سترګي مي هر وخت راډه کيږي هو له شرمه ژړيدلی نه شي
ستا په غيرت مي خندا راشي هو شونډي خنديدلی نه شي
داستاغمونه داسي هروخت په فکرچي مي ځي او راځي
عزرئيل راشي هو افسوس په دا ساه اخستلی نه شي
ته ډير غادر زه يم نادانه هو نا پوهه نه يم
ځان به سمبل کړم هو زړګی بغيرله تانه صبريدلی نه شي
زه دکمزوري ډيره کړم کني اوسني خلک ټول غمجن د ي
اه اه تل کړمه هو ښيره يوه تاته له خولي نه روتلی نه شي
هی بي وفاد ژوند روڼا د رانه واخسته تياري د ماته پريښوي
څومره تياره شوه شغلي مي زړه بيا روڼا کولی نه شي
02.05.2010
- اسدافغان
د شپې ماشوم شمه زه کله چې لمر په کلي سر ووهي او شپه د وړانګو په خنجر ووهي په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي زرين ﻻسونه پرګودر ووهي چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونه تورې تختې راواخلي په ببلي ژبو الف ووايي ،بي ووايي،تي راوخلي ماته رايادې شي ماشومې شيبې کلی،ګودر او د ګودر له غاړې اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار د چ...
04.05.2010
- اسدافغان
مړشې د ژوند، له لارې ډډه وکړهجنګه زمونږ له کلي کډه وکړهجنګه کافره تا خو ا ور کرلیزمونږ دکلي جوسونو کېوچه ډوډۍ يې ده په اوښکو لمدهد ماشومانو په لاسونو کېتا يې په شنې چای کې سرې وينې ګډېددې بوډا په ګيلاسونو کې مړشې د ژوند ، له لارې ډډه وکړه =جنګه زمون...