څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار
Thrown to the wolves
Abdul Ghaffar
عبدالغفار ليوانو ته واچول شو
دا کتاب په ١٩٦٦ز ( ١٣٤٥ هـ ل ) کال د هند د کلکتې په ښار کې د ( Eastlight book hous ) لخوا په انگريزۍ ژبه په ١٦٩ مخونو کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال د هند نامتو مورخ او ليکوال ښاغلى پيارى لا ل دى . په پيل کې ددې کتاب په اړه د هند د جمهور رئيس
د مرستيال ډاکتر ذاکر حسين لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . په دې ځاى کې ددې تقريظ يوه برخه وړاندې کوم : (( خلک ددې نه پيژندل کيږي چې څرنگه دوى د خپلو اتلانو نمانځنه کوي . خان عبدالغفار خان د هغو آزادۍ غوښتونکو اتلانو څخه و چې دواړه ( هند او پاکستان ) دده د کوښښونو او هلو ځلو پور وړي دي . نړۍ نن په جنگونو کې راګيره ده . د نفرت وريځې او تشدد هرى خواته زيات دى . د اټومې بربادۍ يو بديل عدم تشدد دى . په دې اړه د خان عبدالغفار خان بيلگه چې په دې کتاب کې وړاندې شوې ده . ډيره مهمه ده )) .
دډاکتر ذاکر حسين د تقريظ نه وروسته د کتاب
د ليکوال ښاغلي پياري لا ل لخوا ددې کتاب د محتوياتو او نورو موضوعاتو په اړه سريزه چاپ شوې ده . په دې برخه کې ددې سريزې يو پاراگراف وړاندې کيږى : (( د ١٩٦٥ ز کال په جولاى کې نولس کاله وروسته ، چې ما په وروستي ځل د خان عبدالغفار سره وليدل او د آزادۍ نه اتلس کاله وروسته چې
د خپل عمر پنځلس کاله په زندان کې تير کړى و ، ماته دا موقع بيا په لاس راغله چې په کابل کې بيا له ده سره ووينم ، چې مونږ دواړه حتى ددې فکر هم نه کاوه ، په دې کتاب کې دده د ژوند او لاس ته راوړنو ، اود گاندهي صاحب د نظرياتو سره د هغه د ملاتړ په اړه پر موضوعاتو باندې څيړنه شوې ده . ))
ددې سريزې نه وروسته د کتاب اصلي موضوعات پيل کيږي دا کتاب څلور فصلونه لري . په دې برخه کې د څلورو فصلونو سر ليکونه وړاندې کيږي : ١. د سرحد د گاندهي در د ناکه قصه ، ٢. د مهاتماگاندهي په سيوري کې ، ٣. د گاندهي صاحب نه وروسته ، ٤.نولس کاله وروسته .
ددې کتاب په اړه زما وړانديز دادى چې دا کتاب
د افغانستان د علومو اکاډمۍ او يا نورو علمي او فرهنگي ادارو لخوا په پښتو او دري ژبو وژباړل شي او بيا چاپ شي .