څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار

 

زما ژوند او جدوجهد

( لومړى چاپ )  

          دا کتاب د خان عبدالغفار خان لخوا ليکل شوى ، او په ١٣٦٢هـ ل کال د کابل په دولتي مطبعه کې په ٧٤٢مخونو کې په لومړى ځل چاپ شوى دى . په دې کتاب کې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزو په اړه مفصل او مستند معلومات وړاندې شوي دي . دا کتاب د خان عبدالغفار خان د ژوند په مهال کې ددې سيمى يو ډير باارزښت او معتبر تاريخي لومړى لاس  ماخذ دى .

          د کتاب په پاى کې د خان عبدالغفار خان لخوا ددې

کتاب په اړه  لاندې يادښت ليکل شوى دى : (( مانه غوښتل چه زه خپله بيوگرافي وليکم ، ځکه چې زه دويلو او ليکلو نه زيات د کار او عمل ملگرى يم . مگر اجمل خټک ، فضل الرحيم ساقي ، عبدالله بختانى خدمتگار ، صديق الله رښتين او فقير محمد بايزي څوځله راته وويل چې دا يو ضروري خبره ده او زه يې بايد وليکم . ځکه نو د هغو يا داښتونو له مخه چې ما سره وو او د خپل يادښت نه ما دا کتاب وليکلو .

          ددې کتاب د ليکلو په وخت ، د هغه په تنظيمولو او چاپ ته د تيارولو په چارو کې هم دې ذکر شوو کسانو ما سره کومک وکړو . نو ځکه زه ددوى نه شکر گذار يم او د قوم او وطن په خدمت کې ورته توفيق غواړم .

(( عبدالغفار ))

          ددې کتاب په يوه برخه ، چې د هندوستان په آزادى کې د پښتنو د فعالې ونډې اختسو او د پښتنو په مقابل کې د کانگرس گوند د غړو د بې وفايئ په اړه ليکل شوې ده ، څاټکي  را نقلوم : (( کانگرس خو د پيرنگيانو سره د شپيتو کالو را ايسې د آزادۍ اخيستلو لپاره په جدوجهد لگيا و ، خو انگريزانو ورته پوره آزادي څه چې نيمگړې آزادي هم نه ورکوله ، ځکه چې پښتانه ورسره په دغه جنگ کې ملگري شول او پښتنو په قصه خوانۍ ، ټکر ، اتمانزو ، کوهاټ ، هاتي خيلو او ميروس کې قربانئ ورکړې او دغه شان زمونږ
د قبايلي علاقى غيرتى پښتنو دې پښتنو سره د هندوستان
د آزادۍ په لاره کې غزا گانې وکړې . د انگريزانو توپونو او ټانکونو ته يي خپلې سينې ډال کړې او ددوى مخې ته لکه غر ودريدل . نو  انگريزانو هله د هندوستان آزادۍ ته غاړه کښيښوده . مونږ د کانگرس سره په دې وعده د آزادۍ په جنگ کې ملگري شوي وو، چې وطن  به په گډه آزادوو او  د پر دى غلامۍ نه به ځانونه خلاصوو . مگر چې وخت راغى نو بيا مونږ سره د شوو وعدو هيڅ خيال ونه ساتلى شو ، زمونږ نه زمونږ د مستقبل په هکله هيڅ پوښتنه ونه شوه ، بلکې د پاکستان او هندوستان د يو ځاى کيدو ريفرنډم را باندې په زور را وتپلى شو او زمونږ په سر دغه لويه سودا وشوه . قربانۍ مونږ وکړې ، وينې زمونږ تويې شوې ، مالونه ، جايدادونه زمونږ تباه شول او  گټه يي نوروته ورسيده )) .