څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د خان عبدالغفار خان د وينا پښتو
او دري متن
دا کوچنۍ رساله په ١٣٤٦هـ ل کال کې د مياخان اپريدي په اهتمام د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . په دې رساله کې د باچا خان هغه وينا چاپ شوې ، چې
د ١٣٤٦ هـ کال د سنبلې په نهمه د پښتونستان د ورځې په مناسبت يې کړې وه . دا تاريخي وينا يو ځاى په پښتو او دري ژبو چاپ شوى دى . په دې برخه کې ددې وينا يو څو کرښې د بيلگې په ډول وړاندې کوم : (( زه تاسو ته اوس يوه بله خبره کوم_ او هغه دا چې تاسو دنيا ته وگورئ _ د دنيا قومونه مخ په پورته ځې او مونږ په ښکته روان يو ، د دنيا قومونه آسمان ته ورسيدل او مونږ په ځمکه پاتي شو ، په دې غور وکړئ ، چې ددې سبب څه دى ؟ دا ولې مونږ قوم نه يو ؟ د هر چانه زور آور او ښه قوم يو ، زمونږ ملک نشته ؟ ملک موشته ، او خداى مونږ له د نعمتونو او دولتونو نه ډک ملک راکړى نو دا بيا ولې مونږ د دنيا د ټولو قومونو نه روستو پاتې شو او د جوار و په ډوډى ماړه نه شو ؟ )) .