جنت که اروپا؟
دا ډیورنډ لاین دی،اتمه برخه

اسدافغان

د هيواد او نورو زیاتره سيمو په شان د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته په خوست او ورسره نږدې قبايلي سيمو كې دا مهال د بدمرغه جنګ اور بل دى،كه كليو او سيمو كې سړی وګرځې نو داسې كورنۍ  به ډيرې كمې وي چې ددې اور تاو ورته نه وې رسيدلئ،د چا كور وران شوى، څوك ښكيلو ډلو د طالب او جاسوس په نوم وژلې ،د چا زامن ځوانيمرګ دي، څوك يتيمان شوى، زياتي پيغلي كونډي شوى او د ځینو خپل خپلوان وژل شوی...٠
دلته هر وخت د خلکو  په منځ کې د خبرو اترو او ناستو ځایونو کې د غم او جنازو كيسې كيږې،كه په كوم كار پسې سړی له كوره راووځې نو لاره کې  به ډېرداسې خلك وويني چې جنازو ته ټيټ سر روان وې او غمونو په مخه كړي وي،دلته له هره ورځ جنازو او غمونو سره خلك اشنا شوى دى او د پخوا وختو په شان تر ډيره ډيره د مړي ياد نه كيږي،تر لومړى ورځي وروسته له خلكو مړى هيريږي او د حالاتو نور غمونه زغمي،
يوه ورځ مې ملګري كيسه كوله چې تازه روسان له هيواده ووتل او تنظيمې جګړې پيل شوى وي،فكر مې وكړ چې روسان خو لاړل نور بايد خواري مزدوري وكړم،هسې نه ګټلې ثوابونه مې خاورې يوسې،په څه خوارۍ او هلو ځلو مې د اماراتو ويزه واخيسته،تر تلو دوه ورځې د مخه خپل قومندان ته ورغلم،ورته ومې ويل چې نوره زه ځم،كورنۍ مې له لوږې مړه كيږي،خو قومندان راته بد بد وكتل او ویې ويل: چې سنګر چاته پريږدي؟كورنۍ د له لوږي نه مړه كيږي! الله ج روزي رسان دى،
خو ما ورته په لنډه وويل:چې نوره بس دی،خداى ج وايي چې ته حركت كوه زه به بركت پكي اچوم،باید نور کار وکړم او ترې روان شوم،څو كاله مې اماراتو کې تير شول،يو دوه ځله كور ته لاړم،خو يوه ورځ مې قومندان په العين كې وليدو تر جوړ تازه وروسته مې ورسره خبرې شروع كړې،دى خوشاله و ټوله كورنۍ يې دلته اوسيده زامن يې اسټراليا او اوكراين ته ليږلي و،دلته یې غټ تجارت روان کړی و.
 نو ما چې دده خبرې واوریدې ورته ومې ويل چې امر صيب جنت ښه دی كه اسټراليا؟قومندان راپسې رابرګ شو او ويې ويل،چوپ شه كم عقله ګناه ګار شوي جنت خو خود ښه دى،ما ورته ويل چې قومندان صيب نو تا ولې خپل زامن اسټراليا ته وليږل مونږ خو د جنت ته ليږلو،او سنګر د چاته پریښود؟مونږ خو  هلته له لوږې مړې کېدو او تا راباندې سنګر ساتلو،
 قومندان باندې خولې راماتې شوی او لاړو،
دلته افغانستان كې هم همدا كار بيا پيل شوى دی،د خلكو زامن جنت ته او خپل زامن اسټراليا ته ليږل كيږي،يو خوا ته داسې كسان مشران دي چې د خلكو په زامنو يې زړه نه سوځي او احساساتي زامن مو هره ورځ د جګړي تاوده اور ته ورټيل وهې،چې څومره هم وژل كيږي دوى يې پروا هم نه لري،او بله خوا خپلو زامنو باندې خارج كې تعليم كوى،او جنت په ځاي يې اوكراين ته ليږي،په تيرو او روانو جګړو كې د هيڅ يو مشر زوى ځان په جګړه كې له لاسه نه دى ورکړى خو احساساتي زلميان مو خاورې شول او ميندې او كونډي شوى پيغلي پسې د غم اوښكې تويوې،خو داسې ښكاري چې د اوښكو چينى هم نوري په وچيدو دي او نور به لاډېر دوام ونه کړي،٠

    اسدافغان
    ٢٠١١..٤..٩