)) کې چاپيدل . ددې نه وروسته اجمل خټک د باچا خان د تحريک يو فعال غړى شو او د هغه په پتنگانو کې شامل شو او د باچا خان تر وفاته د هغه په کاروان کې د بې مثله قربانيو سره مخ په وړاندې روان و.
- په ١٩٤٣ز کال کې چې په اتم جومات کې يې درس وايه، په همدې مهال په يو ښوونځۍ کې د ښوونکى په توگه مقرر شو .
- په ١٩٤٤ او ١٩٤٥ز کلونو کې اجمل خټک د اکوړي په ميرو کې په نظمونو او غزلو سرو ، دغه دور کې يې درې قلمي مجموعې د غزلونو تيارې کړې وې ، چې ((ټکرې)) ، ((لمبې)) او ((لوخړې)) نوميدې ، خو هغه مجموعى ورکې دي .
- په ١٩٤٤ز کال کې اجمل خټک د ((غره چينه)) او ((د مينې دنيا)) غوندې معياري نظمونه د نولسو کالو په عمر کې ليکلي وو ، چې ١٩٤٨ز کال کې قاضي عبدالسلام صاحب په ((ادبي سوغات)) کې چاپ کړو .
- په ١٩٤٥ز کال کې د افغانستان د نامتو ليکوال او مورخ پوهاند عبدالحى حبيبي سره په سراى اکوړي کې ملاقات وکړو .
- په ١٩٤٧ز کال کې د پښتو ژبې مجلې ((عدل)) مدير شو او په اکوړي کې يې د بزم ادب بنياد کښيښود .
- د ١٩٤٨ز کال د اپريل په مياشت کې راډيو پاکستان پيښور مرکز کې د سکرپټ رائټر په عهده واخستلى شو چې پنځه کاله يې هم په دغه عهده کار وکړ او هم په دغه کال يې د بابړې د خونړۍ واقعې په حواله معلومات جمع کولو دپاره کلي په کلي دورې وکړې .
- په ١٩٤٩ز کال کې په اولسې ادبي جرگې په جوړولو کې لوى کردار ادا کړو او هم په دې کال ورسره د پيښور په ډين هوټل کې د تاجکستان مشهور شاعر ترسون زاده په مشرۍ د تاشکند او دوشنبى نه راغلو شاعرانو سره ملاقات و کړو ، او هغوي ته يې خپل مشهور نظم ((خيبر)) واورولو .
- د اجمل خټک د نثر ډيره غوره نمونه ((مسافر ته خطاب)) نوميږي چې د ليک په ډول ده . دا ليک اجمل خټک په ١٩٤٩ز کال کې ارواښاد عبدالروف بينوا ته ليکلى و. په دې ليک کې اجمل خټک د لرو پښتنو د محکوميت حالات بيانوي .
- د پښتو ادب تاريخ په اردو ژبه – په ١٩٥٠ز کال کې چاپ شوى دى .
- په ١٩٥٠ز کال کې د اجمل خټک او څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لومړنى ملا قات وشوو .
- اجمل خټک په ١٩٥١ز کال کې د کاکا جى صنوبر حسين سره د اولسي ادبي جرگې غړى شو . چې دغې جرگې د پښتو ادب په غوړيدو او وده کې تر بلې هرې جرگې زيات کار کړى دى .
- اوه ويشت کلن زلمى اجمل خټک چې په مردان کالج کې په ١٩٥٢ز کال کې د ((ويښ زلمى سندره)) ووې ، نو يو نيم کال پرې قيد کړى شو .
- په ١٩٥٢ز کال کې يې واده وکړ .
- د ١٩٥٣ز کال د اپريل په مياشت کې د ((پښتون ليگ)) جوړولو په الزام گرفتار شو. او د نوښار د پبو او نظام پور په حوالا تو کې څلور مياشتې بندى وو. د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې د پيښور هاى کوټ پر اجمل خټک باندې لگيدلي الزامونه رد کړل او با عزته رها کړو .
- د ١٩٥٤ز کال د جنوري په ٣٠مه نيټه د بند نه را خلاص شو ، څو ورځى پس بيا FcR د قانون لاندې ونيولى شو . دا يې درېيمه گرفتاري وه . په ٩ مى را خلاص شو ، او څو ورځې پس د ((انجام)) اخبار ايډيټر شو .
- په ١٩٥٦ز کال کې د مير مهدي شاه باچا سره په ملگرتيا کې نيشنل کنفرانس وکړ او په دغه کنفرانس، چې شاهي باغ کې شوى وو ، د ماسټر عبدالکريم ليکلې ډرامه ((کاروان روان دى)) د سټيج په سرو ښودل شوه . حکومت پرې پا بندې ولگوله ، په اجمل خټک سره د ملگرو مقدمه جوړه شوه او هم په دې کال د ((بلبل اکاډمي ډهاکه)) په بلنه دوي هلته، لاړل او په پښتون کلچر باندې يې وينا وکړو .
- په ١٩٥٧ز کال کې د ((انجام)) ورځپاڼي ايډيټر (مسئول مدير) وو .
- د ١٩٥٧ز کال دمى ، جون او جولاى په مياشتو کې بندى و .
- په ١٩٥٨ز کال کې د اجمل خټک د شعرونو لومړى مجموعه ((د غيرت چيغه)) په پيښور کې چاپ شوه .
- د اجمل خټک مشهور اثر ( دا زه پاگل وم ) په لومړى ځل په ١٩٥٨ز کال په ٢٦٠ مخونو کې د پيښور په منظور پريس کې چاپ شوى دى .
- په ١٩٥٩ز کال کې د ديره اسماعيل خان په تاريخى زندان کې بندى و .
- په ١٩٦٠ز کال کې د ((کچکول)) په نوم د اجمل خټک نثري اثر چاپ شو .
- په ١٩٦١ او ١٩٦٢ز کلونو کې د اجمل خټک ادبي روابط د هشنغر د ليکوالو سره پراخ شو .
- کله چې په ١٩٦٢ز کال کې د ښارواليو انتخابات کيدل نو د اکوړي رئيس هم په دغه ووټونو کې ځان کانديد کړ . اجمل خټک په دغه ووټونو کې ډاکتر شير بهادر ودراو او د هغه دپاره يې کمپاين پيل کړ .
- په ١٩٦٢ز کال کې د پښتو ټولنې لخوا ورته ((د غيرت چيغه)) نومي کتاب باندې لس زره افغانئ جايزه انعام ورکړى شوه ليکن اجمل خټک دا وانه خستو او ويې ويل چې ما دا کتاب د پيسو گټلو لپاره نه دى ليکلى، زه خو ددې مجموعې حقيقي تعبير غواړم .
- په ١٩٦٣ز کال کې عبدالرحمان پژواک چه د ملگرو ملتونو په موسسه کښې د افغانستان مشر استازى د اجمل خټک په د يو غزل پيروي وکړ او له نيويارک څخه يې کابل ته ولېږه ، دلته په کابل راډيو کې د هماغه غزل په طرح مشاعره وشوه . ددې مشاعري د شعرونو مجموعه د امان الله سيلاب صافى په اهتمام په همدې کال د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شو .
په هغه مهال ، اجمل خټک د پاکستان په يو زندان کښې بندي و ، د مشاعرې د يو برخه وال د شعر يو بيت :
اجمل گوزڼ وهلى دى په جېل د پاکستان کښې
تې جيغو د غيرت ته څه ځــواب لـــرې کــــــه نه ؟
- په ١٩٦٤ز کال کې د اجمل خټک د ((غيرت چيغه)) دوهم ځل لپاره په کابل کې چاپ شوه .
- په ١٩٦٦ز کال د اجمل خټک ژوند او فن کتاب په پيښور کې چاپ .
- په ١٩٦٦ز کال کې اجمل خټک د خوشحال خټک د تلين په مناسبت په هغه علمي او څيړنيز بين المللي سيمينار کې گډون وکړ چې د پښتو ټولنې لخوا په کابل کې جوړ شوى و . ددې سيمينار په ټولو غونډو کې د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان هم گډون کړى و .
- اجمل خټک په ١٩٦٦ز کال کې يې د ادبي او سياسي ملگرو شريک تنظيم ((اولسي ملگري)) جوړ کړ .
- په ١٩٦٦ز کال د دسمبر په لومړۍ ورځ د پښتونخوا په بخشالى کې يوه ډيره درنه مشاعره وه . ددې مشاعرې صدارت اجمل خټک کاوه .
- په همدى کال د ((شهباز)) اخبار ايډيټر شو ، چې تر ١٩٧٢ز کاله پورې په دې اخبار کې يې کار کاوه .
- په همدى کال د حکومت لخوا گرفتار او بندى کړى شو .
- په ١٩٧٠ز کال د انتخاباتو په مهال په خيرآباد کې د ((نشنل عوامي پارټۍ)) په استازيتوب اجمل خټک په ډير جوش او ښکلي انداز تقرير وکړو ، او د خبرو په پيل کې دا شعر وويل :
وايه تيار خوره د ملتان جيل دې ليدلى دى ؟
دا اجمل خټک دى چې د دار سرته ختـلى دى
- د ١٩٧٠ز کال انتخابات په ملک کې الني انتخابات وو . په دې انتخاباتو کې د ضلع نوښار نه نيشنل عوامي پارټۍ داړخه اجمل خټک ته د قومي اسمبلۍ دپاره ټکټ ورکړى شو .
- په ١٩٧٢ز کال کې د ذوالفقار على بوټو سره يو ځاى په دولتي هيئت کې د چين په دوره ولاړ.
- په ١٩٧٣ز کال کې د پنډۍ د خونړۍ پيښې په وجه کابل ته لاړو .
- د ١٩٧٣ز نه تر ١٩٨٨ز کاله پورې اجمل خټک په افغانستان کې و ، په همدې مهال د افغانستان نه روسيې ، جرمنې ، چکسلواکيا او هند ته سفرونه وکړل .
- ژوند او خوند – د اجمل خټک يو بله وړه شعري مجموعه ده چې د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او فرهنگي چارو رياست لخوا په ١٩٧٧ز کال کې چاپ شوى دى .
- د وخت چغه – د اجمل خټک د شعرونو مجموعه په ١٩٧٧ز کال کې چاپ شوى دى .
- د ١٩٨٠ز کال د دسمبر په مياشت کې د علاج لپاره چکسلواکيا ته سفر وکړ .
- په ١٩٨٣ز کال کې د اجمل خټک شعرى مجموعه د ((گلونه تکلونه)) په نوم چاپ شو . ددې مجموعې زياتره شعرونه په چکوسلواکيا او مسکو کښې ليکل شوي دي .
- په ١٩٨٤ز کال کې د اجمل خټک شعرى مجموعه ((د غيرت چيغه)) د دوهم ځل لپاره په کابل کې چاپ شوه .
- په ١٩٨٥ز کال د اجمل خټک شعرى مجموعه د ((گل پرهر)) په نوم د قومونو او قبايلو وزارت لخوا چاپ شوه .
- گل پرهر – د اجمل خټک شعرى مجموعه په ١٩٨٥ز کال کې د قومونو او قبايلو وزارت لخوا چاپ شوه .
- په ١٩٨٥ز کال په کابل کې د اجمل خټک د زوکړې شپيتمه کاليزه د يو سيمينار په ترڅ ونمانځل شو .
- په ١٩٨٥ز کال کې د اجمل خټک ((دا زه پاگل وم ؟)) د دوهم ځل لپاره د قبايلو او قومونو وزارت لخوا په ١٤٨ مخونو کې چاپ شو .
- په ١٩٨٧ز کال د اکتوبر په مياشت په کابل کې د حسن ناصر شهيد ورځ نمانځل کيده ، اجمل خټک ددې غونډې صدارت وکړه .
- د اجمل خټک ((ژوند او خوند)) شعري مجموعه د لوړو زده کړو د وزارت لخوا په ١٩٨٧ هـ ل کال کې چاپ شو .
- د ١٩٨٩ز کال د جنوري په ٢٧ اجمل خټک د خپلې اوږدې جلا وطنۍ نه پس خپل کور کلى ته ستون شو .
- په ١٩٩٠ز کال کې د مضامينو، کالمونو مجموعه د ((کچکول)) په نوم چاپ شوه. او هم په دې کال د ماسټر خانگل په اخبار ((بانگ حرم)) کې مدير شو .
- په ١٩٩٠ز کال کې په عام انتخاباتو کې د خپلې حلقې نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ (اولسي جرگې) ممبر شو او هم ددې کال د جنورۍ په ١٩ مه نيټه د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزى صدر هم وټاکلى شو .
- په ١٩٩٢ز کال د حج د فريضي د ادا کولو لپاره عربستان ته سفر وکړو.
- په ١٩٩٣ز کال کې د پاکستان د سنا مجلس غړى شو .
- د اجمل خټک د زوکړې او يايمه کاليزه په ١٩٩٥ز کال کې اکوړه خټک د خوشحال بابا هال کې د اکوړه خټک کړيو جوړ کړى و .
- په ١٩٩٦ز کال په کابل کې د اجمل خټک او عبدالغنى خان غنى د ژوند ، شخصيت او شاعرۍ په اړه علمي تحقيقى سيمينار جوړ شوو .
- په ١٩٩٧ز کال کې د ((افغانى ننگ)) په نوم د اجمل خټک يو شمير ادبي کيسي د يونيورسټى بک ايجنسى لخوا چاپ شو .
- د ١٩٩٨ز کال د اکتوبر په دريمه نيټه يې د پاکستان د وړو صوبو او محکوم قومونو يو تنظيم جوړ کړ .
- په ١٩٩٩ز کال کې اجمل خټک سره پرويز مشرف ملاقات وکړ . د اقتدار حاصلولو نه پس اجمل خټک لومړى سياستدان وو چې پرويز مشرف ورسره ملاقات وکړو . د دغه ملاقات وروسته د اجمل خټک او د عوامې نشنل پارټۍ د اختلافاتو باعث وگرځېد .
- (٢٠/٥/٢٠٠٠) کښې د عوامي نيشنل پارټۍ نه د اجمل خټک ويستل : په شلم مى دوه زرم ميلادى کال کې د اسفند يارولي خان له خوا د اجمل خټک درکنيت معطل کولو اعلان وشو او دوي زياته کړه چې اجمل خټک به د پارټۍ خلاف ورزي کوله ،
- د ٢٠٠٠ز کال په اگست کې اجمل خټک د نيشنل عوامي پارټي پاکستان په نوم د يو نوي ګوند اعلان وکړ . د همدې کال د اگست ٢٢نه تر ٢٤ مې نيټې ددې پارټۍ مرکزي تاسيسي کنونشن پيښور ناصر پور کې وشو او دوي ددې مرکزى صدر او عبداللطيف افريدى مرکزى سکرتر شو .
- د ٢٠٠٢ز کال د عام انتخاباتو د نتيجې نه پس چې د قوم پرست گوندونو صفايا پکې وشوه . د ولي خان سره د ملاقات دپاره ولى باغ ته لاړو او دا تگ د اختلافاتو د ختميدو باعث وگرځيد.
- د ٢٠٠٣ز کال د مى په ٣ مه نيټه نيشنل عوامي پارټۍ پاکستان په نيشنل عوامي پارټۍ د ضم کولو اعلان په اکوړي کې اجمل خټک پخپله حجره کې هغه وخت وکړ چې اسفندر يار ولى خان ، ميرمن نسيم ولى او د پارټۍ نورگڼ مشران ورته په جرگه راغلل د دغه نه پس دوي په يو دروند جلوس کې ولى باغ ته لاړل . د ولى خان سره يې يو ځاى پريس کانفرانس کې با ضابطه طور د ضم کولو اعلان وکړ .
- د ٢٠٠٥ز کال د مارچ په ١٢مه نيټه په پيښور کې د افغانستان قونسل ښاغلى عبدالخالق فراهي په لاس اجمل خټک ته د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزى ليک سره د گلونو د گلدستې اکوړي ته راوړو .
- د ٢٠٠٥ز کال د اگست د مياشتي پر اوومه نيټه د پښتو ادبي غورځنگ له پلوه په کوټه کې د پښتو ژبي د ښاغلي اجمل خټک په وياړ يوه ورځنۍ څيړنغونډه وشوه .
- د اجمل خټک افتوبيوگرافي (قصه ، زما د ادبي ژوند - اوله حصه) په ٢٠٠٥ز کال کې چاپ شوه .
- د ٢٠٠٦ز کال د اپريل د مياشتې په ١٩-٢٠ مه نيټه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د اجمل خټک د اتيايمې کليزې په وياړ علمي – څيړنيز سيمينار جوړ شو .
- په ٢٠٠٦ز کال کې د اجمل خټک د شعرونو مجموعه (( د ژوند چيغه )) په پيښور کې چاپ شو .
- د اجمل خټک د زوکړې د اتيايمې کاليزى په مناسبت په ٢٠٠٦ز کال په کابل دوه ورځنى علمي سيمينار جوړ شو . دا سيمينار د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا جوړ شوي وو . ددې سيمينار لپاره ، د تاشکند د ((دانشمند ډاکټر عارف عثمان څېړنيز اثر (حاسه ويونکى مبارز شاعر- اجمل خټک) تر عنوان لاندې ، د څېړنپوه استاد بختانى خدمتگار په زيار چاپ شو .
- د ٢٠٠٨ز کال د اگست په مياشت کې د يونيورسټي بک – ايجنسى لخوا د اجمل خټک شعرى مجموعه ((د سپين غر د سره)) په نوم په پيښور کې چاپ شو.
_ اجمل خټک د ٢٠١٠ز کال د فبرورى په داوومه نيټه د پښتو نخوا په اکوړه خټک کې وفات شو .
_ د ٢٠١٠ ز کال د مارچ په ١٤مه نيټه په کابل کې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزارت لخوا د اجمل خټک څلويښتي د يوې غونډې په ترڅ کښې ونماځل شوه .
_ د ٢٠١٠ ز کال د مارچ د مياشتې په ٢١ مه نيټه د نشنل عوامې پارټي لخوا په اکوړه خټک کې د اجمل خټک څلويښتي د يوې غونډې په ترڅ ونماځل شو .
_ د اجمل خټک د وفات د لومړۍ تلين په مناسب د ٢٠١١ زکال د جنورى په ٣٠مه نيټه په اکوړه خټک کې يوه ادبي غونډه او مشاعره وشوه .
_ د اجمل خټک د وفات د لومړى تلين په مناسبټ د ٢٠١١ز کال د مارچ په ١٩مه نيټه په کابل کې د سردحدونو او قبايلو چارو وزارت لخوا يو علمي _ تحقيقى سيمينار جوړ شو .
منابع او ماءخذونه
١- بينوا، عبدالروف، اوسنۍ ليکوال، لومړى ټوک، کابل ، ١٣٤٠ هـ ش ، (١، ٢، ٣ مخونه ) .
٢- عثمان ، عارف، حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک ، د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار په زيار ، د لوړو زده کړو وزارت ، ١٣٨٤ هـ ل ، (١٢ مخ) .
٣- خټک، اجمل، د ژوند چيغه، پيښور، ٢٠٠٦ز کال .
٤- خټک، اجمل، ژوند او خوند، کابل، د لوړو زده کړو وزارت، ١٩٨٧ز کال .
٥- خټک، اجمل، گلونه تکلونه، دولتي مطبعه ، ١٩٨٣ز کال ، (لومړى مخ) .
٦- ساحل، محمد يوسف، انقلابى او مبارز شاعر، د مقالو ټولگه، پښتو ادبي غورځنگ ، کوټه، ٢٠٠٦ز کال .
٧- خټک، اجمل، گل پرهر، د قومونو او قبايلو چارو وزارت، ١٩٨٥ز کال .
٨- خټک، اجمل، د سپين غر د سره ، يونيورسټي بک – ايجنسى ، پيښور، ٢٠٠٨ز کال .
٩- خټک، اجمل ، افغاني ننگ، يونيورسټى يک ايجنسى ، پيښور ١٩٩٧ز کال .
١٠- رضا، پروفيسر افضل ، ښاغلى اجمل او پښتو غزل ، د مقالو مجموعه ، مرکزي خوشحال ادبي او ثقافتى جرگه ، پيښور، ١٩٩٧ز کال .
١١- خټک ، مثل خان راهي ، اجمل خټک ، ژوند او فن ، مرکزي خوشحال ادبي او ثقافتي جرگه ، لاهور ، ١٩٩٧ز کال .
١٢- خليل ، هميش ، پښتانه ليکوال ، اول ټوک ، پيښور ، ١٩٥٨ز کال .
١٣- خټک ، هارون الرشيد، بابا اجمل خټک د ادب جمال او د سياست جلال ، پيښور ، ٢٠٠٦ز کال .
١٤- د اجمل خټک ياد، د مقالو مجموعه ، د لوړو زده کړو وزارت ، ١٣٨٦هـ ل، کال .
١٥- بختانى خدمتگار ، پروفيسور عبدالله ، رنگين غوندې عذاب د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، کابل ، ١٣٨٨ هـ ل کال او دوهم چاپ – ١٣٨٩ هـ ل کال – يونيورسټي بک ايجنسى پيښور .
١٦- بختانى خدمتگار – پروفيسور عبدالله – خوشحال خان او يو څو فرهنگيالى خټک.
١٧- د غني او اجمل ياد .