څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار                                                                                                              

 

پښتو څيړنې

( دويم ټوک )

( لومړى برخه )

          دا کتاب د پښتو څيړنو د بين المللي مرکز د لسمې کاليزې په مناسبت د بين المللي سيمينار د مقالو مجموعه ده .

          د پښتو څيړنو د بين المللي مرکز لسمه کاليزه د ١٣٦٥ هـ ل کال د قوس (ليندۍ) د مياشتې له ٢٦ نيټې څخه تر ٢٨ نيټې پورې په کابل کې جوړ شوى و . ددې سيمينار نه وروسته د سيمينار د مقالو مجموعه په دوه برخو کې جلا جلا چاپ شو . لومړى برخه يې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څيړنو بين المللي مرکز لخوا د محقق شهزاده زيارن په زيار او اهتمام په ١٣٦٧ هـ ل کال کې په ٥٤٨ مخونو کې چاپ شو .

          د کتاب په پيل کې د سرمحقق زلمي هيواد مل لخوا چې ددې سيمينار منشى و ددې مجموعې په اړه يو يادښت وړاندې شوى دى . کتاب د همدې سيمينار په اړه د علومو اکاډمۍ په پيغام سره پيل کيږي . او لاندې مقالې په کې چاپ شوي دي :

          ١- غور د پښتنو لرغونى اټوبى ......... جلات خان حکمتى .

          ٢- د ملتان لودهي شاهي کورنۍ...... علامه پوهاند حبيبى.

          ٣- د ١٥٠ ق م کال د پښتو د يو زاړه کتاب په لټه.....کانديد اکاديميسن مير حسين شاه .

          ٤- پښتو معاصر ادبيات.............اکاديميسن محمد صديق روهى .

          ٥- د پښتنو نسب ........................................................................... سرمحقق دوست شينوارى.

          ٦- نگاهى به چاپ کتاب پښتو طى ده سال اخير . ................................... سرمحقق زلمى هيواد مل.

          ٧- د پښتو او بلوڅى ژبو د گرامري جوړښتونو ترمنځ ورته والى ................... کانديد اکاديميسن بلوڅ .

          ٨- په معاصر پښتو کې د ښکلانوى اړخونه . ................................ ......... زرين انځور .

          ٩- په اماني عصر کې د پښتو سيمې او نفوس . ...................................... ډاکتر گل جان ورور.

          ١٠- د روسيې او شوروي ختيځ پوهانو له خوا د پښتو تحقيق . ................... سرمحقق معتمد جنتى شينوارى.

          ١١- پښتانه د بهرنيو له نظره . ........................................................... عبدالجبار نادر.

          ١٢- په پښتو کې آزاد شعرونه . .......................................................... لطيف بهاند.

          ١٣- د پښتو لرغونى طبى متون . ....................................................... سړبن .

          ١٤- په پښتو کې د کوچنيانو د ادبياتو لنډ جاج . .................................... آصف بهاند .

          ١٥- د پښتو درسي متونو تاريخي سير . ............................................... بانډه وال .

          ١٦- د پښتنو او بلوڅو د نرخونو پر تلنه . ............................................... کانديد کاديميسن محمد ابراهيم عطايى.

          ١٧-  د پښتو مجلې د خپرونو لنډ فهرست . ........................................... سرمحقق نعمت الله انډ .

          ١٨- په پښتو کې نوي ويي رغاونه . ...................................................... پوهاند دوکتور زيار .

          ١٩- قاموس پوهنه . ......................................................................... سرمحقق دولت محمد لودين .

          د مقالو دا مجموعه په ١٣٦٧ هـ ل کال کې چاپ شوې ده . د هغې نيټې نه تر اوسه پورې نژدې ٢٢ کاله کيږي . په دې مجموعه کې پورتنۍ مقالې ډيرې ارزښتاکې مقالې دي چې اوس هم ډير خلک ورته اړتيا لري . زما غوښتنه دا ده چې نوموړې مجموعه د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د مرکز لخوا او يا کوم بل فرهنگي مرکز لخوا يو ځل بيا چاپ شي .