څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

د باچا خان اندونو او مبارزو ته لنډه کتنه

          ددې کتاب ليکوال محمد اقبال وزيري دى . دا کتاب په پيښور کې د (( پښتو نخوا د پوهنې ديره )) لخوا په ١٣٨٨ هـ ل کال په دانش مطبعه کې په ١٣٦ مخونو کې چاپ شوى دى .       
   د کتاب په پيل کې د (( يادونه ))  تر سر ليک لاندې د محمد اقبال وزيري لخوا د کتاب د چاپ په اړه يوه ليکنه وړاندې شوى ده . بيا د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ لخوا (( د لوى مصلح باچا خان په ياد )) تر عنوان لاندې  ددې اثر په اړه يو تقريظ ليکل شوى دى . ددې تقريظ په يوه برخه کې داسي ليکل شوى دى (( ددغه اثر اصلي موضوع عبدالغفار خان مشهور په باچا خان دى . يوازې د هغه بيوگرافي هم نه ده . د هغه فکرونه او د خپلواکۍ په لاره کې د هغه مبارزې هم پکې بيان شوې دي . خو څرنگه چې باچا خان اته نوي کاله ژوند کړى او خپل دغه اوږده ژوند يې د خپل وجدان په حکم په اصولي ډول او تقوا سره کړى ، په دغه مقصد چې خلکو ته خدمت وکړې او په دغې لار کې يې اول د هند له انگريزې حکومت او بيا
د پاکستان په برابر کې مبارزې کړې او کلونه کلونه يې په بند کې تير کړي د هغه د ژوند بيان چې يو ډير مهم کار دى ، اسان نه دى . دا چې وزيرې په دې اړه دغه څيړنيز او د اعتبار وړ اثر کښلى ، دا په خپل ذات کې يو مهم کار دى ))

          دا يو علمي او څيړنيز اثر دى چې په پنځو فصلونو باندې ويشل شوى دى ، چې ددې فصلونو سر ليکونه په لاندې ډول دي : باچا خان او د هغه اندونه ، باچا خان او د هند نيمه وچه ، باچا خان او پاکستان ، باچا خان او پښتونستان ، باچا خان او افغانستان . د کتاب په پاى کې پايليک او د ماخذونو لست وړاندې شوى او بيا د باچا خان دوه تاريخي ليکونه چې يو ببرک کارمل ته او بل نور محمد ترکي ته ليکل شوې  هم چاپ شوې دي . نور محمد تره کي ته د باچا خان د خط په يوه برخه کې داسې ليکل شوي دي : (( ته هم داد خپلې پارټۍ ليډ ران او د حکومت لوى ذمه وار کسان ځان له وغواړه ، هغوى ځان سره کينوه او ورته ووايه چې پام چې داسې بد کارونه ، ظلمونه او ناروا ونه کړئ چې سبا به هم تاسې پيښمانه يي او هم به خلک بيرته د باد شاهانو او شاهى نظام په ارمان شي . .. ))