څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار

 

 

د گورگاني  دولت پر ضد د

روښاني نهضت پيل

          بايزيد روښان په    ١٥١٩ م کال کې دپنجاب په جالندر کې زيږيدلى دى . بايزيد روښان په ٩٤٩ هـ ق کال کې د گورگانيانو  پر ضد په مبارزه لاس پورې کړ ،چې په دغه وخت کې د شير شاه سوري د کورنۍ او د بابر د زوى همايون تر منځ د ډهلي د تخت پر سر سخت جنگونه روان و. په دې وخت کې د بايزيد روښان مبارزه پيل او تر  ١٥٨٥ م کال پورې دوام يې وکړ ، اوپه وروستۍ جگړه کې چې په همدى کال کې شوې وه وفات شو ، دا وخت د جلال الدين اکبر  د پاچاهي نهه ويشتم کال و .

          د بايزيد روښان دوفات نه وروسته د هغه اولادې او پيروانو د گورگاني   واکمنۍ پر ضد خپله مبارزه جاري ساتلې وه ، چې دغه مبارزه د بايزيد د زوى جلال الدين  په مشرۍ تر ١٠٠٩ هـ ق کاله پورې دام وکړ  . په دې برخه کې د روښانيانو د مبارزو په اړه ،چې د بايزيد روښان اود هغه د زوى جلال الدين  د ژوند په مهال کې جريان درلود معلومات به وړاندې شي .

          د بايزيد روښان د جنگونو او مبارزو د پيل او پاى په باره کې استاد قيام الدين خادم د هغه وخت د معتبرو تاريخي منابعو په بنا په خپل کتاب (( بايزيد روښان )) کې داسې معلومات وړاندې کوي : (( وايي چې په ٩٤٩ هـ ق کې روښان قوي شو او افکارو ئې رواج وموند . دلته دده او دده د حريفانو په مينځ کې د مبارزې ميدان ښه تو د شو کيدى شي ،چې حکومت مشتبه شوى وي . او دده د مقاصدو پته ورته لگيدلي وي ، او دا هم احتمال لري، چې رښتيا وي چې دده د عوتنامه کابل ته هم ورسيده . په کابل کې هغه وخت محسن خان صوبه دار يا د نن ورځې په اصطلاح نائب الحکومه و ،او ده  بده ومنله او دې شي چې د کوم سياسي مصلحت په ملا حظه وي، خو په دې پسې ئې را وډنگوله ، دى يې ونيوه او کابل ته يې بوت ، دلته څه دده په خپله هوښياري او څه د نوروعلما واو ملگرو په مرسته او شفاعت څه موده پس له بنده را خلاص شو  د ننگرهار (( لاچه پور)) ته راغى.ددې ځاى ټول خلک يې د ځان طرف دار کړل او بيرته اشنغر ته راغى .خــپـــــل يـــــاران او مـريـدان ئې راغونډ کړل . او د ټوټى غره تــه چې د پيـــــــــښور شمال ته واقــــــع دى لاړ . لـــــــه دى ځــايــــه ښکــــاره د حکومت په مخالفت کې ملا وتړله . خپل مخالفين يې تالا کول او په مال او سر به يې نه اړ کيده . . . پس له څه مودې څخه تيرا ته لاړ ، په دې ځاى کې اپريدي او او رکزي يې هم مريدان شول . وائي په هغه وخت کې اتمان خيل هم د تيرا په شاو خوا کې پراته وونو روښان چې تيراته راته ، اول چورې ته راغى ، په دې وخت کې گورگاني  افواج په دوى پسې راغلل . پدغه وخت کې دغره د خلکو سره وسله چيرته وه ، د چوري دور مې په سختۍ مشهورې دي . روښان خپلو مريدانو ته وويل : دغه دور مې پر يکوئ سرونه ئې تيره کوئ او داستا سووسله ده ، نقل کا چې دغه دور مو په جنگ کې د نيزو کار ورکاوه او گورگانيانو  ته يې پرې شکست ورکړ . له دې پس به ئې په تيرا کې د گورگانيانو سخت مذمت او غندنه کوله چې دوى ظالمان دي ، او په پښتنو باندې ظلمونه کوي ددوى د جغ نه بايد ځان خلاص کړو.

          هر کله چې روښان د چوري په جنگ کې گورگانيان مات کړل اوتيرا ته ولاړ . په آخره کې دده د طرفدارانو پښتنو اتفاق په دې راغى ،چې تيرا ئى خلک ووژني او يا ئې له تيرا څخه  خارج کاندي ،چې ددوى په واسطه گورگانيان  تيرا ته راځي ، وايې په دغه خبره تيرا يې خلک ددوى سره مخالف شول . ده وويل څو لاس تړلي رانشئ عفوه به مونکړم . دغسې يې وکړه او دوه سوه شل کسه ورته راغلل ده هغه ووژل او لږ څه چې خلاص شول ننگرهار ته وتښتيدل او په دغه سبب سره تيرا له تيرايانو خلاص شو .

          تر دې وروسته څوزره پياده او څوزره سپاره يې د ځانه سره واخستل او په گورگانيانو  يې فوج کشي وکړه . د ننگرهار خواته يې مخه وکړه . په (( بړو )) مقام کې ديره شو . په دې وخت کې محسن خان له جلال آباده ددې په مقابل کې راووت . په (( تور راغه )) کې سخته جگړه وشوه . دلته روشان شکست وکړ .  فوج يې تار په تار شو . پخپله په عين گرمۍ کې په غرو او راغو کې پلى تر شا شو. په لياره کې جل وواهه . چې اشنغر ته ورسيد په (( کالا پاڼۍ )) ځاى کې په ١٥٨٥ م کال کې ومړ او همدلته په اشنغر کې يې ښخ کړو . وروسته يې زامنو هډوکي را وويستل او په صندوق کې يې د تبرک لپاره ځان سره گرځول . وايې چې  د يوسفزو په جنگ کې هغه صندوق اباسين ته واچول شو . احتمال لري چې وزير ستان ته يې وړى وي لکه چې هلته دده په نامه قبرشته ( 1 ) .

          د بايزيد روښان د نهضت د پيل څخه ددې په مقابل کې د دوى مخالفين موجود وو ، د روښانيانو مخالفين هم ددين او مذهب په ډگر کې او  هم د جنگ او جگړې او تورې په ډگر کې ددوى سره جنگيدل او ددوى تر شا د هغه وخت د سيمې ځواکمنه واکمنى يعنې د هندوستان گورگاني  حکومت ولاړ و ، چې د هغوى د مادي او معنوي مرستو څخه برخمندوو .

        د روښانيانو د سرسختو مخالفينو څخه يو هم سيد على تر مذي مشهور په (( پير بابا )) او بل د هغه مريد او شاگرد آخوند درويزه و، چې دوى ډير کلونه په فرهنگي ، مذهبي او تبليغاتي ډگرونو کې د روښانيانو پر ضد و جنگيدل ، ددوى مخالفتونه نه يوازې د بايزيد روښان د ژوند په مهال کې وو، بلکه د هغه د مرگ نه وروسته هم د روښانيانو د مبارزو تر پاى پورې د روښانيانو پر ضد جاري وو. په دې برخه کې ضروري گڼم چې د سيد علي تر مذي او آخوند در ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

1) ) _ خادم، قيام الدين - بايزيد روښان _ پښتو ټولنه _ ( ٢١ _ ٢٤  مخونه )

ويزه په اړه چې دوى څوک وو او د چا سره يې نژدى اړيکې درلودلې او د چاله خوا ور سره مرسته کيدله لنډ معلومات وړاندې  کړم .

          لکه چې مخکې وويل شو  د روښانيانو د تحريک لوى مخالف سيد علي تر مذي د ازبکستان د تر مذ او سيدونکى دى او د پلار نوم يې قنبر على دى ،چې د تيمور د نژدې خپلوانو څخه دى . سيد قنبر على د بابر د مشهور او نژدې اميرانو څخه شميرل کيږى ،چې د ډهلي د نيولو په وخت کې ورسره و،  د سيدعلي تر مذي او د هغه د پلار قنبر علي په اړه ظفر کاکا خيل  داسې ليکلي : (( په کومو ورځو کې چې بابر اخري ځل په هند حمله کوله ،نو د هغه په فوځونو کې سيد قنبر علي هم شامل وو ، او  سيد علي (( پير بابا )) هم د خپل پلار سره وو ، چې د هندوستان سلطنت د بابر لاس ته راغى،نو ددې نه پس سيد علي د خپل پلار په اجازت د روحاني فيض حاصلو لو په غرض د پلار نه رخصت شو ، (( هانگ پور )) ته لاړ او هلته يې د (( شيخ سيلونه )) سره د روحاني فيض او حصول علم په غرض ديره شو . څه موده پس ددې ځاى نه اجمير ته لاړ او د حضرت (( سالار رومي )) نه يې لاس نيوه وکړه او هلته ديره شو . په دې ورځو کې دپيښور د علاقې يو دوه ملکان ملک گردى او حاجي سيف الله چې د بابر په فوځ کې هندوستان ته تللي وو، د سالار رومي سره د حصول علم په غرض په اجمير کې ديره وو . دغه شان دوى هم د پير بابا  دوستان او پيروان شول .

          پير بابا څه موده په اجمير کې تيره کړه او بيا د خپل پير په اجازت د کشمير په لور روان شو ، چې پنجاب ته ورسيده نو خلق پرې رامات شول . او د پيرۍ غږ يې خپور شو ، ډير خلق ئې مريدان شول . پير بابا دلته څه موده تيره کړه ، ولې بيا د خپل پير د ملاقات په غرض اجمير ته روان شو . په دغه ورځو کې همايون دشير شاه د لاسه در په ديکه شوى و ، او د کابل په لور روان و ، په لار کې اتفاقاً د پلار او زوى ملاقات وشو . دواړه په دې اتفاقي ملاقات ډير خوشحال شول . پير بابا د اجمير په لور روان شواو پلار يې د  هايون سره لاړ. پير بابا چې اجمير ته ورسيده نو حضرت سالار رومي ( رح ) وفات شوى و او د هغه په ځاى د هغه زوى جانشين و . څه موده سيد علي صاحب دلته تيره کړه او د خپل پيرزاده په هدايت د کوهستان د استوگنې په غرض د اجمير نه بيا روان شو او دا ځل پيښور ته راغى . د دوا وې هغه ملکان حاجي سيف الله او ملک گداى ، چې دده سره په اجمير کې بلد شوي وو ، دده د راتلون خبر شول پيښور ته راغلل ، او دى ئې خپلې علاقې ته بوتلو . سيد علي تر مذي دلته يو کال تير کړ او بيائې وطن ته د تلو اراده وکړه ، ولې د خپلو دوستانو په خواست بيا پاتې شو. بيا بنيرته لاړ ، او په پاچا نومې کلي کې يې استوگه اختيار کړه او هم په دغه کلي کې په کال ٩٩١ هـ ش کال کې وفات شو  ( 2 ) .

          د پورتنيو معلوماتو څخه په واضح ډول څرگنديږي ، چې د سيد علي  تر مذي (( پير بابا )) څومره نژدې اړيکې د بابر د کورنۍ سره درلودلې . د دومره نژدې اړيکو په درلودلو سره هغه مجبور وه چې د روښـانيانو دله مينځه وړلو لپاره د هرې وسيلې نه کار واخلي اوپه  پراخ ډول د هغوى پر ضد هم تبليغات وکړي او هم جنگونه ، چې داسې يې هم وکړه او د روښانيانو نهضت يې د ماتې سره مخامخ کړ .

          د سيد علي تر مذي (( پير بابا )) د مرگ نه وروسته دهغه مشهور اونوميالى شاگرد او مريد، چې آخوند د رويزه نوميده د روښانيانود نهضت په مخالفت را پورته شو. او ددوى مخالفتونه او تضادونه دومره اوج ته ورسيدل ،چې آخوند در ويزه پيررو روښان ته  ((پير تاريک)) ويـــــــل اوهمدارنگه يې ورته د ملحد ، بى ديـن او ملعون خطاب کاوه . مگر د تاريخي اسنادوله مخه څرگنديږي، چې  پير روښان د هغه زمانې ديو زبر ځواک يعنې د گورگاني  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    (2) _ ظفر کاکا خيل  _ سيد بهادر شاه _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ پيښور ( ٦٧ _ ٦٩ مخونه )

واکمنۍ پر ضد مباره کوله . گورگاني  واکمنۍ د خپل قدرت د ټينگولو لپاره هم پرپښتنواو مسـلمانانو ظلمونه کول اوهم د نورو د ينونوپر پيروانواونورو قومونو په مقابل  کې يې سخت دريځ درلود ،اودا خبره څرگنده ده، چې آخوند درويزه او د هغه پيروان ټول د گورگانيانو دواکمنۍ طرفداران وواو ددغه مخالفتونو اساسي وجه سياسي مخالفتونه دي ،چې  په دې برخه کې ظفر کاکا خيل  داسې څرگندونې کوي :

          د پښتنو په تاريخ کې بايزيد انصاري په متضا دو صفتونو متعارف شوى دى . د ځيني شديد قسم مذهبي عالمانو ، چې سر کرده ئې آخوند درويزه دى . بايزيد روښان د هغه له خوا

د يو ملحد ، بې دين ، بې عقيدې او د يو داسې چالاک پير په حيث ياد شوى دى ، چې د خپل زورور بيان ، قوت استدلال اودانشمندۍ په برکت ئې په پښتنو عوامو کې ډير اثر رسوخ حاصل وو ، اود خپلې پيرۍ نقش ئې په خلقو کښينو وو ، دغه ډله ورته د ډېر تعصب له کبله ((پير تاريک )) وائي . ولې د شلمې پيړۍ اکثر محققين او ليکوال ئې په حقيقت کې يو لوى رهنما ، مذهبي مبلغ ،پوه  سياست دادن اود خپلې زمانې يو ښه اديب گڼي ، او د پښتنو اکثر ليکوال ئې د يو مذهبي رهنما نه علاوه يولوى سياسي قائد ،ستراديب ، د گورگانيانو د استبداد او استعمار لوى مخالف اود پښتنو د آزادۍ لوى مرستيال اوباني گڼلى . او د يو داسې نوميالي او جنگيدلي جرنيل په ډول يې يادوى ،چې که يو طرف ته هغه د پښتون قام د آزادى ، ننگ و ناموس د تحفظ په لړ کې توره په لاس د گورگانيانو مقابله کوله ،نو په بل لور ئې دپښتنوپه ادبي اوسياسي  تاريخ کې هم پايدار نقشونه  پريښودل .دغه وجه ده چې نن ورځ بايزيد انصاري د يو مذهبي فرقې د رهنمانه علاوه د يوې سياسي ډلې د قائد په ډول زيات مشهور دى .

          تر کومه چې د بايزيد انصاري د الحاد او بدعقيده گۍ تعلق دى . تر ډيرې مودې ددې په حلقه ټول شهادتونه د آخوند درويزه په اقوالو او ليکومبني وو، او ټول يکطرفه وو. په دې بنا د بايزيد د عقايدو په حلقه په غير جا بندارانه طريقه اظهار خيال کول يو ډير گران کار وو. ولې د ښه مرغه اوس د بايزيد خپل تعريفات لکه خير البيان او صراط التوحيد وغيره موندل شوي دي . د صراط التوحيد  مطالعې نه د بايزيد حالات اوتر ډيره حده د هغه مذهبي خيالات اوعقايد څرگنديږي . ددې کتاب د مطالعې په رڼا کې دا ويل زياتى نه دى ،چې کوم الزامات چې د آخوند د رويزه لخوا هغه ته منسبوت شوي دي هغه بيخي غلط او د مسلک داختلاف نتيجه ده . بر عکس ددې د صراط التوحيد د مطالعې په رڼا کې به دا ويل بې ځايه نه وي چې  بايزيد يو متشرع صوفى وو ، او د هغه دا مقصد وو ، چې د شريعت د پيروۍ اوپاپندۍ په رڼا کې خپل پير و کار د روحانيت اعلى مدار جوته ورسوي . ددې مقصد د حصول په لړ کې هغه اول د تحرير او تقرير او پند و نصيحت نه کار واخستلو . ولې چې په دې سره په خپل مقصد کې کامياب نه شو ، نو د تورې چلولونه ئې هم ځان ونه ژغورلو .

          دا خبره هم د فکر وړده ، چې آخوند درويزه چې په بايزيد کوم الزامات لگولي دي ، هغه  شديد ،خو فناک بلکه شرمناک دي ، چې دداسې صفاتويو سړى په مسلمانانو کې بالخصوص په پښتنو کې دومره اثرورسوخ  نه شي حاصلولى څومره چې بايزيد انصاري په پښتنو کې حاصل کړى و. په دې بنا دا الزامات قطعي د مسلک داختلاف نتيجه ده او صداقت ته نژدې نه معلوميږي ( 3 ) .        

          بايزيد روشان په ٩٨٨ هـ ق _ ١٥٨٥ م کال کې د ٥٦ کالو په عمر وفات شو ، د هغه د مرگ نه وروسته دده او لاده او پيروان تر ډيرې اوږدې مودې پورې د گورگاني واکمنۍ پر ضد وجنگيدل . په  دې جنگونو او مبارزو کې دده پينځه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(3) _ ظفر کاکا خيل _سيد بهادر شاه_پښتانه دتاريخ په رڼا کې _ پيښور ( ٦٧٦_ ٦٧٧ مخونه ) .

، زامن يعنې شيخ عمر ، نور الدين ، کمال الدين او جلال الدين  او دده لمسي احداد او د احداد ښځې الائې زياته برخه درلودله . په دې ځاى کې د بايزيد روښان  دا ولادې او د هغه دپيروانو د مبارزو په باره کې به لنډ معلومات وړاندې شي :

          د بايزيد روښان د مرگ نه وروسته دهغه مشر زوى شيخ عمر دپښتنو په مينځ کې د مشر اورهبر په حيث وپيژندل شو اوټولو پښتنود هغه درناوى کاوه او اوامر يې ورله مانه . نوده د پښتنودهمدې ملاتړ له امله د گورگانيانو پر ضد په جگړو پيل وکړ، چې د هغه لومړنۍ جگړه په ((سوکاوى )) نومې ځاى کې د ملک حمزه خان اکوزي سره وشوه . په دې جگړه کې شيخ عمر او د هغه ملگرو برى وموند . ددې جنگ او د شيخ عمر د موقف په باره کې استاد قيام الدين داسې معلومات وړاندې کوي : (( پس د روښان له مرگه شيخ عمر دده په مصلى کښيناست ، شيخ عمر د خپل پلار هډوکي له قبره را ويستل په صندوق کې به يې  د تبرک دپاره د ځانه سره گرځول .شيخ عمر به خپل ځان دپښتنو پاچا گاڼه . په خپله دغه دعوه کې تر يو حده کامياب شوى هم و . ځکه چې  يوسفزو دده ځينې او امر قبول کړي هم وو. داسې چې ځينو خلکو عشر او خراج ورکاوه .مگر ملک حمزه خان اکوزى ئې مخالف شو  . شيخ عمر دى تالا کړاوپه دې سره ددوى تر مينځ جنگ جوړشو ،او جنگ په (( سور کاوه )) کې وشواو روښانيان غالب شو (4 ) .

          د شيخ عمر دوهمه جگړه هم د حمزه خان اکوزي سره وشوه ، په دې جگړه کې حمزه خان اکوزي په روښانيانو برى  ومومنداود بايزيد روښان درې زامن يعنې خير الدين ، نور الدين اوشيخ عمر په دې جگړه کې مړه شول .ددې جگړې لنډ بيان د استاد قيام الدين خادم له خوا به ولولو : (( ... دوهم جنگ په (( مينۍ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(4 ) _ استاد قيام الدين خادم _ بايزيدروښان _ پښتوټولنه _ ( ٢٧ م مخ ) .

)) کې وشو ، دلته حمزه خان برى وکړ . د مينۍ په جنگ کې شيخ عمر او خير الدين د دلازاکوله لاسه مړه شول . نور الدين وتښتيد او مهمدزووواژه ، جلال الدين  زخمي شواو سيند ته يې ځان وغورزاوه ، ليکن له سينده يې نجاب وموند اوپه مندړو کې د امازو د قبيلې لاس ته ورغى ، په دې وخت کې دى هلک و نو ځکه دوى ونه واژه . په دې شکست کې د روښانيانو ډير لښکر ومړ ، ښځې او کوچنيان

يې بنديان شول . په دې جنگ کې د روښان هډو کي اباسيند ته واچول شول چې د (( مينۍ )) په خوا بهيږي ( 5 ) .

          مخکې وويل شو، چې د مينۍ په جگړه کې جلال الدين زخمي شوى و ،  څرنگه چې دى په هغه وخت کې ماشوم ونود وژلو څخه معاف شو ، مگر د جلال الدين اکبر  لخوا په زندان کې بندي شو، کله چې ځوان شوله بنده څخه وتښتيد او د گورگاني واکمنۍ پر ضد يې په مبارزه لاس پورې کړ.دجلال الدين نه دتښتيدواود هغه د جنگونوپه باره کې استاد خادم داسې څرگندونې کړي دي:((پس له څه مودې څخه يودروښان له خليفه گانوڅخه لاړ،او د اکبرپاچاڅخه ئې دبنديانو دخلاصون خواهش وکړ.باچا ومانه او بنديان يې ايله کړل .مگرجلال الدين يې خپل حضور ته وغوښت اوپه خپل حضوريې ساته اوپه آخره کې جلال الدين د اکبر پاچاله درباره وتښتيد،تيراته راغى او دخپل پلارله مريانوسره يوځاى شواود خپل پلاراوورورمنصب يې ټينگ کړ،د اکبردسختودښمنانوڅخه شـو . (5 ) .  

          کله چې جلال الدين د جلال الدين اکبر  د زندان څخه خلاص شو نو تيرا ته راغى او د مغولو پر ضد يې د جنگ تيارى ونيو . د گورگانيانو حکومت هم د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(4) استاد قيام الدين خادم _ بايزيدروښان _ پښتوټولنه _  ( ٢٧ ) مخ . 

( 5٠ ) _ پورتنى اثر _ ( ٢٩ ) مخ .

جلال الدين پر ضد د جنگ تيارى ونيواو خپل نامتو او جنگيالي جنرالان ئې توظيف کړل ،چې د جلال الدين او نورو روښانيانو پر ضد و جنگيږي . په دې جگړه کې د گورگانيانو ډير نامتو او جنگيالي سرداران د روښانيانو لخوا ووژل شول . د جلال الدين جنگونه د ٩٩٤ هـ ق کال نه پيل شو او تر ١٠٠٩ هـ ق کاله پورې يې دوام وکړ ،چې ددې جنگونواو مبارزو په برخه کې  پوهاند عبدالحى حبيبي د ډيرو معتبرو منابعو په حواله په خپل کتاب (( د افغانستان لنډ تاريخ )) کې داسې يادونه کړې ده :

         (( جلال الدين اکبر  چې د هند لوى امپراتور وو، د روښاني جلال الدين ورکاوى ته يې کلکه ملا وتړله .پر ٩٩٤ هـ ق کال يې کنورمان سنگ اوخواجه شمس الدين خافي له يوه ويروونکي پوځي ځواک سره د جلال الدين د مخنيوي لپاره وگمارل ، څنگه چې د پيښور شاو خوا د يوسفزو  غور يه خيلو اومومندو ټبرونه ټولي ورسره وو ، نو د خيبر په غرو کې خورا سختې جگړې و شوې ، د اکبر لښکرد جلال الدين په وړاندې څه ونه شو کړى ،نو ځکه اکبر يو بل لوى پوځ له زين خان کوکه سره د خپل     مخکيني لښکــــر د مـــلاتړ لپــاره را             

واستاوه او جگړه لا توده شوه . دا جگړه تر دا بل کاله جاري وه ، څو چې د اکبر دويم لښکر هم د افغانانو پر وړاندې څه ونه شوکړى ، نو اکبر هغه وتر ټل اوپر ٩٩٥ هـ ق کال يې بل نوى لښکر راواستاوه ، چې د بنگښ له لارې يې د جلال الدين پر ځوا کونو ير غل وکړ ، مان سنگ د بگرام له خوا را ووت ، د جلال الدين له خپلو زرو سپرواو پنځه  زرو پليو سره پر هغه بريد وکړ په دې جگړه کې دده يو نيم زرتنه ووژل شو اود اکبرى تيري کوونکيو ته هم درانه تلفات ورسيدل .

          تردې جگړې وروسته جلال الدين وکړاى شول، چې خپل نفوذ له تيرا څخه دپيښور شمال خواته په اشنغز کې خپور او زړور يوسفزيان هم د ځان ملگري کړي ، هغه وو، چې پر ٩٩٦ هـ ق کال يې د همدغو ټبرونو په ملاتړ د سوات او باجوړ په سيموکې د آزادى غوښتنې غږ پورته کړ، د اکبر له لښکرو سره ونښت او بيرته تيراته راغى ، د اکبر دربار، چې ددغه سر سخته رقيب د مقاومت له لاسه په تنگ شوى و يو دروند لښکر يې د صادق خان په مشر تابه د تيرا خواته و گماره ،چې د جلال الدين د لښکر پرزړه حمله وکړي صادق د اپريدو او اور کزيو پر ټبرونو بريالى شو ، او د جلال الدين د لښکرو يو مشر ملا ابراهيم يې ونيو خو پخپله جلال الدين د وزير ستان د کاڼي گورم له لارې پر شاشو او د اکبر لښکرې تر ډير مهاله د يوسفزو له هغو ټبرونو سره په جگړه اخته وې چې د جلالي آزادي پالو سره يى لاره او اړه درلوده .

          دا وار جلال الدين څلور کاله د جگړې له ډگره مخ واړاوه ، وايي چې توران ته لاړ ، خوپر ١٠٠٠ هـ ق کال يې بيا افغاني ځواکونه را غونډ کړل ، د اکبر له درباره هم از مايل شوي کسان لکه جعفر بيگ ،آصف خان او قاسم خان کابلى دده دله منځه وړلو لپاره غوره شول اوتر سختوجگړو وروسته د جلال الدين د کهاله څوتنه ، چې دده ورور وحدت على  ( واحد على ) هم پکې و د آصف خان لاس ته ورغلل .

          جلال الدين د غرني ،اتل په توگه په تيرا کې په مهمو لښکري سمبالتيا وو لاس پورې کړ، زيات قبايل ئې له ځانه سره يو کړل اوتر ١٠٠١ هـ ق کال پورې يې د پښتنوتازه دمه لښکر پر خپل ملي مرکز را غونډ کړه ، شاهنشاه اکبر هم دا پلا خپل ډير مهم او لومړى درجه سړي دده مخنيوي لپاره وگمارل ، چې مشرې يې زين خان کوکه او شيخ فيضي کوله ، وروسته تر هغه را جا بيربل ، سعيد خان اونور يې له څوزرو ســــپـــــروسره ملاتړته راغلل . خو جلال الدين په کلکه هغه لښکر مات اوپر شايې وشاړه . د ډهلى دربار تاريخ پوهانو په ويناله اکبري څلويښت يا پنځوس زره سپاره لښکر څخه د زور ورو افغانانو له لاسه يو هم ژوندى پاتې نشواوآن د اکبر د شاهنشاهى د ټولوچارو چلوونکى او د اکبري دربار غوره غړى راجه بيربل هم په دې لاره کې سر بايلود ، زين خان کوکه له نورواميرانو سره د اټک خواته وتښتيد او نورو له هغې جگړې څخه يوتن هم نجات ونه موند.

          د اکبر دربار ته چې ددې تباهي خبر ورغى ، نو راجا تو درمل يې د قاسم خان کابلي په مرسته د لار څارنې لپاره واستاوه او دغو دواړو په ډيرچل ووژه زين خان کابل ته ورسولاى شو.

          تر هغه وروسته دډهلي قواوتر څو کالو پورې د قاسم خان کابلي په مرسته د کابل اوپيښور لاره ساتله ، پر ١٠٠٤ هـ ق کال کې  بيا جلال الدين پر اکبري لښکر يرغل وکړ ، اکبر باچا قليچ خان دده د مخنيوي لپاره را وليږه ، دا سړى هم تر څو جگړو وروسته د کابل خواته پر شاشو ، جلال الدين دپښتو نخوا پر ټولوغروله خيبره تر تيرا پورې او د کابل پر سويلي سيمو تر غزني پورې بريالى شو. پر ١٠٠٧ هـ ق کال کې يې دغزني ښار هم د تورې په زور دپرد يوله  منگولو څخه خلاص کړ اوتر دووکالو يې پر هغوسيمو حکومت کاوه . پر ١٠٠٩ هـ ق کال کې داکبر لښکر د غزني په شاو خوا کې اووه ورځې له ده سره جگړه    وکړه او هم يې  د هغه ډير خلک دده پر وړاندې وسپارل . د جگړې په يوه ډگر کې شاد مان نومې دى ټپي کړ ، تر هغه وروسته جلال الدين رباط غره ته لاړ ، شريف خان اتکه چې د ډهلي د دربار حکمران و، مراد بيگ نومې په ده پسې وگماره نوموړي هغه نوميالى اتل ټپي کړ چې څو کاله يې د آزادى لپاره د پرديو پر وړاندې جگړه کړې وه شهيد کړ ، دده له شوره ډک سر يې اکبري دربار ته واستاوه ، حال دا چې دده ورور کمال الدين لا د مخه په اکبري زندان کې مړ شوى و (6 ) .  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

6) ) _ حبيبى پوهاند عبدالحى _ د افغانستان لنډ تاريخ _ پيښور _ ١٣٨٢ هـ ل ( ٢٥ _ ٢٥١ مخونه )  .

          د جلال الدين دوفات څخه وروسته د گورگاني واکمنۍ دربار فکر کاوه ، چې د روښانيانو نهضت ختم و، مگر دا مبارزه نوره هم توده شوه او د روښانيانو د غورځنگ بيرق احداد د شيخ عمر زوى ، او د روښان لمسي په اوږو واخست . د روښانيانو کورنۍ او د روښانيانو مريدان او نور پښتانه ورپسې ودريدل او د گورگانيانو سره يې سخت جنگونه وکړل . د احداد جنگونه د نور الدين محمد جهانگير د پاچاهي په لومړيو کلونو کې پيل شوي و اود هغه د واکمنى په لسم کال کې تاوده شوي او خپل اوج ته رسيدلي و.

          د احداد روښاني اونورو روښانيانود مبارزوپه اړه چې د نور الدين جهانگير په زمانه کې يې جريان درلود ،ددى کتاب په دريم فصل کې د ځانگړي عنوان لاندى تر څيړنى  نيول شوى دى .