څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار

 

 

د افغانستان ژبې او توکمونه

          ددې کتاب ليکوال ښاغلى څيړنپوه دوست محمد دوست دى . دا کتاب په ١٣٥٤ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې لخوا په ٤٨٢ مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د پښټو ټولنې د خپرونو ( ٢٠٩ ) لمبر کتاب دى . په دې کتاب کې د افغانستان د ژبې او قومونو په اړه هر اړخيز علمي څيړنه شوى ده . د کتاب په پيل کې د پښتو ټولنې د رئيس اکاديميسن محمد صديق روهي لخوا سريزه ليکل شوې ده . ددې ارزښمند کتاب په اړه د سريزې يوه برخه دلته وړاندې کوم : (( د افغانستان د ژبو او توکمونو په باب دا لومړنى مفصل او هر اړخيز اثر دى ، چې په پښتو ژبه ليکل شوى دى . په دې کتاب کې د پښتنو ، بلوڅو، اور مړو ، پر اچگانو ، نورستانيانو او پاميرانو په باب ژوره څېړنه شوې ده اولرغوني آريايي ژبې لکه اوستا، سوغدي ، پارتياني ، خوارزمي ، زړه پارسي او نورې په ايتمالو جيک ډول له پښتو سره پرتله شوي دي . همدارنگۀ په دې اثر کې د ژونديو ژبو د تصنيف او د هغو د سيمو او د عربي او ترکي ژبو د راتگ په باب رڼا اچول شوې ده . ))

          د سريزې نه وروسته د کابل مجلې مدير خير محمد لخوا هم بله سريزه ليکل شوى ده . بيا د کتاب د ليکوال سريزه راځي .

          نوموړى کتاب نژدې ( ٣٥ ) کاله مخکې چاپ شوى دى . ځينې نسخې يې اوس يوازې په ځينو کتابتونونو کې پيدا کيږي. د خلکو اړتيا ورته ډيره ده . له همدې امله زما وړانديز دا دىء  چې دا کتاب يو ځل بيا د علومو اکادمى د ژبو او ادبياتو د مرکز لخوا او يا کوم بل علمي او فرهنگي مرکز لخوا چاپ شي.