له ځانه سره مې خبرې کولې، داسې یو څه مې ویل، مال راځه ملګرو سره یې هم شریک کړه:

 

په شعارونو باندې نه جوړیږي
وطن شعرونو باندې نه جوړیږي

د پلار نیکه توره اوس قبر کې ده
دا په نکلونو باندې نه جوړیږي

فکر عمل کې به ځغلول غواړي
کار په فکرونو باندې نه جوړیږي

سهار هله شي چې شي سترګې خلاصې
ګهیځ خوبونو باندې نه جوړیږي

سوله خبرې غواړي ناسته غواړي
سوله جنګونو باندې نه جوړیږي

رحیمه وینه به د زړه ورکوې
یار قربتونو باندې نه جوړیږي