څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار
د جلال الدين اکبر سره
درا جپوتوجگړې
کله چې همايون مړ شود هغه په ځاى دهغه زوى جلال الدين اکبر په ١٥٥٦ م کال کې پاچا شو . په دې وخت کې هغه د يارلس کلن و . ددې لپاره چې هغه يو ماشوم حکمران و نو تر ډيرې مودې پورې بيربل خان د نائب السلطنه په حيث د دولت اکثر کارونه سرته رسول . په ١٥٦٠ م کال کې بيربل خان ووژل شواوتر يوې مودې پورې په گورگاني دربار کې از بکانو حاکم و . هغه وخت چې جلال الدين ځوان شو ، ټول واک يې په خپل لاس کې واخستله تر دغه مودې پورې د هندوستان ډيرې سيمې ددوې تر کنترول لاندې نه وې . کله چې هغه په مکمله توگه واک تر لاسه کړه ، پر يکړه يې وکړه ،چې په ټول هندوستان کې بايد حاکميت تر لاسه کړي ، نو په لومړى ځل د راچپوتوسکانودلاندې کولو لپاره يې ملا وتړله . د جلال الدين اکبر سره د راجپوتو سکانو د جگړوپه اړه په (( تاريخ هنددر قرون وسطى)) کې داسې راغلي دي : (( . . .هغه ډير ژر وپوهيد ، چې هندوستان د هندوانو او مسلمانانو په مشتر که ملاتړ سره کولى شى ،چې اداره کـــــــړي .
د هغه لومړنى کار د راجپوتو جنگيالو د ملاتړ جلبول وو. د هغوى سره موافقې ته ورسيدل اوقرار داد يې لاسليک کړاودغه کار يې د خپلوۍ په اړيکو سره زيات ټينگ کړ. د راجپوتو سپاره نظام د مان سنگ په مشرۍ د گورگانيانو په لښکر کې داخل شو. مان سنگ يو زړه ور او جنگيالي قوماندان ، . د راجپوتو او مسلمان امپراتور دغه يووالى اوملگرتيا د متعصبو راجپوتانو د غصې سبب وگرځيده اوويې ويلې، چې دغه ټيټ کار يې هندوانوپخپله په خپل ځان باندې کړى دى .
اکبر د خپلو راجپوتو ملگرو په مرسته د راجپوتو ياغي دولتونه تابع کړل،اوپه ٩٧٦ هـ ق _ ١٥٦٧ م کال کې (( چيتور )) يې تر لاسه کړه . (( راتبور )) اود راجپوتو پراخه سيمه تر يوکال پورې فتح شو . يوازې پر تاپ سنگ را جا د (( ميوار )) غرونو ته وتښتيدل او له هغه ځايه څخه تر پنځويشتوکالو پورې د اکبر سره جنگيدلي .
آصف خان _ د اکبر جنرال د (( گندوانه)) پراخه سيمه ونيوله . په هغه ځاى کې يوه راني مشهور په (( دورگه وتي ( Durgavati ) حکومت کاوه . دغه شهزادگۍ ميرمن په بريالۍ توگه وجنگيدله اود ماتې څخه وروسته دچاقو په گوزار سره يې خپل ژوند پاى ته ورسولو . آصف خان د پراخوسيمو او راجا گانود خزانو د لاسه راوړلوڅخه وروسته خپل ځان ډير غښتلى اومستقل قوماندان وگڼلو . هغه د پنجاب د ياغيانو سره ملگرى شواوپه هغه ځاى کې په٩٧١ هـ ق _ ١٥٦٣ م کال کې د اکبر دجاه طلبو جنرالانوپه مشرۍ پاڅون وکړو . ياغيانولاهور تر لاسه کړو اود اکبر کوچنى ورور چې په کابل کې يې ژوندکولو خپل حکمران وټاکه . د سنبهل مخوروازبکانو، چې په مرزا يانومشهــــــور و د ياغيانو سره يو ځاى شول . دا ټول د راجپوتورا جاگانودربارونوته د اکبر د داخليد و مخالف و و .
څرنگه چې د اکبر سره بخت ملگرتيا وکړه ، ياغيانو ونشو کولى ،چې د ټولنې مختلف قشرونه پر ځان باندې را ټول کړي اوپه ٩٧٥ هـ ق _ ١٥٦٧ م کال کې دغه تحريکونه ناکام شو ،او مرزايان گجرات ته وتښتيدل