مړشې د ژوند، له لارې ډډه وکړه
جنګه زمونږ له کلي کډه وکړه

جنګه کافره تا خو ا ور کرلی
زمونږ دکلي جوسونو کې
وچه ډوډۍ يې ده په اوښکو لمده
د ماشومانو په لاسونو کې
تا يې په شنې چای کې سرې وينې ګډې
ددې بوډا په ګيلاسونو کې

مړشې د ژوند ، له لارې ډډه وکړه =جنګه زمونږ له کلي کډه وکړه

د بوډا ملا ماته تکيه يې ړنګه
دکور ديوال دې ترېنه و نړاوه
ها زلمی زوی ها د زخمي زړګوټي
وريښمين دسمال دې ترېنه و نړاوه
د غم له خوب لمانځه ته څنګه پاڅي؟
غږ د بلال دې ترېنه و نړاوه


مړ شې د ژوند ، له لارې ډډه وکړه = جنګه زمونږ له کلي کډه وکړه

هو چې د بيا جګيدو تاب دې نه وي
داسې رنځور پريوزې ناجوړ شې جنګه
رب دې نيمګړی نيمه خوا بوځه
ته د خپل ځان په غوښو موړ شې جنګه
دا سرې سکروټې دې ايرې ايرې شه
د ژوند په يخو اوبو سوړ شې جنګه

مړ شې د ژوند له لارې ډډه وکړه = جنګه زمونږ له کلي کډه وکړه

امن دې راشي امن ډير خوږ دی
له ترخه جنګه بلا ستړی يمه
دخپل ماشوم په خندا موړ نه يم
د غم ديوانو لرې وړی يمه
امن دې ما کړي بيا له سره زرغون
زه په باروتو کې وريت زړی يمه

مړ شې د ژوند له لارې ډډه وکړه = جنګه زمونږ له کلي کډه وکړه



يادونه : دلومړي بند دهرې دويمې مسرې دوزن کمی يې په مترنم ويلو کې پوره کيږي چې په موسيقۍ کې ښه راځي

٢٠٠٩-٨-٢٥-کابل افغانستان

 پيرمحمد کاروان