افغانستان د بهرنیو سیاست قرباني!
د امریکا ولسمشر ټرمپ له هغه ورسته چی قدرت تر لاسه کړ او د وخت په تیریدو سره د عربي هیوادونو د لیدنې ورسته مخ افغانستان ته واړوو ، او وويل چې له دې وروسته به امريکا افغان تګلاره پر مهالوېش نه وي ولاړه او د سرتېرو د شمېر په تړاو به پرېکړې امنيتي حالاتو ته په کتو کېږي. ټرمپ زياته کړه، په بېړه د ځواکونو ايستنې هغه تېروتنه په افغانستان کې نه تکراروي چې په عراق کې شوې وه. که څه هم دغه څرګندونې د یو شمیر هیوادونو ملاتړ سره مخ شول، ولې د ټرمپ ورستې څرګندوني د پاکستان په اړه چې امريکا نور په دغه هېواد کې د ترهګرو پټنځي نه شي زغملي او دا حالت بايد سملاسي بدلون ومومي او پاکستان نه باید د امریکا د ګټو په وړاندې خنډونه جوړ کړې ، ان چې امریکا له خوا کلنۍ مالیې مرسته هم وځنډول شوه، دغه کار د چین ، پاکستان او یو شمیر هیوادونو له خوا وغندل شو، او دغه کار یه د نړیوال ترهګریز پر وړاندې ناسم وبللو.
دغه تګلاره د افغانستان حکومت او مشرانو سره پرته له همغږۍ جوړه شوه ، ولی افغان حکومت دغه کار وستایلو او ځینو مشرانو وویل چې امریکا باید ډیر پخوا پر پاکستان باندی فشار راوړې وای تر څو پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنو لاس واخلې ، ولې پاکستان چې د سیمې یو شمیر هیوادونو ملاتړ له ځان سره لرې او د قدرت پیاوړتیا سربیره په افغانستان کې د ډلو او ټپلو له لارې نفوس هم لرې خپله تګلاره کې ته بدلون راوست، او سم د لاسې یه د افغانستان د اقتصادې پراختیا پلانونه شنډولو ته مخه وکړه ، او یا هم هلته یه داسي ستونزي جوړ کړې تر څو د افغانستان اقتصادې لارې چارې وتړې ، په شمال ولایتونو په یو پلمه او په پلمه ، کابل، فراه او هلمند ولایتونو کې د بریدونو د زیاتیدو ، خپل هیواد له لارې د افغانستان سوداګرو پر مخ تړل ، مالیات لوړول او ډیر داسي نور ، له دې سربیره په افغانستان کې په خپل جنګي تکتیک هم بدل کړ، لکه په بهرنیو او خاصو ځایونه بریدونو لوړوالې، په مرسته کوونکو اداراتو بریدونه ، تر څو د خلکو او د امنیتې اداراتو تر مینځ واټن زیات کړې، د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې د بریدونو په ډاګه کول تر څو افغانان د امنیتې او رسنیو باندی بی باوره شي ، په خپله خاوره کې د افغان ګډوالو په اړه جدې پریکړه تر څو نړیوال باندی فشار واچوې او له دغه لارې خپلې مرستې لا پیسی ډیري او هغه مرستو څخه ډیرې کړې کوم چې امریکا د ترهګرو پر واړندې هر کال پاکستان ورکولئ، ددغو ټولو سره امریکا خپله تګلاره بدله نه کړه او وویل چې پاکستان باید خپل کړنې بدلې کړې . که نه نورو ستونزو سره به مخ شي.
ددغو تګلارو اصلي قرباني د افغانستان خلک شول یعنې افغانستان د بهرنیو سیاست قرباني دي او د تیرې اونۍ کې د هیواد په کچه پنځه لوې بریدونه وشول چې د سلګونو خلکو ژوند یه واخیست، او دغه لړۍ روانه ده. افغانستان ته پکار ده چې د پاکستان دغه تګلارې ته ښه پام وکړې او د یو ښه لوبغاړې په ډول باید مقابله وکړې ، له یو شمیر هیوادونو سره اړیکې ښه کړې ، په امنیتې چارو کې بدلون ، د سولي حقیقی پروسه باید پیاده کړي ، کار اهل کار ته سپارل ، له خلکو سره نژديتوب ، د مخالفو ډلو سره هغه چلند کول کوم چې دوي د افغانانو سره یه کوې ، د هغه رسنیو مخه نیول چې بهرنیو ګټو ته کار کوې، بدبختانه افغان حکومت تر اوسه پوری خپل ډیر وخت په کورنیو موضوعاتو باندې لګوې چې دا کار یو شمیر بهرنیو څارګرو اداراتو ته وخت ورکوې چې خپلي کړنې په اسانه ډول په افغانستان کې عملې کړې. که چیري حکومت خپله تګلارې ته بدلون ورنکړي نو باید ووایو چې همداسی بی ګناه افغانان به د پردیو بریدونو قربانې شي.