دا ډيورنډ لاين دى،
دريمه برخه
له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ
د ولسمشرى انتخاباتو ښه موده تيره شوى وه،حامد كرزى د دوهم ځل لپاره د ولسمشرى په څوكۍ ناست و،د خوست په يوه سرحدې سيمه كې مې په خپل موټر كې له ملګري سره يو ځاى سفر كولو،سرك ټول كنډوكفر و ،دومره كندي پكې جوړې شوى وي چې هيڅ د سرك ګومان پرې نه كيده،د سرك دواړو غاړو ته خټين او خړ كورونه ودان شوى و،كورونه هسې هم خړ و خو د سرك لخوا پريمانه ګردونو نور هم سپيره كړي و،
ښه شيبه مو مزل وكړ،نوره مزل ستړى كړى وم چې يو كوچنى ماشوم او يوى سپين سري بوډۍ ښځې لاس راکړ،د دوى څخه تېر شوم خو بيا مې زړه پرې وسوو،تش غرونه و،شيبه وروسته مې موټر په شا وروستلو او دوى مې راسره راپورته كړل،ښځه د بوډاتوب نړۍ ته تللې وه، ملا ېي كړوپه وه او په مخ كې يې بې شماره ګونځي جوړې شوى وي،څو شيبې وروسته مې ترې وپوښتل چې چېرته ځئ؟د بوډۍ په سترګو کې اوښكې راغلې،
هديري ته ځو!
دا جمله يې وويله او تر ډېره غلې وه او له ځان سره يې ژړل،لږه شيبه مې ډاډ وركړ او بيا مې ترې ملګرې علت وپوښت چې ولي ژاړي،؟ ښځه چوپه ناسته وه خوزما د ملګري په زيات ټينګار يې اخير سپيري شونډي وخوزيدي،
دوه ګلالي زامن مې درلودل،مشر زوى مې عربو كې و،مزدورې یې كوله خو يوه ورځ يې راته د هغه جنازه راوړه،هلته موټر وهلى و او شپږ ماشومان يې راپاتي شول،د بل ځوان زوى مې د واده لا مياشت نه وه وتلې چې انتخابات كيدل،كلي كې خلكو كارتونه جوړاول او چا لا پخوا جوړ كړې و، چې بیا پرې رايه واچوو،مونږ هم غوښتل چې چاته رايه وركړو،
ځوان زوى مي ډيرو كسانو كې حامدكرزى خوښ كړ،ما هم څه نشو ويلۍ كله كله به مو د كرزي خبرې له راډيو اوريدې،زړه به مې خوشاله شو چې پښتون خو دى پښتو خو وايې،ګوندې زمونږ غږ هم واوري،څو شپې انتخاباتو ته
پاتې وي،
په انتظار ورته ناست و،
،خو اخير د رايه وركولو ورځ راورسيده، زه او زوى مې د مرکز په طرف روان شوو خو كور كې راپسې لمسیانو ژړل،زوى مې راته وويل چې ته پاتې شه زه د راشم بيا به لاړه شي خو دی لاړ، بوډۍ تر ډيره وژړل او بيا يې كيسه شروع كړه
زوی مې لا مركز ېي رايه اچوله چې هلته بم وچاوديد،كور مې تباه شو، او زه بوره شوم،په هغه ورځ مې ډير وژړل،هغه ورځ راته له قيامت سخته وه او تر اوسه مي زړه پسې خوږيږې،بيا مې هم هيله موجوده وه چې ګوندې كرزی به راسره مرسته وكړې خو دا اميد مې هم مړاوى كيږې كرزى پښتون ونه خوت ،بوره زه شوم او مزې پكې نور كوي،اوس يې چې په راديو كې خبرې راشې نو راډيو بنده كړم،بد راباندې لګې
بوډۍ لا همداسې ژړل،اخير هديره راورسيده او كوز شول،دڅو تازه قبرونو په خوا ور روان شول او شيبه وروسته د هديري خاموشه فضا چېغو ماته كړه،
زه چې ترې روانيدم نو دا شعر راياد شو چې وايې
***
په ما دې وکړه په تا وشه، په كور دې راشه بې بارانه سيلابونه
***
تو لعنت په هغه چا شه چې په قام سوداگري كا
د پينځو پيسو د پاره د اغيارو نوكري كا
خدايه هسې زوى لوى مه كړې د پښتون په كورنۍ كې
چې له ننگه بې خبر وي او دښمن پرې باداري كا
***
ستاسو كشر
اسدافغان
٢٠١١*٣*٢٥