څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

په ١٥٢٦ز کال کې د پاني پت جگړه

          په ١٥٢٦ز کال کې د سلطان ابراهيم لودي په کورنۍ کې اختلافات دومره ډير شو ، چې ددې کورنۍ ډير لوړ پوړې چارواکې د ظهير الدين محمد بابر خوا ته ولاړل . له بلې خوا د سلطان ابراهيم لودي په اداري او دولتي چارو کې هم فساد خپل روج ته رسيدلى و . په دغسې نازکو او خرابو حالاتو کې ظهير الدين محمد بابر د وخت نه گټه واخستل او پرهند باندې د حملې تيارۍ ونيول . دغه جگړه ډهلي ته نژدى د پانى پت په ميدان کې وشوه .

          د پاني پت په جگړه کې په هند کې د پښتنو اقتدار ختمېږي او د مغولو اقتدار پيلېږي ، چې ددې جنگ تفصيل د ظفر کاکا خېل په کتاب ( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) په تفصيل سره بيان شوى دى ، چې دلته ځينې برخې وړاندې کېږي :

          ( له سرهند سره نژدې يو گستاخ هندوستانى امير (( بابر لښکر ته راغى او وې ويل ، چې زه سلطان ابراهيم خپل سفير رالېږلى يم او ددې په ځواب کې دى بابر هم د شاهنشاه ډهلي دربار ته سفيران ولېږي . بابر خپلو دوو پهره دارانو ته حکم وکړو ، چې هغوى دې د سفيرانو په ډول د سلطان ابراهيم دربار ته لاړ شي . سلطان ابراهيم دا سړي قيد کړل ، ليکن د پاني پت د جنگ په موقع دوى د قيد نه وتښتېدل . ددې نه پس بابر داسې وويل :

          اوس ما د همت په رکاب کې پښه کېښودله ، او د توکل واگي مې په لاس ونيول او د ابراهيم لودي، چې د سلطان سکندر لودي زوى دى ، جنگ ته روان شوم . هغه د هندوستان د ملکونو پادشاه او په ډهلي کې مقيم وو ، د هغه لښکر په شمار کې يو لک او د هغه د سردارانو جنگي هاتيان په شمار کې يو زر بيانېدل . دلته موږ ته اطلاع راغله ، چې سلطان ابراهيم د جنگ په نيت د ډهلي ته را روان شوى دى او يو بل لښکر د حميد خان په ماتحتۍ کې لښکر ولېږلو . په جنگ کې مغول کامياب او د حميد خان لښکر تېښته وکړه او د بريالي پوځ په لاس ډېر مال غنيمت راغى . بابر د همايون ددې فتحې ډېر قدرافزايي وکړه ، په دې جنگ کې چې کوم قيديان مغول نيولي وو ، د بابر په حکم هغه په گولو والوزولى شول .

          ددې واقعاتو نه چې سلطان ابراهيم خبر شو ، نو هغه ته خپل انجام معلوم شو . له بابر سره د فيصله کن جنگ نه اول يې خپلو ټولو اميرانو او سپاهيانو ته حکم ورکړو ، چې خپلې بهترينې جامې واغوندئ ، په خپله يې هم منقش او مرصع شاملې خيمې او چترونه ودرول او د ټول پوځ عام دعوت يې وکړو . دغه وخت هغه د خپلې خزانې  ټول دولت ، جواهرات ، اشرفۍ ، ملغلرې او نور قيمتي شيان د پوځ په مخکې وغوښتل او هغوى پرې تالان گډ کړ . بيا هغه خپلو اميرانو او پوځيانو ته وويل :

          ( سبا موږ له مغولو سره جنگېږو ، که چېرې ما فتح وکړه ، نو زه به ستاسو د خوشحالولو نور کوشش هم وکړم او که باېلات مې وکړو ، چې تاسو په دې تحفې او انعام صبر وکړئ او که کومه ارده چې ما د ستاسو په مخکې ظاهره کړې ده ، په هغې يقين وساتئ . )

          سلطان ابراهيم او د هغه پوځيانو دغه ټوله ورځ د مرگ نه بې پروا په رقص و سرود او گډا نڅاتېره کړه او بله ورځ دوى د جنگ په نيت راووتل . سلطان ابراهيم د پاني پت قبله دوه کروهه لاړ او په بل لور د شرق په لور په دوه کروهه کې بابر خپل کېمپ ولگولو او د بابر پوځ څلورويشت زره او ورسره توپې او ټوپکونه هم وو . له ابراهيم سره پنځوس زره پوځ او يو زر جنگي هاتيان و ، ليکن په جنگي مهارت کې بابر په ابراهيم لودي غلبه وو او د هغه د برياليتوب لوى سبب هم د هغه جنگي قابليت و .

          په ٢٠ اپريل ١٥٢٦م دواړوه پوځونه سره مخامخ شول ، د ابراهيم لودي پوځ په ابتداء کې په داسې شدت حمله وکړه ، چې د مغول پوځ په مورچه کې بندي ورننوتل . پښتانه اميران که هر څو د ابراهيم د رويې نه ناراض وو ، ليکن د جنگ په ميدان کې هغوى د سرو مال نه بې پروا وجنگېدل او مغول پوځ يې گډوډ کړو ، خصوصاً د بابر د پوځ کيڼ اړخ يې په خطره کې وغورزولو ، ليکن د بابر د ښي اړخ پوځ يو ارت ميدان ته راووتلو او د سلطان ابراهيم د پوځ په بازو يې د وروستو نه حمله وکړه . ماسپښين مهال د ابراهيم د پوځ بل بازو هم مغولو په مېنځ کې گير کړو . اوس دغه پوځ د مغول پوځ د تېراندازو او گوله اندازو په براه راست کې راغلى و او ډېر په خطره کې و . دغه وخت کې سلطان ابراهيم د خپل محافظ پېنځه زره پوځ سره يو طرف ته ولاړ وو ، چې محمود خان نومي يو امير هغه ته داسې وويل :

          زموږ معامله کمزوري ده ، ستاسو لپاره د ميدان نه تلل غوره دي ، که چېرې بادشاه سلامت وي، نو د يو بل پوځ جوړول به ډېر اسان او د مغولو خلاف جنگ جاري ساتل به ممکن شي او موږ ته به زر داسې موقع په لاس راشي ، چې موږ به خپل مراد ترسره کړو . دا زما رايې ده او چې څه د بادشاه خوښه وي ، هغه به ښه وي . )

          ددې په ځواب کې ابراهيم دا وويل :

          ( او محمود خانه ! دا د يوه بادشاه د پاره د شرم خبره ده ، چې هغه دې د جنگ د ميدان نه وتښتي! او گوره زما ملگري او زما نيک خواهانو او دوستانو ټولو د شهادت شربت نوش کړو ، يو ډلې په وينو کې رنگ بنگ پروت دى ، بل هورې په خاورو کې لړلى ټپلى . په دې حال کې زه دا خپل دوستان څنگه پرېښودلى شم ؟ او گوره زما د لاس پښې ترسينې پورې په وينو لړلي دي . کوم وخت چې زه بادشاه وم ، ما په خپله مرضۍ حکومت کولو ، اوس چې قسمت د مغولو طرفداري وکړه ، نو په ژوند کې زما لپاره کومه خوشحالي پاتې شوې ده ؟ ددې نه خو دا ښه ده چې څه رنگ او چېرته زما دا دوستان دي ، هغه شان زه هم په خاورو وينو کې لړلى ټپلى او د دوى ملگرى شم .)

          ددې نه پس سلطان ابراهيم له خپلو پېنځه زرو سورو سره د جنگ گرم ميدان ته وردننه شو او ډېر په بهادرۍ وجنگېده . د هغه پښتانه اميران اگر چه د هغه نه ناراض وو ، ليکن په جنگ کې هغو هم څه قصور ونه کړو ، چې ورځ په ختمېدو شوه ، نو دغه وخت کې سلطان ابراهيم د خپلې وينا مطابقه په وينو کې رنگ رنگ پرېوتو ، چې بابر د هغه د مرگ نه خبر شو ، نو د ابراهيم د شناخت او د هغه د مرگ د تصديق لپاره يې د دولت خان لودي زوى دلاور خان له خپل يو امير خواجه کلان سره د مقتولينو په لور ولېږلو او هلته هغوى مقتدر سلطان ابراهيم په وينو کې لړلى تپلى وليدلو ، شاهي تاج يې د سر نه پرېوتلى و او د حکومت شاهي چتر په خاورو کې لړلى پروت و . د بابر امير خواجه کلان د سلطان ابراهيم نه په مړونى سر پرې کړ او بابر ته يې راوړ . ددې نه پس د بابر په حکم سلطان ابراهيم له نورو مقتولينو سره په هغه ځاى کې چې کوم ځاى وژل شوى و ، دفن کړى شو .

          د پاني پت جنگ يو فيصله کن جنگ و ، په دې جنگ سره په هندوستان کې د مسلمانانو د حکومت هغه دور ختم شو ، چې د هغې آغاز هم پښتنو کړى و او انجام يې هم په پښتنو وشو . په دې جنگ کې د پښتنو د شکست غټه وجه دا ده ، چې د ابراهيم طرز عمل په پښتنو کې د اتفاق او اتحاد جذبه ختمه کړې وه . ددې نه علاوه د دولت خان او علاءالدين حاکم خان غداري هم ددې يو لوى سبب کېدى شي . ددې دواړو اميرانو د خپلو ذاتي مفادو او اغراضو پېش نظر بابر ته په هند باندې د حملې دعوت ورکړو او د هغه خوا وغځېدله . ددې شکست ظاهري سبب د بابر توپخانه او ټوپکونه وو ، ددې نه علاوه د مغول پوځ تېر انداز هم ډېر مېړني وو . د بابر د پوځ گوله باري او تېر اندازي ته د ابراهيم رساله ټينگه نه شوه او د بابر باقاعده پوځ جنگي تدبيرونه د پښتنو په ذاتي شجاعت او مردانگۍ غالب شول (١). )

          د پاني پت په جنگ کې پښتانه مات او مغول بريالي شول ، په هند باندې د پښتنو وروستنۍ واکمني د پاني پت د جگړې په ميدان کې په وينو لژند ساه ورکړه . ددې پېښې د لاملونو په اړه نامتو مؤرخ ظفر کاکا خېل داسې رايه ورکوي :

          ددې فتحې نه پس په ٢٧ اپريل ١٥٢٩م کال په اوله جمعه د بابر نوم په خطبه کې ولوستل شو او ددې ورځې نه په هندوستان کې د مغول حکومت آغاز شو . اگر چه بابر به خپل ځان ته مغول ويل هرگز نه خوښول .

          زما په خيال د پاني پت په جنگ کې د بابر د برياليتوب او د ابراهيم د شکست وجه صرف دا وه، چې د بابر دواړه مټې مضبوطې وې يعنې د هغه خپل قام (مغول) د هغه وفادار او جان نثار وو . په بل لور پښتانه هم لکه (يوسفزي، مهمندزي او خوېشکي) د هغه په مرسته ولاړ وو . د ابراهيم د خپلې کورنۍ يو اهم غړى دلاور خان د بابر کلک ملگرى شوى و او د هغه نه علاوه نور هندي پښتانه اميران هم د هغه ملگري شوي وو . په بل لور د ابراهيم خپل پښتانه هم مغول شوي وو او د هغه حوصلي يې او چتې کړې وې . ولې د ابراهيم نه خپلو خلقو مټې پرې کړې وې او هغه يې د مايوسۍ سيند ته غورځولى و . ابراهيم د بابر مقابلې ته د هغه نه د گټې په نيت نه وو راغلى ، بلکې په دې غرض راغلى و ، چې په دې جنگ کې به هغه په ابرومندانه طريقه د خپل ناکام او مايوسۍ نه ډک ژوند ته خاتمه ورکړي .

          د بده مرغه ابراهيم د هغه ټولو خويونو نه خالي و ، کوم چې د هغه په پلار او نيکه کې وو . هغه يو خودرايه او په اصلي معنو کې د استبداد حامي و . د هغه ټول عمر له خپلو اميرانو سره په کشمکش کې تېر شو ، ليکن ددې بدو خويونو باوجود هغه د پښتنو د مخصوصو اخلاقو نه خالي نه وو . د پاني پت په ميدان کې د تېښتې په ځاى هغه سر ورکول غوره کړل ، اگر چې هغه تښتېدلى شو او د تېښتې مشوره هم ورکړ شوې وه ، ولې ددې په ځواب کې چې هغه څه ويلي وو ، د هغې نه د هغه استقلال او جرات څرگندېږي .

          دا ممکنه ده ، چې که هغه تښتېدلى وى ، نو کېدى شوى چې هغه بابر ته مشکلات پيدا کړي وى او بابر په هندوستان باندې قبضه قايم ساتلو کې نه وى کامياب شوى لکه چې د پاني پت د جنگ نه پس چې سمدستي د بابر پوځونه د عارضي مشکلاتو نه ډېر وارخطا شوي وو او د کابل تلو ته لېواله شوي وو ، ليکن د جنگ د ميدان نه تېښته کول د پښتنو په آئين کې لوى جرم گڼلى شي او په ابراهيم کې نور هر څومره عېبونه وو ، ولې هغه خپل ځان ددې لوى جرم توره دار نه کړو او په ډېرې بهادرۍ يې خپل سردار کړو .

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، (٣٩٤،٣٩٢،٣٩١) مخونه .

          د سلطان ابراهيم د حکومت اهم خصوصيت دا دى ، چې دده په وخت کې د ضرورت څيزونه نهايت ارزان وو او په ډېر لږ آمدن به گوزاره کېدله . اگر چه د اشياي ضرورت ارزاني د سلطان سکندر لودي په زمانه کې هم وه ، ليکن د ابراهيم لودي په وخت کې په حېرت انگېز ډول ارزاني وه او دا په دې دلالت کوي چې اگر چې هغه د خپلو اميرانو په هکله خوښ نه و ، ولې د عوامو د مفادو نه يې په هېــــــڅ  

وخت بې پروايي نه وه اختيار کړې . د پاني پت د جنگ نه پس په هند کې د مغول سلطنت قايم شو او د هندوستان د تاريخ يو لوى دور شروح شو . (١) )

          د پاني پت په جنگ کې زيات رول ، چې د بابر په گټه ولوبول شو ، له سلطان ابراهيم لودي سره د دولت خان او علاءالدين عالم خان غداري وه او دغه دواړه او نورو لوديو اميرانو له بابر سره ډېره مرسته وکړه ، خو بابر چې له دوى سره کومې وعدې کړې وې ، هغه يې ترسره نه کړې او د هغې په ضد يې عمل وکړ ، چې د سلطان علاءالدين عالم شاه د برخليک په برخه کې د پاني پت د جنگ نه وروسته، استاد اکاډميسين پوهاند رشاد په خپل تاليف (لودي پښتانه) کې داسې ليکلي دي :

          ( په ٩٣٢ هـ ق کال کې بابر بيا پر هندوستان بريد وکړ ، چې سيالکوټ يا ملوټ ته راورسېد ، سلطان علاءالدين عالم شاه بيا ورغى او د پاني پت په ډاگ کې د سلطان ابراهيم پر ضد د بابر مغول ترڅنگ ولاړ و . د لوديو پاچاهي تر ړنگولو وروسته په ٩٣٣ هـ ق کال چې بابر د راماسنگا او د سلطان سکندر بل زوى ( سلطان محمد) سره (بياني) ته نژدې وجنگېد ، سلطان علاءالدين له خپلو دوو زامنو (جلال خان او کمال خان ) سره ترڅنگه ولاړ و ، مگر بابر دده د ټولو قومي خيانتونو قدر ونه کړ ، خپلې هغه ټولې وعدې يې چې د هندوستان تر نيولو د مخه ورسره کړې وې ، پرمخ هيرې کړې او بندي يې کړ، بدخشان ته يې د يوه يرغمل په صورت واستاوه . سلطان علاءالدين چې د مغول پاچا دا دروه او د خپل قوي خيانت نتيجه وليدله ، د بابر تر مرگ وروسته د بدخشان له قلعه ظفر څخه وتښتېد او د بلوچستان له لارې يې د گجرات پاچا بهادر شاه ته پناه وروړه .

          په ٩٤٠ هـ ق کال نوموړي بهادر شاه د مغولو پر ضد دده زوى تاتار خان ته ډېرې لښکرې او روپۍ ورکړې . تاتار خان (بيانه) ونيوله ميرزا هندال مغول پسې راووت ، جنگ ونښت (تاتار خان ) په جنگ کې ووژل شو . د سلطان علاءالدين دا د اميد وروستۍ رڼى هم وخوت او تر مرگه د گجرات په دربار کې پسې پاتې شو . په ٩٥٠ هـ ق کال کې چې دريا خان غوري د گجرات د پاچا سلطان محمود او عالم خان لودي جنگ ته راووت ، دى هم ورسره مل و ، مگر کله چې په لنډو ورځو کې سلطان محمود د احمد اباد پاچا شو ، سلطان علاءالدين يې د دريا خان د مرستې په گناه په دار کړ . درې ورځې په دار ځړېدله ، خو بيا د عالم خان لودي د پاچا په اجازه ښخ کړ او د خپلې کورنۍ د پاچاهۍ ړنگولو او قومي خيانت ابداد يې وليد (٢) . )

          په همايون نامه کې د پاني پت د جنگ په اړه داسې راغلي دي .

          ( . . .  بابر د اوو – اتو کالو په موده کې څو ځلې د هندوستان په لوري حملې وکړې او په هره حمله کې يې ځينې ولايتونه او منطقې ونيولې لکه بهيره ، بجور ، سيالکوټ ، ديبالپور ، لاهور او نور ، ترڅو چې په پېنځم ځل د جمعې په ورځ د صفر په مياشت ٩٣٢ هـ کال کې کوچ په کوچ د هندوستان لور ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، (٣٩٥-٣٩٦) مخونه .

          ٢- اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد ، لودي پښتانه ، پښتو ټولنه کابل ، (٣٢-٣٣ مخونه ) .

ته ولاړ او لاهور او سرهند او هر ولايت چې د دوى په لاره کې موقعيت درلود ، ونيول او په اتم د رجب د

جمعې په ورځ په ٩٣٢ هـ ق په پاني پت کې د سلطان ابراهيم بن سلطان سکندر بن بهلول لودي سره مخامخ شو . د خداى په فضل سره کامياب شو او سلطان ابراهيم په دې جنگ کې ووژل شو او دغه کاميابي يوازې د خداى د لوري نه عنايت و . په دغه جنگ کې د سلطان ابراهيم يو لک او اتــــــــيا زره

سواره کار عسکرو او يو زر پېنځه سوه فيلان وو او د بابر د لوري نه يوازې دولس زره کسان وو . (١) )

          که پښتانه په اتحاد او اتفاق د مغول بابر په ضد جنگېدلي واى ، نو بابر مغول به په پښتنو باندې نه بريالى کېده . بابر د پښتنو له خپل منځي اختلافاتو او بې اتفاقيو څخه گټه واخيسته او په خپل دې پلان په لودي پښتنو باندې بريالى شو ، چې په دې برخه کې تورن جنران ارکانحرب علي احمد (جلالي) په خپل کتاب ( مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکرى ) په دويم ټوک کې داسې ليکلي دي :

          ( بابر د ٩٢٥ او ٩٢٦ هـ ق کلونو په سفرونو کې غوښتل ، چې ځان پنجاب ته ورسوي ، نو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخامخ شو . سره له دې بابر په دې سفرونو کې ځينې برياليتوبونه هم لري ، خو ددې تسلط په دغو سيمو کې ټينگ نه شو ، نو ځکه پر ٩٣٠ هـ ق کال د لودي اميرانو له نفاق څخه گټه واخيستله او لاهور يې ونيو او بېرته کابل ته لاړ ، خو په دغه وخت کې چې لودي سرداران په هند کې په کورنيو جگړو بوخت وو او لودي سلطنت د انحطاط خوا ته روان و ، بابر پر ٩٣٢ هـ ق کال په پېنځم ځل په هند باندې حمله وکړه . د ٩٣٢ هـ ق کال د رجب د مياشتې په ٨ مه نېټه ( چې د ١٥٢٦م کال د اپريل له ٢١ نېټې سره سمون خوري ) د جمعې په ورځ د پاني پت په ميدان کې د هند له افغان شاهنشاه سلطان ابراهيم لودي سره په جنگ اخته شو .

          تر هغه وروسته چې د سلطان ابراهيم لودي پېنځه يا شپږ زره زړه ور جنگيالي د جنگ په ميدان کې قرباني شول ، پخپله سلطان ابراهيم لودي هم په زړه ورتيا او شجاعت سره وجنگېد او مړ شو . دده له مړينې سره سم په هند کې د لودي کورنۍ واکمني پاى ته ورسېده او د بابر گورگاني سلسله پيل شوه . (٢ ) )

ـ
          ١- گلبدن بيگ بنت بابر بادشاه ، همايون نامه . ترجمه : رشيد اختر ندوي ، د چاپ کال ١٩٦٦ ، پنجاب پريس لاهور.

          ٢- علي احمد جلالي ، مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري ، جلد دوم ، قوس ١٣٤٧ .