رسوامينه
ګل مې شکولو،ماوې تا پرې خوښاله کړم
ګل شوپاڼې پاڼې،په اغزو مې ګوتې څيرې کړې
تش لاس ګرانې،ستاليدوته،ستاکو څې ته درغلم
ستاديدن ونه شو،ستاسو سپو مې جامې څيرې کړې
بر،دکوڅې سر کې،رقيبانو را ايسار کړمه
ويې ډبولم،دوی مې دواړه شنډې څيرې کړې
خلک شول راټول،له رقيبانوېې راخلاص کړمه
ځمادپرهرټپ ته يې،ځمادواړه شملې څيرې کړې
وينوکې لت پت،څيرې ګريوان چې کورته راغلمه
مورپلار،په مادواړو له غوسې نه سترګې څيرې کړې
ټول کلی موګرانې،اوس دمينې په راز پوه شولو
ځماڅيري ګريوان خو،درازونو،پردې څيرې کړې
زه قيام اوس ستاشوم،مينه ښه شوه چې رسواشوله
ته په ما تاوان شوې،رقيب خپلې تالې څيرې کړې
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
11.04.2011
- اسدافغان
جنت که اروپا؟دا ډیورنډ لاین دی،اتمه برخهاسدافغاند هيواد او نورو زیاتره سيمو په شان د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته په خوست او ورسره نږدې قبايلي سيمو كې دا مهال د بدمرغه جنګ اور بل دى،كه كليو او سيمو كې سړی وګرځې نو داسې كورنۍ به ډيرې كمې وي چې ددې اور تاو ورته نه وې رسيدلئ،د چا كور وران شوى، څوك ښكيلو ډلو د طالب او جاسوس په نوم وژلې ،د چا زامن ځوانيمرګ دي، څوك يتيمان شوى، زياتي پيغلي كونډي شوى او د ځینو خپل خپلوان وژل شوی...٠دل...
25.04.2011
- اسدافغان
ګران افغانستان
نه فرهاديم،نه مجنون،نه ادم خان يمنه يوسف،نه فتح خان،نه مومن خان يم زه مين دچا په تورو سترګو نه يمخو په خپل وطن مين يمه،افغان يم دسروشنډو ،تورو زلفو عاشق نه يمزه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم ځما ساه ده،ځمازړه دئ،ځماځان دیځماوياړ،ځماضمير،ځماوجدان دی خمامينه،ځماعزت،ځماغروردیځما عقل،ځماسوچ،ځماارمان دی له پلرو،نيکوراپاتې،په ميراث دئاوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ...