څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار
زما ژوند او مبارزه
(( زما ژوند او مبارزه )) دخان عبدالغفار خان اټو بيوگرافي ده ، چې په ١٣٥٣ هـ ل کال کې د افغاسنتان
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د تقويي او انکشاف د آمريت لخوا په (( ٢٢٠ )) مخونو د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوي ده .
دا کتاب دک.ب ((نارنگ )) لخوا ترتيب شوى دى او بيا د انجنير غلام محمد لخوا په پښتو ژبه ژباړل شوى دى . دا کتاب سريزه او تقريظ نلري . د فهرست نه وروسته د کتاب محتويات پيليږي . د کتاب ټول محتويات
د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزې پورې اړه لري چې
د خان عبدالغفار خان د کوچينوالي څخه پيل کيږي او
د هندوستان تر ويش پوري دوام کوي . ددې کتاب لومړنۍ عنوان (( زما کوچنيواله )) او وروستنى عنوانونه
(( د هندوستان ويش )) ، (( آيا آزادي داسې وي ؟ )) او آيا مونږ خپل اعتبار خوړلى دى )) دي .
د کتاب شپږم عنوان (( مايوسي ، مصروفيتونه او بندينخانې )) دى ، چې ددې عنوان ځينې برخې دبيلگې په توگه وړاندې کيږي : (( د ١٩١٥م کال د نړۍ له لومړۍ جگړې وروسته په هندوستان کې و با( لوي مرض ) گډ شو . زما د زامنو مور هم په دې ناروغۍ کې مړه شوه . د هغې مړينه عجيبه غوندې پيښه وه . هغه بالکل روغه جوړه وه ، مگر زما زوى غني لويي تبې ونيو او سخت ناروغ شو . دې بې هو ښه و او مونږ يې د رغيدو نه لاسونه ومينځل . د ماښام د لمانځۀ وخت و او زه په مصلا (جاى نماز) باندې ناست وم . لمونځ مې وکړ او د عامې کوله . زوى مې زما مخې ته په کټ کې پروت و . مور يې کوټې ته راغله او له کټ نه گردې گوښه
( چاپيره ) وگرځيده . له دې نه وروسته بيا نو د کټ سر ته ودريده . څنگه چې اوښکې يې په گريوان را توئيدلي ،
د خداې دربار ته يې لاسونه پورته کړل : (( خدايه ! دا ناروغي له دې بې گناه ماشوم څخه لري کړې او په مايې کيدي ! اې ربه ! دې جوړ کړې ، پريږده چې پر ځاي يې زه پريوزم . ))
سهار دغني ناروغي ورورو په ښه کيدو شوه ، مگر مور يې ناروغه شوه . کله چې غني پوره روغ جوړ شو ، مور يى له دنيا سترگي پټي کړي .
په ١٩١٨ م کال کې د نړۍ لومړۍ جگړه پاى ته ورسيده ، هر چا د آرامى ساو کښله ، مگر زمونږ پرابلمونه لا پاى ته
نه وو رسيدلي )) .