څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

بابر په ماوراء النهر کې

               بهادر شاه ظفر کاکا خېل په خپل کتاب ( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) د بابر د پاچاهۍ د لومړيو ورځو په اړه داسې ليکلي دي :

          ( بابر د دولسو کالو د پلار تر مرگ وروسته د فرغانې حکمران شو ، مگر پرتخت باندې له کښېناستلو سره سم په مشکلاتو کې گير شو . د بابر په شان د دولسو کالو د يو هلک لپاره دا خبره ډېره گرانه وه ، چې د خپلو خپلوانو له مخالفت او دښمنۍ څخه خپل ځان او خپل رياست وساتي ، خپلو عزيزانو او خپلوانو او خيښانو قدم په قدم ورسره مخالفت شروع کړ او د هغه هر پلان يې ناکامه کړ . بابر د وړوکوالي نه د سمرقند د نيولو تلوسه لرله او دا يې لويه ارزو وه ، چې د خپل نيکه د واکمنۍ سيمه ونيسي ، ډېر زر دا موقع ورته په لاس ورغله يعنې پر تخت باندې تر کښېناستلو وروسته په ١٤٩٧م کال کې هغه په اول ځل سمرقند ونيولو . په دې فتح کې هغه دومره خوشحاله و ، چې د هندوستان د نيولو خوشحالي هم د هغه د زړه نه د سمرقند ياد هېر نه کړى شو ، ولې بابرچې څومره زر خوشحالي حصله کړې وه ، هغومره زر د هغه ټول پلانونه او تجويزونه بېکاره شول . د فرغانې د امپراتورۍ سازشونو او د بابر بې وخته ناجوړتيا د هغه ټوله نقشه ورانه کړه ، سمرقند او فرغانه دواړه د هغه د لاسه ووتل ، مگر بابر د زمانې هرې ناکردې ته خپله سينه ډال کړې وه . په سمرقند يې بيا حمله وکړه او هغه يې بيا ترلاسه کړ ، خو قسمت بيا هغه شان د بابر نه مرور و . په ١٥٠١م کال کې سمرقند او فرغانه دواړه د هغه د لاسه ووتل او داسې ووتل ، چې بيا يې د راستنولو څه امکان نه و . ددې نه پس بابر درې کاله په ډېرو کړاوونو او زحمتونو تېر کړل ، ترڅو چې خپلو خپلوانو او دوستانو هم د هغه د مرستې نه لاس واخيست . (١)

          کله چې بابر خپل پلرنى مرکز انديجان او سمرقند له لاسه ورکړ ، يو څه موده يې سرگردانه ژوند درلود او اخشى او خجند کې يې ژوند کاوه . دا چې د ملکونو د نيولو پلان درلود ، نو ځکه يې ناکامي همت او غېرت کم نه کړ او نه دده هوډ تغيير کړ ، نو ځکه د انديجان د بيا نيولو لپاره د مرستې غوښتلو لپاره تاشکند ته ولاړ . له ٧٠٠ څخه تر ٨٠٠ کسانو په مرسته يې په فرغانه باندې تېرى وکړ او د ١٤٩٩م کال د اگست په مياشت کې يې خپلې لښکرې د اوش خوا ته واستولې . په دې وخت کې د بابر دښمنانو جهانگير ميرزا او سلطان احمد خان ددې موقع څخه گټه واخيستله او د انديجان خوا ته يې حملې پيل کړې او انديجان يې کلابند کړ ، مگر بابر د ډېرو جگړو او جنگونو څخه وروسته چې د خوبان د کلي په شاوخوا کې يې وکړې ، له خپل ورور جهانگير ميرزا سره داسې سوله وکړه ، چې د خجند د اوبو هغه غاړې ولايتونه او اخشى به په جهانگير پورې ارتباط ولري او دېخوا ځايونه او انديجان به له بابر سره وي ، په سمرقند باندې به دواړه تصرف ولري .

          له دغې مصالحې څخه وروسته بابر د سلطان احمد خان له لور سره ، چې عايشه سلطان بيگم نومېده او د بابر د تره لور وه او پخوا يې کوژدن شوې وه ، واده وکړ په ١٥٠٠م کال کې يې د خپل ورور په ملگرتيا د سمرقند د نيولو اراده وکړه . څنگه چې دا ښار پخوا د شېباني خان له خوا نيول شوى و ، نو بابر په کش کې پاتې شو .

ـ
          ١- بهادر شاه ظفر کاکا خېل ، پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، پېښور ١٩٧٩م ، ( ٣٣٨ – ٣٣٩ مخونه ) .  

          بابر په دې باره کې داسې وايي . څرنگه چې نولس کلن ځوان وم او شېباني خان زوړ او تجربه لرونکى سړى و ، سره له دې هم موږ د دوه سوه څلوېښت تنو په ملگرتيا د شپې له خوا په سمرقندباندې حملې وکړې او د پل مغاک له لار نه ښار ته ننوتو او ښار مو ونيو .

          شېباني خان ، چې يو کلک او تجربه کار سړى و ، خپل ځوان رقيب بابر يې په سمرقند کې ارام پرېښود او د همدې کال په ژمي کې يې قرا کول او نور کلي له بابر څخه ونيول بابر چې له دغسې قوي دښمن سره مخامخ شوى و ، نو له تيموري شهزادگانو څخه يې مرسته وغوښتله ، خو کله چې ورسره چا مرسته ونه کړه ، نو د ١٥٠٠م کال په ژمي کې لښکرې سره برابرې کړې او په کازرون کې ، چې له سمرقند څخه يو فرسخ لرې دى ، د شېباني خان له لښکرو سره مخامخ شو او شېباني خان د سمرقند دېوالونو ته ورسېد . د درېو نه تر څلورو مياشتو پورې سمرقند محاصره او د هغه په شاوخوا کې د دواړو خواوو د سپاهيانو ترمنځ جنگونه روان وو او په ښار کې د خوراکي موادو ذخيرې هم ختمې شوې ، نو له همدې امله د ١٥٠١م کال په پيل کې بابر سمرقند پرېښود او خپل تره سلطان محمد ميرزا ته ، چې په تاشکند کې و ، ولاړ . په دې صورت کې تاشکند د سلطان محمد ميرزا ( د بابر د تره ) په لاس کې و او زنده جان د سلطان احمد پورې تعلق درلود ، بخارا او سمرقند له شېباني خان سره و بابر يو څه موده په تاشکند کې له خپل تره سلطان محمود سره پاتې شو او د ژمي تر تېرولو نه وروسته ، د خپل تره په مرسته يې فرغانه ونيوه . په دې وخت کې سلطان احمد تنبل له شېباني خان څخه مرسته وغوښتله او په هغه جنگ کې چې دده او بابر ترمنځ وشو ، بابر زخمي شو او د اخشې په لور يې په شاتگ وکړ ، خو شېباني خان تند پوځ برابر کړ ، د ١٥٠٣م کال په مياشت کې يې په ارچيان کې بابر او د هغه تره سلطان محمود ميرزا ته سخته ماته ورکړه او له هغوى څخه يې تاشکند ونيو .

          ١٥٠٤م کال د بابر د پرېشانۍ او سرگردانۍ کال و ، ځکه چې له ده څخه پخواني او زوړ دښمن شېباني خان ټول ماورالنهر پخپله قبضه کې ونيو او د بابر لپاره په هغه ځمکه کې د پښتو ايښودلو ځاى پاتې نه شو . بابر يو څه موده دلته د کوچيانو په مېنځ کې په ډېره بده وضعه تېره کړه ، ترڅو چې د دښمن لاس ته ورنشي ، خو په دغه بد حالت کې يې خپل همت ونه باېله او ځان يې کابل ته چېرته چې دده تروبر حکمراني کوله ، ورساوه او تر دې وروسته دده فعاليتونه په افغانستان کې پيلېږي. (١)

ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ٨-٩-١٠ مخونه .