ګران افغانستان
نه فرهاديم،نه مجنون،نه ادم خان يم
نه يوسف،نه فتح خان،نه مومن خان يم
زه مين دچا په تورو سترګو نه يم
خو په خپل وطن مين يمه،افغان يم
دسروشنډو ،تورو زلفو عاشق نه يم
زه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم
ځما ساه ده،ځمازړه دئ،ځماځان دی
ځماوياړ،ځماضمير،ځماوجدان دی
خمامينه،ځماعزت،ځماغروردی
ځما عقل،ځماسوچ،ځماارمان دی
له پلرو،نيکوراپاتې،په ميراث دئ
اوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ ايمان دی
خړه خاوره ېې،له زروښائسته ده
ګران وطن مې په دنيا،جنت نشان دی
داوطن دې خدايه تل ترتل ژوندئ وي
دقيام دسترګوتور، افغانستان دی
الحاج الهام الدين قيام
11.04.2011
- اسدافغان
رسوامينهګل مې شکولو،ماوې تا پرې خوښاله کړمګل شوپاڼې پاڼې،په اغزو مې ګوتې څيرې کړېتش لاس ګرانې،ستاليدوته،ستاکو څې ته درغلمستاديدن ونه شو،ستاسو سپو مې جامې څيرې کړېبر،دکوڅې سر کې،رقيبانو را ايسار کړمهويې ډبولم،دوی مې دواړه شنډې څيرې کړېخلک شول راټول،له رقيبانوېې راخلاص کړمهځمادپرهرټپ ته يې،ځمادواړه شملې څيرې کړې...
25.04.2011
- اسدافغان
ستړى ولسدا ډیورنډ لاین دی،نهمه برخهاسدافغانپر نوى پوخ شوى لوى سرك باندې بې شماره موټر په انتظار ولاړ و ،او لا هم نور راتلونكې موټر راروان ؤ،څوك په موټرونه كې غلي ناست و، او ځينو كسانو د سرك دواړو غاړو ته په ناسته، او ولاړه سره رنگارنگ خبرې كولي،دوى كې اكثرا كسان مريضان،دوكانداران،او نور بيلا بيلو كارونو پسې ښار ته روان عادې وگړي و،د موټرونه څخه شاوخوا څلويښت متره لري د ناټو او افغان ځواكونو خړ ټانگونه او موټرونه ولاړ وو،پر سر يې درنې ماشينداري ن...