الماس

چه يقين مې په عوض دقياس راغۍ
ټينګ ايمان راته په ځای دوسواس راغۍ

بيرته زه دخپل قسمت سره ،په خولا شوم
چه بخيل قسمت مې ،بيا په اخلاص را غۍ

خفه زړه مې له خفګانه،رخصت واخيست
ورته بيرته ،دخوښيو احساس را غۍ

له خوښۍ نه مې زړه واچول ټوپونه
چه بهارمې،دارزو په جواس راغۍ

اوس موکورکې،دهرچاپه خوله خنداده
ټول کهول ته دخوښۍ بندوباس راغۍ

زه له لويه خدايه ډير،شکرګذاريم
چه مو کورته سپين غمۍ دالماس راغۍ

زه به اوس په ځان منلی نذر با سم
چه مې ژوندته،بيادمينې اساس راغۍ

زه قيام په سپينه ږيره،په زړه ځوان شوم
له زړه تللئ قوت بيرته،په لاس راغۍ

الحاج الهام الدين قيام

21.02.2011