ته غواړې تېره زنده ګي له ياده وباسمه
هره شېبه د جدايي له ياده وباسمه
ته كه همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
هو ته همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
***
سلګو مې ستونى و نيول ځكه غلى ومه
تا ويل ولې د ويلو راته هېڅ نه لرې
چې په ژړا شوم نو غوسه شوې راته ودې ويل
ته غير د اوښكو د ښودلو راته هېڅ نه لرې
ته چې خندا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
هو ته همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
***
زه اخته شوى په جنون يمه عقدې لرمه
خداى خبر نور دې كه له ما سره شېبه تېره شي
زه لكه وران متروكه ښار چې بلاګانې لري
ورځ به دې څنګه پكې څنګه به دې شپه تېره شي
ته كه پخوا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
هو ته همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
***
اوس مړاوى روح او د تڼاكو نه ډك زړه لرمه
له مانه تېر وختونه تېره زمانه وركه ده
تا راته هسې پخوانۍ كړي دا كولى نشي
نور د قسمت له ذهنه هره بهانه وركه ده
وايي كه دا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
هو ته همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده
05.05.2010
- اسدافغان
زما د ژوند لږ پخواني وختونهله هم تراوسه مي په زړګی وختونههغه وختونه به مي کله هير شيهمزولوسره د بي غمی وختونهمونږ به چي هره شپه درسونه ويلراته ياديږي دښوونځی وختونهنه به مونږ غم او نه ژړه پيژندههغه ښايسته دخوشحالی وختونهبغيردغم فرياد نه بل څه نشتهڅومره ترخه د اوسنی وختونهخدايه هغه شان ته بيا زمان کړيدميني محبت اود دوستی وختونه اوسنی ژوند مي له خفګانه ډک دی کاشکي چي بياشي دخواښی وخ...
05.05.2010
- اسدافغان
د حضرت امام ابوحنيفه رح ويناوې
١- يو کار چې کوې، په اطمينان او وقار سره يې کوه.
٢- په پراخۍ او تنګدستۍ دواړو حالاتو کې پر استغناء صفت قائم اوسه، د بنده تمه له زړه وباسه، که نه نو ذليل به شې!.
٣- په خبرو اترو کې ږغ مه پورته کوه، په لوړ ږغ خبرې اترې کول د شرافت خلاف عمل دی او ته خبر يې دغه څيز د محبت د پرېکېدو سبب ګرځېدای شي.
٤- پر لارې چې ځې، په زړه کې د راسته او چپه اړخو څيزونو ته ځای مه ورکوه، د...