ماتې ګوډې-لړۍ
قام پالنه او تعصب
د خپل ځان سره، د خپل کور، کهول، خیل او قام سره مینه د انسان د طبیعت برخه ده- هغه خبره چې په مورنۍ ژبه کیدې شي، د نړۍ په بله یوه ژبه کې هم نه شي کیدې- دوعا، خیرې، مینه او کنځل ټول په طبعي ډول په خپله ژبه د سړي له خولې راوځي- هر چا باندې خپل ورور له تره زویه، او د تره زوې د ګاونډي له زویه ډیر ګران وي خو ګاونډې بیا د لاروي نه نژدې دې-
دا نو څه دي؟ مینه ده! د خپل ځان سره مینه، د خپل خیل سره مینه او د خپل هیواد سره مینه!
خو تعصب بیا کرکه ده- د خپل ورور سره مینه لرل، د هغه بریالتیا غوښتل مینه ده، خو که دغه ورور بیا د سیالۍ په ډګر کې د تره زوې سره په ځغاست وي نو د تره زوې مخې ته خنډونه ددې دپاره جوړول چې له ورور نه مې مخکې نه شي بیا تعصب دې- هغه څوک چې د ورور دپاره د تره د زوې لاره نیسي، ولې هغه د ځان دپاره بیا د ورور په ستوني لاس نه شي ایښودلې؟
تعصب او مینه دوه مخالفې کلیمې دې او هیڅ کله هم په یوځاې کې سره نه شي یو ځاې کیدې، لکه څنګه چې لمر او تیاره نه شي یوځاې کیدې!
نو هر هغه څوک چې خپلو خلکو دپاره هلې ځلې کوي، په خپله ژبه لیکل کوي، خبرې کوي، د خپلو خلکو حقوق غواړي متعصب نه دې، بلکه مینه وال دې، او هر مینه وال د مینې وړ دې!
خو بیا هر متعصب له کرکې ډک دې، او له کرکې ډک مینه نه شي کولې، آن خپل ځان سره هم، قام خو لا لرې خبره ده-
متعصبه د هیچا خپل نه دې او هیچا پورې یې تړل نه دي پکار، خو مینه بیا ژبه، رنګ، او قام نه لري- مینه په هر ځاې او په هر وخت کې یو شان ده، او هر چا کې یو ډول ده-
د خپل ځان دپاره کار وکړه، د خپل کور دپاره کار وکړه، د خپل کلي پرمختګ دپاره هلې ځلې وکړه او خپل هیواد د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه ښایسته او پرمختللې کړه، د مینې وړ یې، د قدر وړ یې، د نازولو وړ یې خو بیا بل مه ښکنځه، د بل د پرمختګ باندې مه خپه کیږه، او د بل د پرمختګ د مخنیوي دپاره هلې ځلې مه کوه، ولې چې بیا متعصب ګرځې او دا چې تعصب کرکه ده نو ته هم د کرکې وړ کیږې-
آسانه فورمول دې، خو په طبیعت کې ځاې پرځاې کول غواړي!