څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

د اخلاص هديه

دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې دقبايلو اوسر حدي چارو وزارت دنشراتو او فر هنگي چارو رياست لخوا په دولتي مطبعه کې په ١٠٦ مخونوکې چاپ شوى دى .په دې  کتاب کې دخان عبدالغفار اودهغه دمبارزو په اړه د ((٣٥ )) تنو شاعرانو شعرونه راټول شوي دي .ددې شعرونو ټولوونه دسر محقق عبدالله خدمتگار بختاني لخوا شوى دى  . ددې کتاب په پيل کې دټولوونکې لخوا سريزه وړاندې شوي ده . دسريزې په يوه برخه کې دباچا خان دمبارزو په مهال کې د شاعرانو دشعرونو په اړه او ددې دورې د شاعرانو په اړه دباچاخان دنظرياتو  په اړه معلومات وړاندې شوي دي چې ځينې برخې دلته را نقلوم : ((له شعراوشاعر ياله شعرونواو شاعرانو څخه دخان عبدالغفار خان ددې ډول تاثراتو او انتباها تولاندې دهغه مبارزه دوام کوي . پرمخ ځي اود ((انجمن اصلاح افاغنه )) دتنظيم په ذريعه شکل مومي .

          ددى انجمن په مو سسانوکې دهغه وخت خورالوى شاعران عبدالا کبر خان اکبر او محمد اکبر خادم ،مشهور پوه او مورخ قاضي عطاء الله خان اونورشاعران هم شامل وو: وروسته  نوموړى انجمن انکشاف کوي او ((دخدايي خدمتگار )) حزب جوړيږي . ددې انجمن اوحزب دهلو ځلوپه لړکې ، دکليو اوښارونو په دير واو حجرو ،جوماتونو او بازارونو جرگې او مجلسونه ،جالې او جلوسونه  جوړيږي . په هره غونډه کې مشاعرې کيږي اوشاعران خپل شعرونه اوروي . په لويو تاريخي جلسوکې ډرامې هم په سټيژښودل کيږي ،دشاعرانو،اديبانو آثار په (( پښتون )) مجله کې هم خپريږي . په دې توگه شعر او ادب له عملي سياست سره يو ځاى پر مخ ځي ، ترقي کوي ، او په پښتو کې نوى آزادي بخښونکى ادب پراختيا مومي ، په خدايي خدمتگارو کې د شاعرانو اديبانو شمير بيخي زياتيږي . مونږ دا خبره منو چې د آزادۍ په دې ملي غور ځنگ کې زياته گرمي او توندي د ليکوالو او شاعرانو د ژبې او قلم نه پيدا شوه .

          پخپله خان عبدالغفار خان ددغو اديبانو شاعرانو خدمتونو ته په درانه نظر کتلي او په وار وار يې د هغو په باره کې ويلي دي : (( زه پخپله دوى ته حيران يم . شعرونه به دوى ويل . په حزب کې به جدوجهد دوى کاوه . قربانۍ به دوى ورکولې . جيلونه او محرو ميتونه به دوى گالل . د بال بچ د ژوند د تامين لپاره  به کسب او کار دوى کاوه او په ډيره خوارۍ غريبۍ  به يې گزاره کوله . رښتيا هم په دنيا کې دغه رنگه شاعران نشته او که وى هم ډير کم دى . . . . . ))

          ددي کتاب په شعرونو کې د مولانا قيام خادم يو شعر هم راغلى دى  ، چې دلته وړاندې کيږي :

فخر افغان ته

را تگ دې پسرلي دى پرې چمن فخر کوي

د ناز په تش کتلو دې گلشن فخر کــــــــــوي

کولى شي په ښه ژبه تعريف ستا د کمـــــال

په ټول چمن کې نن ځکه سوسن فخر کـــوي

چې ښکل يې شي نصيب د قدمونو د آشنا

هغه خاوره په مشکــو د ختن فــخـــر کــــــوي

په خير راغلې وطن لـره زمونږ فخر افغانه

په ياد ستا د نامه شعر و سخن فخر کــوي

خادم چې اخلاص شي څوک د  قام او د ملـــت

وطن يې پس له مرگه په مدفن فــــخـــر کـــــوي

          څرنگه چې مخکې يادونه وشوه ، دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . اوس يوازې په څو کتابتونونو کې ځينې نسخې يې پيدا کيږي . د خلکو ضرورت ورته ډير دى . دوهم ځل چاپ ته اړتيا ليدل کيږي . زما وړانديز دادى چې دا کتاب بيا د سرحدونو چارو وزارت او يا کوم بل علمي او فرهنگي مرکز لخوا چاپ شي .