زما د ژوند لږ پخواني وختونه
له هم تراوسه مي په زړګی وختونه

هغه وختونه به مي کله هير شي
همزولوسره د بي غمی وختونه

مونږ به چي هره شپه درسونه ويل
راته ياديږي دښوونځی وختونه

نه به مونږ غم او نه ژړه پيژنده
هغه ښايسته دخوشحالی وختونه

بغيردغم فرياد نه بل څه نشته
څومره ترخه د اوسنی وختونه

خدايه هغه شان ته بيا زمان کړي
دميني محبت اود دوستی وختونه

اوسنی ژوند مي له خفګانه ډک دی
کاشکي چي بياشي دخواښی وختونه

ولي داخلک صرف نفرت پيژني؟
ربه ته بيا کړي د ارامی وختونه

اصلي ژوندون په خپل وطن وي
دا فرديسی وي دامجبوری وختونه