دا ډيورنډ لاين دى،
    څلورمه برخه
    له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ
    د خوست او ورسره شاوخوا سيمو لكه ميرانشاه،ميرعلي،كرم ايجنسۍ،او پاړاچينار كې 90 فيصده بې محصوله يا كانتينري موټر ګرځي يو وخت كې خوست كې ترافيكو كانتينري موټر نيول،خلكو يوه غوغا جوړه كړي وه او خكومت پسې يې بد رد ويل،چا ويل چې خكومت د يې محصول واخلې او مونږ ته د قانونې جوازسير راكړي،چا ويل دا مونږ سره زياتى دی، او نورو نورې خبرې كولې،خو لا تر اوسه هماغسې بې قانونه موټر ګرځې او دا موضوع سړه شوه،كه تاسو دلته خوست او نورو سرحدې ښارو كې خلك ووينئ نو د سرك په منځ كې موټر دروې او دى خپله سودا كوې ځينې كسان د سرك په سر موټر ته سپرلۍ پورته كوي او دلته یې هډه جوړه کړې وي، خو چې ترافيك يې ټير ور پنچر كړې او څو ښکنځلې ورته وکړې نو بیا ډریور په بدو ردو شروع وكړي،هم ښار ګډوډ وي او هم خلک بې عزته شوی وي
    زياتره وخت دلته لويو لارو باندي امنيتي پوستو ته كتار موټر ولاړ وي، خو دولتې او ډيرى نور كسان په پرادې او غلط لاس ځان ورمخته كوى،څوك بیا په منځ كې ځان ور ځايوى، او څوك د پوليسو ستغې سپورې او ښكنځلې زغمې، که قومندان یا دولتې موټر په کتار کې راشې نو په غلط لاس ځان اوباسې او قانون ماتوې دوی د ښار په منځ  کې خوشی موټر دروې او داسې نور کارونه کوي،خو یو قانون هم نه منی او هر سړی ځان باچا ګڼې،
    دوه مياشتي پخوا مې پلار له دبۍ راغلى و،يوه ورځ ېې كيسه كوله چې دبۍ كې يوه ورځ خپل موټر كې روان وم،يو هندي بوډا سړې لاس راکړ،كه څه هم هلته شخصې موټر كې سپرلۍ منعه دي خو زړه مې پرې وسو،سړی بوډا شوى و، موټر ته مې راپورته كړ،بوډا ښه شيبه غلى و،پوښتنه مې ترې وكړه: چې وطن ته كله ځې؟ او څومره وخت د تير كړى؟ ويل يې: چې د لور واده مې دى اته كاله مې مزدورې وكړه چې هغه پرې واده كړم،اوس څو ورځي وروسته روان يم،بوډا لا اخته و چې د پوليسو موټر ودرولم،د سرك يوې غأړې ته يې كړم د بوډا څخه يې پوښتنې وكړې چې دا د څه دى خو هغه زه نه پيژندم،پوليسو راته د جريمي پرچه وليكله او لاړل،نه ېې ښكنځل وكړل او نه ېې ورټلم چې پرچه مې وكتله پوره څلور زره درهم و،څه باندي ۹۰ زره کلداري جريمه وشم،څه مې نشوای كولای بس پيسې مې بانک کې داخلې کړې،او د بې قانونى انجام مې وليده كله مې چې پلار
    دلته دا جنګ جګړې، بې قانونى، د پوليسو ښكنځلي،او دا نورې نادودي وليدې نو هغه بله ورځ بیرته لاړ ،زمونږ خلك په خپل وطن كې قانون نه منې هر سړى په خپل سر اوبدماش دی پوليس ځان له ولسمشر كم نه ګڼي، كه كوم واړه جرم كې د ګير كړې نو چې څومره د بې عزته كولى او وهلى شې سرپه درباندي نه كوي،قومندانان خو بيا سم د ناټو له قومندانانو ځان کم نه ګڼې تاته به قانون ښايې خو په ځان يې نه عملې كوي كه دلته خلك او خكومت قانون ومنې،اول يې خكومت په ځان عملي كړي او بيا يې عوامو باندې عملې كړي، پوليس او خلك خپلې دندې وپيژنې او د نغدې جريمو ورکولو يوه لاره رامنځته شې نو نه به خلك خفه وې نه خكومت،هم به دولتې عواید زیات شوى وې او هم به خلك بې قانونې نه كوى،ځکه زياتره كسان په خبرو او ښكنځلو پسې نه ګرځې خو چې كله ورته پوليس غټه جريمه وركړي نو زه يقين لرم چې خلك به قانون مراعتوى،هم به ورته اخترام لرې او لرې نده چې يوه منظمه ټولنه به ولرو،
    ستاسو كشر
    اسدافغان،خوست
    ٢٠١١*٣*٢٧