د مينې ورځ کې د تصوير غوښتنه
لکه په خوب کې د تعبير غوښتنه
وې پاچاهي واخله او مينه راکړه
له يوه فقير وه د امير غوښتنه
رباب دې کړي د هغې ښکلې کيسه
دامې له بم دامې له زير غوښتنه
د مرګ دې ملا ماته شي نه دې راځي
پر دې وطن بس ده د وير غوښتنه
نن دې مېلمه کاندي کاروان دشبنم
له ګل کومه دشوګير غوښتنه

  پير محمدکاروان