سولې ته غږ کړئ افغانان دې غواړي

دا غم ځپلي انسانان دې غواړي

لاسونه لپه په خوله سوال چې لري

سر په سجده دي له رحمان دې غواړي

دا جنتي خلک د خداې پر ځمکه

حورې دې غواړي دا غلمان دې غواړي

جګړه مو بس ده مونږه امن غواړو

غوښتنه کاندي له جهان دې غواړي

تاته لیلا واي دا ستا مین دي

مجنون یې بولي لیونیان دې غواړي

ستا به پرې قدر له هر یو چا ډیر وي

سترګې په لار دي مینان دې غواړي

لکه الهام مو د وطن په زړه شه

درپسې ګرځي شاعران دې غواړي

زمونږ د زړه للمه بیخي وچه ده

زمونږه زړه لکه باران دې غواړي

مشتاق دې ګرځې په هر لورې باندې

رحیم یې بولي خپل جانان دې غواړي

 

27 جنوري 2015