د حضرت امام ابوحنيفه رح ويناوې

١- يو کار چې کوې، په اطمينان او وقار سره يې کوه.

٢- په پراخۍ او تنګدستۍ دواړو حالاتو کې پر استغناء صفت قائم اوسه، د بنده تمه له زړه وباسه، که نه نو ذليل به شې!.

٣- په خبرو اترو کې ږغ مه پورته کوه، په لوړ ږغ خبرې اترې کول د شرافت خلاف عمل دی او ته خبر يې دغه څيز د محبت د پرېکېدو سبب ګرځېدای شي.

٤- پر لارې چې ځې، په زړه کې د راسته او چپه اړخو څيزونو ته ځای مه ورکوه، د خپل مقصد پر لور درومه او زړه دې له غير څخه پاک کړه.

٥- په هر کار، هره معامله او هره خبره کې تقوا او امانت وساته او د حق لمنه ټينګه ونيسه، که دې د پلار يا ورور او ګاونډي تر منځ شخړه رامنځ ته شي، نو د پلار او ورور د طرفدارۍ پر ځای د حق طرفداري غوره کړه، همدا دې د پلار او ورور سره هم احسان دی، ته خبر يې چې د الله تعالی په دربار کې تر حق ويلو او پر حقيقت درېدلو بل وزني شی نه شته او د فيصلې په وخت کې دا خبره په زړه کې راسخه کړه چي زما رب زما په هره اراده خورا ښه خبر دی او زما سره به يوه ورځ د هر څه په اړه حساب او کتاب کوي.

٦- که له ګاونډي څخه يو ناوړه کار ووينې نو پرده پوشي يې وکړه، په همدې سبب به د هغه پر تا باندې اعتماد پيدا شي.

٧- له داسې مېرمنې سره نکاح مه کوه چي هغه له بل مېړه څخه اولاد ولري او که بيا هم غواړې نکاح ورسره وکړې، نو لومړی په ځان کي دومره توان پيدا کړه چي د هغې ماشوم د تل لپاره خپل اولاد وګڼې.

٨- له زياتي خندا څخه پرهېز وکړه، ځکه زياته خندا زړه وژني.

٩- له عام او معمولي حيثيت لرونکو وګړو سره مناظره مه کوه، په دې کې خير نشته، که نه نو ذليل او بې عزته به شې.

١٠- د مناظرې په وخت کې به هيڅکله قهر او غوسه نه کوې او نه به له خندا څخه کار اخلې.

١١- که يو کس د يوې مسئلې پوښتنه درڅخه وکړي، يوازې د هماغې پوښتني ځواب ورکړه، له ځانه ورباندې څه مه زياتوه، او که يو کس يوه نامعقوله پوښتنه درڅخه وکړي، نو د هغه کس زړه مه ماتوه، له هغې موضوع څخه ووځه، يو بل مناسب ځواب ورکړه، ځکه د هر چا پوښتنې معقولې نه وي، مګر ته خو ځان معقول کس ګڼې، بايد په ورين تندي له موضوع څخه ليرې يو مناسب ځواب ورکړې.

١٢- څوک چې علم د دنيا لپاره حاصلوي، علم د هغه په زړه کې ځای نه نيسي.

١٣- د کومې دندې او خدمت قابليت چې ته په ځان کيېنه وينې، هغه هيڅکله مه منه، که نه نو له سختې پښېمانۍ سره به مخ شې او سرخوږی به در ولوېږي.

١٤- د لمانځه د امامت لپاره چې تر څو خلکو دعوت نه وي درکړی، مه راوړاندې کېږه.

١٥- ملګرو! يو ستر حقيقت ته مو رابولم، هغه دا چې د خپل ځان لپاره ګناه راټولول او د وارثانو لپاره مال جمع کول، د ژوند تر ټولو ستره غلطي او خورا لوی حماقت دی.

١٦- نکاح هغه وخت کوه، تر څو چې دې دا يقين راشي چې د اهل و عيال ټولې ذمه داريانې پورته کولای شم، ځکه نکاح د شهوت د پوره کولو نوم نه دی، بلکې په اصل کې د ذمه واريانو د پورته کولو نوم دی.

١٧- که په يوه علمي ناسته کې برخه اخلې، نو کومه خبره چې تر خوله راباسې تر ډېر سوچ او فکر وروسته يې کوه او هغه څه وايه چې کافي ثبوت ولرې.

١٨ څوک چي علمي فکر ونه لري، د هغه په وړاندې ژور علمي بيانات کول ګويا هغه ته تکليف رسول دي.

١٩- تاسې پوهېږئ چې ستر زيانکاره څوک دی؟ هغه څوک چې علم وکړي خو همدغه علم يې له معاصيو او فواحشو څخه منع نه کړي آيا تر هغه زيات بل زيانکاره شته؟

٢٠- له شاګردانو سره په دومره نرمۍ، مينې او محبت سره معامله کوه، چې يو نابلده څوک دې وويني، نو دا يقين يې راشي چي اولادونه يې دي.

٢١- کوم کسان چې د مناظرې له ادابو سره اشنا نه وي، له هغوی سره هيڅکله علمي بحث او خبرې اترې مه کوه.

٢٢- په چا پسې د شا له خوا ناره مه کوه، دا د شرافت او ادابو خلاف عمل دی او همدا راز که يو څوک په تا پسې د شا له خوا ناره وکړي، ځواب مه ورکوه.

٢٣- څوک چې په علمي بحث کې برخه اخلي، مګر د دې خبرې پر وا نه ساتي چي زما د خبرو په اړه به پوښتنه کېږي، هغه کس ګويا نه د مذهب او نه د خپل ځان قدر پېژني.

٢٤- د علم تحصيل پر هر څه مقدم کړه او کله چې له هغه څخه فارغ شوې نو د حلال کسب او کار تلاښ پيل کړه، چا ته تمه مه کوه او مه فارغه کښېنه.

٢٥- له عامو خلکو او خصوصًا له دولتمندو سره ناسته ولاړه لږ کوه، که نه نو د هغوی به دا ګمان شي چې ته څه توقع ترې لرې او هغوی به په دغه خيال تا ته د رشوت درکولو لپاره اماده شي او دا ستا لپاره ډېر ګران تمامېږي.

٢٦- زه هيڅکله بخيل کس عادل نه شم ګڼلای، ځکه هغه د بخل په سبب تر خپل حق د زياتوب غوښتنه کوي، د دې لپاره چي له تاوان سره مخ نه شي، نو د چا چې دغه حال وي هغه د امانت قابل نه دی.

٢٧- له باچا سره ناسته ولاړه او تګ راتګ ډېر لږ کړه، له هغه څخه هر وخت دومره خطر محسوسوه لکه انسان چ  له اور سره احتياط کوي، تر څو چ  خاصه اړتيا نه وي پېښه شوې، دربار ته مه ځه، د دې لپاره چ  خپل وقار او عزت د  پر ځای پاتې شي.

٢٨- که په شريعت کې يو بدعت عمل ووينې، نو په ښکاره توګه د هغې غلطۍ اظهار کوه، د دې لپاره چي نورو خلکو ته د هغه تقليد جرئت پاتې نه شي، د دې پر وا مه کوه چې بدعتي د جاه او رتبې، حکومت او دولت څښتن دی، ځکه چي د حق په اظهار کې الله تعالی ستا مرستندوی دی او هغه د خپل دين حامي او محافظ دی.

٢٩- که له باچا څخه يو نامناسب حرکت ووينې، نو په ښکاره الفاظو ورته ووايه چې د قانون په لحاظ زه ستا فرمانبرداره يم، ليکن ستا د غلطۍ تدارک او په دې اړه تا خبرول زما شرعي فرض دی، که بيا هم هغه ونه منل، نو په تنهايي کې يې پوه کړه چې ستا دغه عمل د قرآن او حديث خلاف دی، که بيا هم هغه را ونه ګرځېد، نو ځان ترې بېل کړه او دعا وکړه چې الله تعالی دې د هغه له شره په امن کړي.

٣٠- يو کس له امام ابوحنيفه رح څخه پوښتنه وکړه، ويل د علم په لاسته راوړلو کي کوم کار مرستندوی او مددګار ثابتېدای شي، ده ورته وفرمايل: دلجمعي يعنې زړه راغونډونه، هغه کس وپوښتل: صاحبه! د لجمعي څنګه حاصلېدای شي؟ ده ورته وفرمايل: تعلقات کم کړه، هغه کس وپوښتل: تعلقات څنګه کمېدای شي؟

ده ورته وفرمايل: يوازي ضروري انساني څيزونه اختيار کړه او غير ضروري پرېږده.

 

سورغر ورځپاڼه