څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

انگليسي _ پښتو قاموس

          انگليسي _ پښتو قاموس د عبدالقيوم مشواڼي په زيار او اهتمام په ١٣٨٤ هـ ل د رڼا کولتوري مرکز لخوا په دانش مطبعه کې په ( ١٣٠٠) مخونو کې چاپ شوى دى .

          ددې قاموس کار په ١٣٥٨ هـ ل کال کې د علومو اکاډمۍ لخوا پيل شو . ددې قاموس په ليکلو کې محمد هاشم رحمان ، څېړنوال محمد ولي مندوزي او عتيق الله نيازۍ فعاله برخه اخستې وه .

          ددې قاموس په پيل کې د څېړنوال محمد ولي مندوزى لخوا سريزه وړاندي شوى دي او د سريزې په يوه برخه کې د خپل کار په اړه داسې معلومات وړاندې کړې دي : (( په هغه وخت ( ١٣٨٥ هـ ل ) کې يوازې ښاغلي محمد هاشم رحيمي او ما په نومړى مديريت ( د دايرة المعارف او قاموس ليکنې مديرت ) کې کار کاوه . مونږ دواړو په ډله ييزه توگه د نوي انگليسي پښتو قاموس کار د ( ٤٠٠٠٠) کليمو او اصطلاحاتو په شاوخوا کې له ( ١٣) معتبرو قاموسونو څخه پيل کړم ، د کار له پيل څخه درې کاله وروسته ښاغلي عتيق الله نيازي هم د قاموس ليکنې په دغه ډله ييز کار کې له موږ سره برخه واخيسته . مونږ دغه پروژه محض د علمي ترفيع لپاره نه ده ليکلې ، بلکې ملي او فرهنگي هدف مولومړۍ او وروستۍ هيله ده )) .

          دا قاموس د علومو اکادمۍ د پښتو څيړنو د مرکز د غړو او په ځانگړى توگه د عبدالقيوم مشواڼى په زيار او هلى ځلى چاپ ته چمو شو او په ١٣٨٤ هـ ل کال کې د رڼا کلتورى مرکز په مالى لگښت چاپ شو .

          څرنگه چې د قاموس د کا پيل د علومو اکاډمۍ د پلان له مخې ددې  اکاډمى ، د علمي غړو لخوا شوى او د علومو اکاډمى د پښو څېړنو نړيوال مرکز په زيار او هلى ځلي پاى ته ورسيد نو له همدې امله د قاموس په پيل کې د علومو اکاډمي د رئيس څېړنوال عبدالباري راشد لخوا لاندې يادښت وړاندې شوى دى : (( جلد دوم قاموس انگليسى _ پښتو که از جمع خدمات علمى _ فرهنگي
(( پښتو تولنه )) است خوشبختانه تکميل و تجديد چاپ مى يابد .

          اکادمى علوم افغانستان ، اين خدمت شايسته فرهنگى راضمن عرض تبريک به علاقمندان و نيازمندان همچو قاموس بزرگ ، گامى در راستاى غناى فرهنگى و اداى دين در برابر گسترش علم و زبان و ادبيات عالى و زيبايى پشتو بحساب مى آورد .

          پښتو _ زبان مبارزه و چيلنج هرمانى هاى امير کروړ ، زبان پند و نصيحت باباى عارف ما مولانا عبدالرحمن ، زبان لنډى هاى بيمثال توده ها ، زبان جهانگشاى کبير احمد شاه بابا و زبان دعوت بخدا شناسى بيټ نيکه و شيخ متى رحمت الله عليهما و بلاخره زبانى که مليون ها گوينده و شنونده در منطقه و جهان دارد .

          نتيجه تلاش ها و خدمات مادى و معنوى کار تکميل و تجديد چاپ اين قاموس را بعنوان پلى ارتباط ميان يک زبان بزرگ ملى و يک زبان بزرگ بين المللى ، بهر يک از  دست اندر کاران آن خصوصاً محمد هاشم (( رحيمى )) صميمانه مبار کباد ميگويم ))