څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار
باچا خان او خدائي خدمتگاري
( لومړى ټو ک )
(( باچا خان او خدائي خدمتگار )) د خان عبدالولي خان تاليف دى ، چې په درې ټوکونو په پيښور کې په ١٩٩٣ ز کال کې چاپ شوى دى . په دي کتاب کې نه يوازي د باچا خان د ژوند او مبارزي اوخدائي خدمتگارئ د تاريخ په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شوي دي ، بلکې ددې سيمې د نورو تاريخي او سياسي جرياناتو په اړه هم معلومات وړاندى شوي دي . ددې کتاب هر ټوک جلا جلا عنوانونه او موضوعات لري ، نو په همدې وجه زه غواړم ، چې هر ټوک جلا جلا معرفي کړم .
ددې کتاب لومړى ټوک چې (( ٥٦٦)) مخونه لري ، د ارواښاد مخفي صاحب په دې شعر باندې پيل کيږي :
کــشــمـير نـه تـر هـرات هـورې
بـــلوچســــتـان نـــــه تــــر دورې
دا ټول پښتون دي هر چيرې
څه رنــگــــې روت زرې زرې
د يو وجود پــشــانــې کــــــړې
يـــا خــــدايـــــــه ! دا ذره ذره
لــويــو تــــپــــود پــښـــــتـــنـــــو
په غره په ســـم پـــرتـــو درنـــــو
نــمــســو د لــــويـــو پــــر گــنــو
راځئ چې يـــو شـــو لــيــونـــو
يا خدايه ! ورانــــــه کــــــــــړې
سپيره بيلتون لـــــره ديــــــره
(( ارواښاد مخنفي ))
ددې شعر نه وروسته د موضوعاتو فهرست پيليږي . چې (( ٩٢ )) بيلابيل عنوانونه لري . لومړي عنوان يي پيش لفظ ( سريزه ) ده ، د لومړي ټوک ځينې مهم عنوانونه په لاندې ډول دي : (( د يورپ اولنى عالمي جنگ )) ، (( انجمن اصلاح الافاغنه )) ، (( اصلاحي پروگرام )) ، (( مورنۍ ژبه کې تعليم )) ،
(( د يورپ دويم جنگ )) ، (( د پيرنگي پاکستان )) ، (( زما راتلل سياست ته )) . وروستى عنوان يي
(( د شاه شجاع ، رنجيت سنگهـ او انگريز درې فريقي معاهده )) ده .
ددې کتاب د لومړي ټوک پيش لفظ ( سريزه ) د کتاب د ليکوال ( خان عبدالولي خان ) لخوا ليکل شوى دى . په دې ځاى کې ددې سريزې يوه برخه وړاندې کوم : (( څه وخت پس بيا زمونږ د جماعت نيشنل عوامۍ پارټۍ په خلاف د پاکستان په سپريم کوټ ، راولپنډۍ کې ريفرنس شروع شو . چې د هغې دپاره زما تبادله د سا هيوال جيل نه راولپنډۍ جيل ته وشوله او زه يي د نورو ملگرو سره په سهاله ريسټ هاوس کې وساتلم . هلته دا کار وشو . چې
يو څو کتابونه ماله په گوتو راغلل ، چې د هغې په وجه ما هم ددغه محدودو دوو دريو کتابونو نه خپلې حوالې ورکړې .
هر څو که ددې تاريخي کتاب د لومړي ټوک رغونه او ترتيب يو سخت کار و . خو هغه زما کشر مرتضى شاهين په خير او خوبۍ سره سرته ورسولو بيا هم که څه خطي خامې پکې وي ، نو په بل چاپ کې به ترينه وويستى شي . انشا ء الله چې د باچا خان او خدايي خدمتگارى دويم ټوک زر چاپ کړي شي .
د کتاب د لومړي ټوک په عنوانونو کې يو عنوان د هجرت په نوم بر دى ، چې ددې عنوان د محتوياتو نه څو کرښې دلته وړاندي کوم : (( د امير امان الله خان د کاميابۍ نه يوازې په افغانستان د ننه ښه اثر پريوت ، بلکې قبايل او راديخوا پښتنو باندې ئي هم ډير ښه اثر وشو . او هندوستان هم وکتل ، چې يووارې بيا وړوکى او ټوټې ټوټې افغانستان جابر او طاقت ور پيرنگي له شکست ورکړلو . د هندوستان د مسلمانانو تر اوسه پورې مخه ترکو او هلته خليفة المسلمين ته وه . خو په جنگ عظيم کې هغه هر څه تس نس شو او خلافت هم ختم شو نو هغوى خپله مخه د يخوا دې بل گاونډي مسلمان ته کړله . يو تحريک روان شو ، چې مسلمان ملک افغانستان ته هجرت وکړى شي . او چې څنگه د مسلمانانو طريقه ده . هغوي پخپلو جذباتي تحريکونو ځان داسې ور واچوي ، چې بيا د عاقبت سوچ نه کوي . دې تحريک هم ملک په مخه واخستو . نر هغه دى چې هر څه جايداد ليلاموي او کابل ته مخه کوي ، دانه چې په ډلو ډلو ، نه ،په قافلو قافلو يو بهير وچې په برر روان شو . دلته هم ورسره دې پښتنو کډي وتړلې ، او يو سيلاب په افغانستان کې ور خلاص شو . دا فکر چانه کولو چې مونږ څه غرض له ځو ؟ دا سوچ نه و ، چې دا دومره خلک هلته لاړ شي ، دوى به سمباليږي کوم ځاي ؟ خو نر هغه و ، چې ځمکه او جايداد يي دا وبو په بيعه خرڅ کړل او غوايان او گاډي واخست او په کډه را روان شو . حقيقت دادى چې د افغانستان حکومت او اولس ددې مهاجرو وروڼو انتهائي ډير خدمت وکړو )) .