څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د پــښـتـونـستان د ستر مشر
خان عبدالغفار خان وينا وې
دا کتاب د١٩٧١ ز کال د ستمبر په ٢٩ مه نيټه چاپ شوى دى . دا کتاب د پاچا خان د وينا وو مجموعه ده . په دې کوچنۍ مجموعه کې د باچا خان يوه وينا او دوه پيغامونه شامل دي . کتاب د باچا خان په هغه وينا باندې پيل کيږي ، چې په ١٣٥٠هـ ل کال د پښتونستان د ورځې په مناسبت يې کړې وه . ددې وينا نه وروسته د باچا خان يو پيغام چاپ شوى دى . دا پيغام په ١٩٧١ز کال کې د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه دى . ددې پيغام نه وروسته يو بل پيغام چې د بنگله ديش د سياسي حالاتو په اړه دى ، چاپ شوى . په دې برخه کې ددې کتاب نه د پاچا خان د وينا څو کرښې را نقلوم . (( نن ورځ چې زه دنيا ته گورم او د دنيا هغو مهذبو قومونو ته گورم چې د آزادۍ او ډيموکراسۍ د عويدار دي ، ناست دي او په بنگال کې ددې نسل کشۍ تماشا کوي او هيڅ رحم يې پرې نه راځي ، رحم خو پريږده ، چې نکسن صاحب خو پکې چمچې وهي ، يو . اين ( ملل متحد ) چوپ ده او د اسلامي حکومتونو سکرتريت هم سترګې پټي کړي او غوږونه يې کاڼه کړي دي . دوى دې ته نه گوري چې اسلام په مونږ څه فرض کړى دى ؟ ))